لوفتهانزا ۳۳ زره پروازونه لغوه کړي دي

504

د آلمان د هوانوردۍ شرکت «لوفتهانزا» د کرونا د نوې بڼې په سبب د لږې تقاضا له کبله په خپلو پلان کړو پروازونو کې د کمښت پریکړه کړې ده. دغه شرکت د ناروغیو په دلیل د پیلوټانو د کمښت له ستونزې سره هم مخامخ دی. 

Lufthansa 

د آلمان د هوانوردۍ شرکت «لوفتهانزا» د ژمي په موسم کې د خپلو پلان کړو پروازونو څخه ۳۳ زره یي لغو کړي دي. په بل عبارت دغه شرکت خپل د مجموعي پلان کړو پروازونو نږدې ۱۰ سلنه یې لغوه کړي دي.

د دغه شرکت یوه چارواکي کارستین سپوهر، د فرانکفورت یوه سیمه ایزې ورځپاڼې ته ویلي دي چې په ځانګړي توګه د جنوري مياشتي له نیمایي څخه د فبرورۍ په منځ کې د ټکټونو بُکنګ یا خریدارۍ په برخه کې هم ډیر زیات کمښت لیدل شوی دی.

دغه چارواکي وویل: «تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ په آلمان، سویزرلینډ، اتریش او بیلجیم کې په خپلو داخلي بازارونو کې د مسافرو د کمي احساس کوو، ځکه دغه هیوادونه د وبا له څپې څخه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي.»

سپوهر وویل چې د کرونا وبا له څپې مخکې د ۲۰۱۹م کال په پرتله اوس یوازې ۶۰ سلنه پروازونه ترسره کیږي او د مسافرو شمیر هم نږدې نیمایي ته راټيټ شوی دی.

ډېر پروازونه د پیلوټانو د ناروغه کیدو له امله هم لغوه شوي دي. خو مسئولینو دا نه دي ویلي چې ناروغه شوي پیلوټان د عادي کرونا ویروس یا یي هم پر نوي بڼې د اخته کیدو له امله اغیزمن شوي دي.

د رپوټونو په حواله د امریکا د یونایټیډ او دیلتا هوایي شرکتونو په څیر کمپنیو پيلوټان او نور پرسونل د ناروغه کیدو له امله د خپلو ۹۰ زرو تر ۱۲۰ زرو پورې پروازونو لغوه کولو ته اړ شوي دي.

د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم هوایي شرکتونو د کریسمس په رخصتیو کې د تقاضا د کمیدو له امله اړشوي دي خپل پروازونه راکم کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.