!دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی

1,069

حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره کېدې؛ خو دا چې پاچا په قهر و، چا د خبرو جرأت نه کاوه. بالآخره یوه سپین ږيري چوپتیا ماته کړه. پاچا ته یې وویل: “پاچا سلامت! د سړک پر ځای خپلې پښې پوخ کړئ او چرمي بوټان جوړ کړئ. بیا به په هر سړک/لاره بېغمه مزل کوئ.”

درسونه

حکایتونه هېڅکله عادي کیسې مه ګڼئ. هر حکایت ځانته خپله معنا او خاص درسونه لري. که په حکایتونو کې پر پرتو معناوو پوه شئ، نو پخپل ژوند کې به ډېر پرمختګ وکړئ او پخپل ژوند کې به تل ښې پرېکړې کوئ. ددې حکایت د درسونو لنډيز په دې ډول دی:

  • هېڅکله د غوسې او احساساتو پر مهال پرېکړه مه کوئ. که مو وکړه، شاید د ګټې پر ځای مو تاوان ډېر وي.
  • ستونزې هم ګټه لري. انسان پکې تفکر ته هڅېږي او د ژوند تېرولو نوې لاره زده کوي. نو ستونزو ته د یوه ښه تحلیل کوونکي او زدکوونکي په نظر ګورئ.
  • ژوند هېڅکله یوازې د خپل فکر له زاویې مه تحلیلوئ. ستاسو څخه د ټيټې طبقې د ژوند کړاوونه او سختې هم تصور کړئ، شاید پخپل حالت شکر وباسئ.
  • که هر کار کوئ، له نږدې او باوري ملګرو سره مشوره وکړئ. شاید له ستاسو څخه مو نور ملګري ډېر وپوهېږي او ښې مشورې درکړي.
  • تل اخلاقي جرأت ولرئ. دا کار مو هم پخپله ګټه ده او هم د نورو په خیر.
  • د ستونزو پر مهال یوازې یو اړخ ته په کتو پرېکړه مه کوئ. د ستونزې هر اړخ وسنجوئ. شاید د ستونزې د حل ډېرې اسانې لارې ومومئ.
  • ډېر/سخت کار مه کوئ، بلکې په فکر سره یې وکړئ. پښتانه وايي “هغه غوټه چې په لاس پرانستل کېږي په خولې/غاښونو مه پرانيزه.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.