د پښتنو د ستر ملي او انقلابي مبارز کاکا جي صنوبر حسین مومند ۵۹ تلین

ډاکټر لطیف یاد

1,548
د پښتنو د ستر ملي او انقلابي مبارز کاکا جي صنوبر حسین مومند ۵۹ تلین
—————————————————————————
نن د جنورۍ د میاشتې دریمه نېټه د هند د نیمې وچې د خپلواکۍ دلارې د ملي او انقلابي مبارز، سیاستوال، او د پښتو ژبې د لیکوا ل او شاعر ارواښاد کاکا جي صنوبر حسین مو مند نهه پنځوسم ۵۹تلین دی.
ارواښاد کاکاجي صنوبر حسین مومند په ۱۸۹۷ زیږدیز کال دپښتونخوا دمرکز پيښور په جنوب کې دکوهاټ روډ برغاړه د کږې واله په کلي کې زیږیدلی و .
ده د بیښور په اسلامیه کالج کې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي او وروسته یې دښوونکی دنده درلودله.
کاکاجي صنوبر حسین په هغه وخت کې ژوند کاوه چې دهند په نیمه وچه کې انګریرانو خپل راج چلاوه او ده دسر په سترګو د هغو ظلمونه لیدل. همدا وجه وه چې ده ته دا فکر او سوچ پیدا شو چې باید دهند دنیمې وچې ولسونه او په تیره بیا پښتانه دانګریزي ښکیلا کګرو دژغ او منګولو نه آزاد دشي او دخلکو براخه پرګنې په یوه داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې دهر ډول ټولنیزو ظلمونو نو او نا انډولیو آزاد ه وی ، نه پکې د انسان له خوا پر بل انسان ظلم وشي نو هم یو انسان دبل انسان له خوا استثمار شي .
کاکاجي صنوبر حسین مومند یو انقلابي شاعر ، لیکوا ل، جرنالیسټ ( ژورنالیسټ ) او یو اورژبی نطاق و. هغه نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په اردو، انګریزۍ او فارسي ژبو هم پوهیده .
کاکاجي په ۱۹۲۶ زیږدیز کال کې په خپل کلې کې يو انجمن یا ټولنه جوړه کړه جې د ( انجمن زمینداران )په نامه سره یادیده . همداراز ده دهند دنامتوانقلابي مبارز نیتاجې بابو سبهاش چندربوس سره نږدې انقلابي اړیکي درلودلې او د هغه دافکاروپه رڼا کې یې د(نو جوان بهارت سبها ) د انقلابی غورځنګ بنسټ کیښود . دغه انجمن د انګریزانو برخلاف په وسله والې مبارزې ټينګار کاوه او دانګریزانو نه یې غوښتل چې دهند دلویې وچې نه لاړشي که نه نو دوی به یې د خپلې وسله والې مبارزې په زور وشړي .
کاکا جي صنوبر حسین د عدم تشدد پر مبارزې باور نه درلود،نوځکه دباچاخان بابا سره یې یوځای مبارزه نه کوله ، هغه دعدم تشدد پر مبارزې باندې باورنه درلود او ویل به یې چې باید انګریزان په زورسره دخپل هیواد ه وشړي .
انګریزانود کاکاجي صنوبر حسین مومند انقلابی مبارزه چې دهغوی پرخلاف یې کوله نه شوه زغملی ، نو همدا وجه وه چې دنوموړي دنیولو فرمان یې صادر کړ ، خو کاکا جی صنوبر حسین دخپلو انقلابي ملګرو سره دپښتنو قبایلي سیمو ته لاړ او په باجوړ کې اوسیده او د پښتنو ترمینځ یې د انګریزانو پرخلاف مبارزه کوله.
ده په قبایلي سیمو کې ۱۸ کلونه تیر کړل او هلته یې په ۱۹۳۰ زیږدیز کال د (سیلاب) او (شعله) په نامه دانګریزانو پر خلاف مجلي خپرولې چې د ده انقلابي افکار به پکې خپریدل .همداراز ده هلته په قبایلي سیمو کې یوه ه پارټۍ جوړه کړې وه جې( تنظیم نوجوانان سرحد) نومید. ده په قبایلي سیمو کې د(اسلم ) په نامه یوه ادبي مجله هم چاپوله
باید زیاته کړم چې کاکاجي صنوبر حسین نه یوازې دا چې دانګریزانو پر خلاف یو ملي مبارز و، بلکې ده په سیاست ، تاریخ ، مذهب او ټولنیزو مسایلو کې هم لیکنې کړي دي .ده سفرنامه هم لیکلې ده او هم یې ښه پښتو شاعري کړې ده .
کاکاجي صنوبر حسین ډیر آثار کښلي دي چې لا چاپ شوی نه دی ، خو ده دعمر خیام درې سوه رباعیات چې په فارسي ژبه وو پښتو ته منظوم کړي دي .
کاکاجي صنوبر حسین مومند د ۱۹۶۳ زیږدیزکال د جنورۍ په دریمه نیټه په خپل کلي کږه واله کې وفات او هماغلته خاوروته سپارل شوی دي ،
د کاکا جي صنوبر حسین مومند او دخپلواکۍ دنورو اتلانو ارواګانې دې ښادې وي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.