معیاري زده کړې

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

519
د افغانستان په ښوونځیو کې د مروج تعلیمي نظام څخه هاخوا چې بل کوم زده کړییز نظام دی، پر دوه معیارونو ولاړ دی، یو هغه چې دولتي ښوونځیو کې لیدل کېږي او بل هغه چې په خصوصي ښوونځیو کې لیدل کېږي.
په ځینو دولتي ښوونځیو کې نوموړی معیار دومره فرسوده دی، چې هلته نه قابل ښوونکی شته اونه هم ښه زده کړییز چاپېریال، کلونه کلونه یو نصاب د زده کوونکو په لاس کې وي د کتابونو زوړوالی یې دې حد ته رسېدلی وي، چې عبارت یې درست نه لوستل کېږي، د اکثرو کتابونو اول او اخر پاڼې څیرې شوې وي. په زړو روشونو تدریس روان وي، (بلخصوص د اصول صنفي ټولګیو ښوونکي له هغه رهنمود څخه استفاده نه کوي کوم، چې د لمړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې تجویز شوی دی) د تدریس لپاره کوم د مشاهدې وړ سهولتونه نه ترسترګو کېږي. اکثره ټولګي د سرپنا نه شتون له وجې په آزاده فضا کې ایجاد شوي وي. د مکافاتو او مجازاتو اصل د حاضرۍ او ترقي تعلیم پورې مختص شوی وي. نو همدا سبب دی هغه خلک چې لږ وسه هم ولري کوښښ کوي خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته واستوي. له بله پلوه خصوصي ښوونځي هم دوه ډوله نصابونه چلوي، چې یو یې د هېواد واحد ښوونیز نصاب دی او بل هغه یې د کیمبرج سیستم دی. دولتي نصاب یې لکه د دولتي ښوونځیو په څېر دی نو همدا سبب دی، چې والدین لدې نصاب څخه د کیمبرج نصاب ته لومړیتوب ورکوي پدې خاطر چې ګویا ماشوم یې په یو نړېواله ژبه زده کړې کوي.
ابتدایي زده کړې یو له لازمي او بنسټیز تعلیم څخه دي، ددې پېل له وړکتون څخه هم کیدی شي، تر دریېم ټولګي پورې وي. ابتدایه زده کړې د ماشوم شخصیت او شعور لپاره خورا اړیني دي. پدې عمر کې ماشوم ډېر متجسس وي، لهذا د هغه په تجسس کې زیاتوالی راولي. دلته باید ښوونکی د تخلیقي تدریس میتودونه ډېر پکار واچوي او دا هغه وخت کېدی شي چې اړوند ښوونکی په نوي عصري میتودونو سنبال او پیداګوژیکي مطالعه ولري. په نورو هېوادونو کې ابتدایي زده کړو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، ځکه دا د یو ماشوم لپاره اساس جوړوي او دا تهداب، چې یو ځل مضبوط جوړ شو نو ددې نور عمارت بیا ښه پوخ راځي. خو پدې ځای کې د تدریس رویش، اسانتیاوې او آن د ښوونکو ټاکل مهم رول لري. ځکه دلته د ماشومانو په تخلیقي صلاحیتونو کې پرمختګ راځي. نو ددې لپاره اړینه ده، چې د ابتدایه دورې ښوونکي ښه لایقه، مسلکي، باتجربه او د تدریس په نوي میتودونو سنبال وي، ترڅو د ماشومانو فردي توپیرونه وپیژني او د هغوی پوهې او قدرتي صلاحیتونو ته رشد ورکړي.
هر زده کوونکی د خپل راتلونکي لپاره یو هدف ټاکي، او ثانوي زده کړې پدې کې مهم رول لري. والدینو او ښوونکو ته پکار ده، چې په خپلو ماشومانو کې د STEM ( ساینس، ټکنالوژي، انجینرنګ او متماتیک) د زده کولو صلاحیتونه درک کړي. هغوی ته د هغوی د ذوق او صلاحیت مطابق ښوونه او روزنه محیا کړي. څېړنو ثابته کړې، هغه ماشومانو کې، چې د ټولنې د پېژندلو وړتیا یې ښه وي نو د هغوی د STEM زده کړه له نورو ماشومانو بهتره وي. STEM هغه مهارتونه دي کوم، چې له ماشومانو سره په راتلونکي کې د نويو لاسته راوړنو او نظریاتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. دا طریقه زده کوونکي ته خپل راتلونکې لاره ورښایي، چې په تعقیب سره به ترې د خپل علاقې وړ مسلکي او په کار پوه شخص جوړ شي.
پدې عصر کې، چې د ټکنالوجۍ او پرمختګ عصر دی، او هر څوک کوښښ کوي، چې په خپل کار کې له بل څخه مخکې وي. په نن وخت کې (دساینس او ټکنالوجۍ زمانه کې) د مصنوعي زیرکتیا رنګارنګ ماشینونه شته، چې په تخنیکي زده کړو کې ترې کاراخستل کېږي. زده کوونکو ته پکار ده، چې په مسلکي ډول په ژوند کې د کامیابۍ په غرض له روایتي شعبو څخه لرې شي او داسې مسلک زده کړي، چې په راتلونکي کې د وخت غوښتنه وي او د روزګار لپاره ورته ډېر فرصتونه وي. پدې اړه ډېر پوهنتونونه شته، چې د لسانس او ماسټرۍ پروګرامونه مخ ته وړي دغه شان ډېر خصوصي نوموتي پوهنتونونه هم شته، چې په انلاین بڼه ګټور کورسونه داېروي. له دې علاوه ډېری د مبايل آپسونه او سافټ وېرونه هم شته، چې د زده کوونکو د ذهن د رشد او پرمختګ لپاره ګټور دي.
داچې نړۍ په ډېرې چټکۍ سره د پرمختګ پر لور روانه ده. هغه، خلک چې له نننۍ نړۍ سره مزل نه شي کولی ډېر وروسته پاتې کېږي. پدې چټک تګ کې د ساینس او ټکنالوجۍ لوی لاس دی. په ډېرو کورونو کې نن سبا خلک کمپیوټر، مباېل او انټرنټ لري، چې همدا ددې مزل یوه ښه وسیله ده. همداشان د تعلیم په ډګر کې هم چټکتیا پکار ده ترڅو په ګران هېواد کې نه یواځې زده کړې معیاري شي بلکه د سواد په کچه کې هم ښه والی راشي.

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.