له ښوونکو څو پوښتنې او له چارواکو څو غوښتنې 

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

745
تعلیم د هرې ټولنې د پرمختګ ذریعه ده. پر همدې د ټولنې فکري او شعوري بېدارۍ انحصار کېدی شي. د تعلیم څخه موخه د یو فرد ذهني، جسمي او اخلاقي تربیت جوړول دي. د زده کړو کیفیت او څرنګوالی زموږ په خپل لاس کې دی، جوړولی یې هم شو او ورانولی یې هم. ښه تدریس د یوې ټولنې د ښه راتلونکي تضمین درکوي. د یوې ټولنې ښېرازي او نېکبختي د ښوونکي په هغه ستړیا او خولو کې نغښتې ده، چې په ټولګي کې په تدریس کې یې ګالي.
له کلنه چې زه د ښوونکي په مقدسه دنده ګمارل شوی یم تل مې ځینې پوښتنې ذهن کې څرخي، تر ننه پورې ددې سوال د ځواب په لټه کې یم، چې زموږ د زده کړو فلسفه ولې ورځ تر بلې د رکود په حالت کې ده، اخر ولې علت یې څه دی؟ د دومره عالي موسسو او پوهنتونونو سره سره زموږ د زده کړو حالت ولې نه ښه کېږي؟ ولې مو په ټولنه کې د سواد کچه کمه ده؟
غواړم ددې پوښتنو ځوابونه له تاسې ښاغلو واخلم، ترڅو یې د سمون لپاره یو غوره تجویز په لاس راشي. ما د خپل فکر مطابق ځینې سپارښتنې کړي، چې په اخره برخه کې یې لوستلی شئ. ستاسې( ښوونکو) مسلک او تجروبو ته په کتو له تاسې یې د حل ډېره توقع کېږي.
ـ آیا زموږ د زده کړو موجوده نظام د کوم خاص تصور تابع دی؟ که نه دی، نو باید موږ بل کوم تصور لرلی شو؟
ـ که ستونزه په نصاب کې وي، نو موجوده ښوونیز نصاب کې کوم او څنګه تغیر راوستل پکار دی؟
ـ آیا مسلکي ښوونکي نه لرو؟ که لرو یې نو ولې په خلاص زړه تدریس نه کوي؟
ـ د زده کړو په مرکزونو کې د نظم او ضبط پر ټولیز وضعیت کې د کوم بدلون اړتیا لیدل کېږي؟
ـ آیا  کوم زده کړیېز اصل ټاکلی شو؟ د کوم مضمون لپاره خاکه لیکلی او وړاندې کولی شو؟ یا د کوم ټول شموله نصاب تشکل جوړوی شو؟
ـ زده کوونکو کې د اخلاقي بېلارېو او د کلتوري بې باکېو مخنوی کولی شو؟
ـ د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ د زده کړیېز پرمختګ د باور فضا څنګه جوړوی شو؟
زه د تعلیم معیاري کولو لپاره یو څو وړاندېزونه لرم زما په آند که یې اړوند چارواکي عملي کړي شاید د تعلیم کچه کې بهتري راشي.
– د زده کړو دروازې باید ټولو پرمخ یوشان خلاصې وي.
ـ د ټولنې وروسته پاتې ساحو ته د زده کړو یوشان رسول ټولو ته یو شان د صلاحیتونو غوړولو موقع برابرول.
– ټول هېواد کې واحد تعلیمي نظام رواجول، او د وړیا زده کړو ارزښتونه روښانه کول.
ـ په ښوونځېو او پوهنځېو کې د تجروبو او عملي زده کړو منظمول.
– په زده کړیېز نظام کې د نظم او ضبط لازمي کول.
– د ښوونکي کړنو ته ارزښت ورکول، د هغې ایثار او قربانیانې، اخلاص او تعلیمې هلې ځلې له سترګو نه غورځول.
ـ داچې ښوونیز نصاب کتابونه وړیا دي، نو د هغوی په ښه ساتلو کې لازمې لارښوونې کول. او د کورسونو کتابونه تر ممکنه بریده ارزانه کول.
– ازموینې په خپل وخت اخستل او د سختو نګراني تدابیرو سره یې مخته وړل، او همداشان د نقل او واسطې پدیده له منځه وړل.
– فني او حرفوي زده کړو ته د ضرورت مطابق وسعت ورکول، اړوند تعلیمي چوکاټ او ښوونیز نصاب یې د وخت غوښتنو مطابق تغیرول.
ـ د ښوونکو د مسلکي پراختیا لپاره برنامه سازي.
ـ ښوونې او روزنې اړوند یو مخصوص تلویزوني چېنل جوړول، ترڅو ۲۴ ساعته ښوونیز نشریات ولري.
ـ د ښوونکو روزنې لپاره دوامداره او جامع پروګرام پرابرول.
– داچې د ساېنس او ټکنالوژۍ دور دی، نو ددې لپاره د مواصلاتو او د نشریو ذرایع ته توجو کول، ځکه نړۍ سره د علومو په برخه کې تماس ساتلو سره علم پرمختګ کوي.
ـ دا د حکومت دنده ده، چې تعلیم ته زیاته توجو وکړي، په بودجه کې ورته زیاتوالی په نظر کې ولري او د استعمال یې دقیقه څارنه وکړي.
– زده کوونکي وهڅوي تر څو د ښوونځي پر کتابونو اکتفا ونه کړي بلکه د خپلو مالوماتو د زیاتولو لپاره مختلف کتابونه مطالعه کړي. نو ددې لپاره اړوند ادارې باید په خپلو ساحو کې کتابخانې عام کړي. ترڅو زده کوونکي ترې په آسانۍ استفاده وکړی شي. زده کوونکي د یو هېواد راتلونکې سرمایه ده، چې د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري. د تعلیم هدف مازې د پوهنتون او ښوونځېو سندونه ترلاسه کول نه دي بلکه هدف یې انسان ته د انساني ژوند مانا ورزده کول او د ترقۍ او پرمختګ لپاره چمتو کول دي.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.