فرانسه: بنسټپالنې ته د تبلیغ له امله د جومات د تړلو پرېکړه شوې

475

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي چې د جومات د یوه ملا امام د بنسټپالنې تبلیغ ورته د «منلو وړ نه» دی. له همدې امله به دغه جومات د شپږو میاشتو له پاره وتړل شي.   

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمینن، د سه شنبې په ورځ یوه تلویزونې شبکې سره په مرکه کې وویل چې دوی د فرانسې په شمال ۱۰۰ کیلومترۍ کې د بووئ ښار د یوه جومات د بندولو بهیر پیل کړی دی.

دغه ښار شاوخوا ۵۰ زره نفوس لري. د شپږو میاشتو له پاره د دغه جومات د تړلو پریکړه د ملا امام د افراطي تبلیغ له کبله شوې ده.

جیرالډ دارمینن وایي چې د جومات خطیب یا ملا امام په خپلو خطبو کې «عیسویان، هم جنس بازان بلل او یهودان یې په نښه کول.»

د واز په نامه سیمې چیرې چې د بووئ ښار موقعیت لري، چارواکو لا پخوا اعلان کړی وو چې دوی د دغه ملا امام د خطبې له کبله د جومات پر بندولو غور کوي. دوی ادعا کوي چې نوموړي امام په خپلو خطبو کې کرکې، تشدد او له جهاد څخه دفاع ته خلک هڅول.

د واز یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د هر ډول عملیاتو څخه مخکې د معلوماتو د را ټولو له پاره ۱۰ ورځې وخت ته ضرورت دی.

د یوه سیمه ایزې ورځپاڼې کوریئر پیکارډ، په وینا د جومات دغه ملا امام په دې وروستیو کې اسلام قبول کړی وو.

ورځپاڼې د جومات د منتظمینو کمیټې د یوه وکیل په حواله ویلي دي چې د جومات د ملا امام د څرګندونو يوازې ځيني برخې را اخيستل شوي او پرې قضاوت شوی دی او دوی د واز سیمې د چارواکو تر لیک وروسته دغه ملا امام له دندې هم ګوښه کړل شوی دی.

تر اوسه پورې پر ۲۱ جوماتونو او عبادتځایونو بندیز لګول شوی

دارمینن د روان کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې فرانسه به د بنسټپالنې پروپاګند خپرولو په برخه کې د عبادتځایونو او ټولنو پر وړاندې څارنه او تفتیش زیاتوي.

دغه تحقیقات یا څارنه د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې د یوه ښوونکي سیمویل پيټي، تر قتل وروسته پيل شوې وه. دغه ښوونکی د شارلي ابدو په مجله کې خپور شوی د اسلام د پيغمبر شخړیز کاریکاتور په صنف کې زده کوونکو ته ښودلی وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې وروستیو میاشتو کې په فرانسه کې په مجموع کې له ټولو ۲۶۲۳ جوماتونو څخه د ۹۹ جوماتونو او مسلمانانو د عبادتځایونو په اړه پلټنې او تحقیقات شوي دي، ځکه دغه عبادتځایونه د افراطي نظریانو پر خپرولو تورن ول.

په فرانسه کې په مجموعي توګه ۲۱ جوماتونه او عبادتځایونه د مختلفو دلایلو له امله بند کړای شوي دي، په داسې حال کې چې د فرانسې د افراطیت او بيلتون غوښتنې د قانون په اساس د شپږو نورو په اړه تحقیقات جریان لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.