طالبان له بهرنيو مرستو پرته د یوې افغان بوديجې مسوده جوړه کړې

598

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت له خوا ويل شوي د راتلونکي کال له پاره يې د ملي بودجه يوه مسوده چمتو کړې ده. دا په دې تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې دغه بودجه د بهرني مرستو پرته په نظر کې نيول شوې ده.

Afghanistan Taliban beschlagnahmt bei Zentralbank große Menge Geld 

د راتلونکي کال له پاره دا بودجه په داسې حال کې چمتو شوې چې هېواد د اقتصادي او بشري بحران چې ملګرو ملتونو د لوږې يوه سخته څپه بللې ده، سره مخ دی.

د مالیې وزارت وياند احمد ولي حقمل د دې بودجې د ۲۰۲۲م کال تر دسمبر میاشتې پورې په بر کې نيسي، د حجم په اړه څه نه دي ويلي خو نوموړي د فرانسې د خبرې آژانس سره په خبرو کې وويل چې بودیجه به تر نشر مخکې کابينې ته د تصويب له پاره ليږدول کیږي.

نوموړي له ملي تلویزيون سره په يوه مرکه کې چې د خپل تویتر له لارې هم خپره کړه، وويل: «موږ هڅه کوو دا بودجه په خپلو سيمه ایزو عوايدو پوره کړو…. او موږ باور لرو چې دا کار کولی شو.»

واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته بهرنيو بسپنه ورکوونکو او لويديځو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مالي مرستې وځنډولې او په بهر کې د دغه هېواد د میلياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل شوې.

Afghanistan l Schwarzmarkt, Kabulطالبانو د بهرنیو مرستو پرته بودجې لایحه داسې وخت جوړه کړې چې د افغانۍ ارزښت په وروستیو وروځو کې ډير راولوید

د ۲۰۲۱ کال بودجې چې پخواني افغان حکومت د نړيوال وجهي صندوق سره په ګډه جوړه کړې وه، د ۲۱۹ میلياردو افغانيو مرستې او بسپنې او د ۲۱۷ ميلياردو افغانيو سيمه ایزو عوايدو سربيره هم پکې د کسر اټکل شوی وو.

هغه وخت د يوه ډالر بيه شا او خوا ۸۰ افغانۍ وه خو واک ته د طالبانو تر رسيدو راهيسې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په ځانګړي توګه په تېره اوونۍ کې د دوشنبې په ورځ يو ډالر ۱۳۰ افغانيو ته رسيدلی وو.  نن، جمعه یې بيه بیا کابو ۱۰۰ افغانۍ دی.

حقمل د دې په منلو سره چې دولتي کارکوونکو اوس د څو میاشتو معاش نه دی ترلاسه کړی، وويل «موږ د امکان تر حده هڅه کوو چې «د کال تر پای پورې پاتې معاشونه ادا کړو.»

هغه همدا راز وويل چې د معاشونو نوې حقوقي پيمانه هم چمتو کړل شوې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.