ځواني د صلاحیتونو او فرصتونو دوېم نوم دی. کوم هېواد، چې د خپلو ځوانانو د ظرفیت څخه مثبته ګټه وانخلي، نو هغه د رکود په طرف ځي او د پردي په حصار کې پریوځي. افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د الماسو په څېر ځوان کدرونه ترلاسه کړي وو، خو د څو میاشتو راپدېخوا درګرده له وطن څخه ووځي. ځینې د بېکارۍ له امله او ځینو ته ددوی په وینا رنګارنګ ګواښونه متوجې دي. ځوانان د ټولنې ښه معمار هم کېدی شي او مسمار هم. دا د یو ځوان په لاس کې ده، چې خپله لاره څنګه ځانته ټاکي. ځینو ځانته د ښکلي راتلونکي لپاره لاره موندلې او ځینې ځوانان د مختلفو لاملونو له امله بې ارادې او بې عزمه دي او خپل راتلونکی ترې ورک دی.
د راتلونکي لپاره فکر
د وړو او لویو کارونو پېل د یو فکر او پلان له مخې کېږي. که په ژوند کې ځانته موخه ونه ټاکو نو دغه لوی سفر ( ژوند) به هېڅ مانا ونه لري. پدې ځان پوهول پکار دي، چې ستا خوبونه څه شی دي د ترلاسه کولو لارې یې کومې دي. نژدې موخو او لرې موخو ته فکر وکړه او ذهني طرحه ورته جوړه کړه او پدې ډول د ژوند یون ته دوام ورکړه.
ژوند کې موخه ټاکل
که ژوند کې مقصد او هدف ونه لرو، نو یو بوج او بار به وي. بې مقصده ژوند کې د انسان خیلات پاشل کېږي، د فیصلو صلاحیت له منځه ځي په عملي ډول سره د سستۍ او لټۍ ښکار کېږي. علم، عمل او معاملاتو سره اړیکه له لاسه ورکوي. داسې ژوند انسان د نابودۍ کندو ته غورځوي. فلهدا، د ښه ژوند لپاره موخه لرل خورا اړین دي. په ژوند کې موخه ټاکلو سره انسان د کږو لارو له غوراوۍ څخه ژغورل کېږي. د یو خاص مقام او هدف ترلاسه کولو لپاره باید ډېره هڅه وکړو. منزل ته هغه خلک رسېږي، چې په مثبت فکر او غېرمتزلزل شکل سره په خپل هدف نظر ساتي. په ژوند کې، چې هر څه غواړې ترلاسه یې کړې له ټولو وړاندې ورته پلان جوړول ضروري دي. که غواړې، چې ځان په روڼ سبا کې ووینې، نو په هدف دې نظر ساته او له تورتمونو څخه د وتلو لپاره کړنلاره جوړه کړه.
د پلان او طرحې شتون
دا حقیقت دی، چې څوک د خپل کار لپاره پلان او طرحه ونه لري، نو ناکامي د هغه لپاره ښه طرحه او پلان لري. پلان او د کار لپاره لایحه لرل په بریالیتوب کې مهم رول لري. کله، چې د ژوند لپاره موخه او پلان ولرې، او د پلان مطابق قدم په قدم ځې نو بریا به ستا انتظار کوي.
د رول ماډل درلودل
هغه خلک، چې له چا متاثره نه وي، پرمختګ نه شي کولی. ویل کېږي، چې علامه اقبال، له مولانا رومي متاثره وو او هغه یې خپل پیر ګاڼه. دا وضح خبره ده، چې ته د راشد ارمان غوندې نه شې کېدی خو که ده هغه نقش او قدم تعقیب کړې او ځانته هغه الګو وګرځوې شاید له هغه لاډېرې لاسته راوړنې ولرې. رول ماډل داسې دي، چې تاسې غواړۍ د هغه په څېر شۍ. ځوانان باید ځانته په ژوند کې یو رول ماډل وټاکي. په هغه لاروچارو فکر وکړئ، چې تاسې یې خپل کړئ او پرې وستایل شئ. د بریا ترلاسه کول تل اسانه نه وي، خو که ته د بل په نقش او قدم ولاړ شې دا به اسانه وي. د یو داسې شخص په اړه فکر وکړه، چې ته ترې د زیاتو صلاحیتونو په درلودلو سره متاثره شوی یې. د هغه ځینې لاسته راوړنې ماډل وګرځوه. وګوره، چې هغه څه قسم ستونزو ته غاړیوتی وو او څرنګه عزم یې لرلو. که غواړې یو څوک ځانته رول ماډل وګرځوې، نو د ژوند هر اړخ یې مطالعه کړه او د خپل ژوند تعمیر ترې پېل کړه.
په صلاحیتونو کې زیاتوالی
ځوانۍ کې انسان ته ډېر فرصتونه په لاس ورځي او دا بیا انسان پورې اړه لري، چې ترې څه ډول ګټه اخلي. د اوسني عصر تر ټولو غوره فرصت او ستر نعمت (انټرنټ)، چې تقریباً د ژوند ټولې چارې همدې پورې تړلې دي او زموږ په لاس کې دی، چې څرنګه ترې استفاده کوو، خو له بده مرغه نن سبا ځوانانو کې د ټکنالوجۍ کارول داسې دی، چې مثبت اړخ یې کم منفي اړخ یې زیات دی. دوی اکثره په غېر ضروري او بې ګټې شیانو خپلې اِمبیانې مصرفوي. د انټرنټ غلطه کارونه د هغه ذهني او فکري وړتیا ته شدیده صدمه رسوي. تخلیقي او تحقیقي وړتیا یې د اندېښنې وړ ته راټیټوي. نو پکارده، چې د انټرنټ څخه مثبته ګټه واخستل شي. نټ ته د یو نوي فن او هنر په سترګه وکتل شي او خپلې کړنې او پرمختګونه پرې تر نورو ورسوو.
غصه په کابو کې ساتل
ځینې ځوانان دي، چې په نه خبره سمدواره غوصه ښکاره کوي، چې په مقابل کې یې د ورته برخورد سره مخ کېږي. په اور، اور نه سړېږي، ددې لپاره، چې یو جانب په غوصه وي بل باید زغم څخه کار واخلي. که غوصه درشي اوبه وڅکه یا له لږې شېبې لپاره له هغه ځایه ولاړ شه او په غوصې د ځان کابو کولو کوښښ وکړه. پر نورو خلکو تورونه مه لږوه. خپلې غلطیانې ومنه، که نور خلک تورنوې، نو تاسې خپلو منفي احساساتو کې زیاتوالی راولۍ. کله چې غوصه ختمېږي، نو د ځان سره فقط او فقط پښېماني پرېږدي. فلهذا، کوښښ باید وکړو، چې د صبر او تحمل څخه کار واخلو او په خپل درون کې د برداشت ماده پیاوړې کړو.
لنډه داچې که ځوانان پر سمه لاره قدم واخلي، او د خپلو کمزورو نقطو درک وکړي، نو نه یوازې داچې خپل ځان ته به مو ګټه رسولې وي بلکه پوره ټولنه به مو ژغورلې وي.
Comments are closed.