امریکایي پوڅ د ډرون بریدونو کې ملکي تلفات له پامه غورځولي

500

د یوه رسنیز رپوټ پر بنسټ امریکايي پوځ په منځني ختیځ کې د اټکل وړ ملګي تلفاتو رامنځته کیدو خطر سربیره د بی پيلوټه الوتکو بریدونه تر سره کړي دي.   

Symbolbild US Drohne«نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۸ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړی دی چې یو شمیر محرم حکومتي اسناد چې د ملکي تلفاتو په اړه تر ۱۳۰۰ ډیر رپوټونه په کې شامل دي، د جهادیانو پر وړاندې جګړه کې د امریکایي پوځ د«دقیقو بريدونو» ادعا ردوي. د دغو اسنادو په بنسټ د هوایي بریدونو په ترڅ کې تیروتنې د زرګونو ملکي خلکو د ژوند په بیه تمامې شوې دي.

نوموړې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې «د امریکا هوایي جګړه د نیمګړو معلوماتو، بیړه کولو، نا دقیقو هدفونو په نښه کولو او د ډیر شمیر ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د وژنې باعث شوه.»

د بارک اوباما د وخت راهیسې د شفافیت ژمنې، چې د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه یي د خپلو ځواکونو د ژغورنې په موخه د ډرون بریدونو ته ترجیح ورکوله، دغې ژمنې اوس خپل ځای «له مجازاتو څخه معافیت او د شفافیت نشتوالي» ته ورکړی دی. داسې هیڅ یو رپوټ موجود نه دی، چې پر دې اعتراف وکړي چې په دې برخه کې له ناسم چلند څخه کار اخیستل شوی دی.

په پنځو کلونو کې دننه امریکایي پوځ په دریو هیوادونو کې ۵۰ زره هوایي بریدونه ترسره کړي دي. دوی اعتراف کړی دی چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په سوریې او عراق کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې په خطایۍ کې ۱۴۱۷ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې بیا له ۲۰۱۸م کال راهیسې د ملکي کسانو د وژل کیدو رسمي شمیر ۱۸۸ تنه ښودل شوی دی. د دغې ورځپاڼې څیړنې ښيې هغه شمیر چې پنټاګون پرې اعتراف کړی «په واضح ډول کم» ښودل شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ امریکایي ځواکونه اکثره وخت د خپلو هوایي بریدونو د اهدافو په نښه کولو کې تیروتنه کوي.

هغه کسان چې د بمبار شوي ځای پر لور یې منډې وهلې هغوې ته د «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو په توګه کتل شوي، نه د مرسته کونکو. یو عادي موټر سایکل چلوونکی د داسې یوه بریدګر په توګه تفسیر او پيژندل شوی دی، لکه په همدا نږدې راتلونکي کې چې د برید اراده لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.