روسانو له افغا نستانه د پنجده سیمه په څه ډول ونېوله؟

ډاکټر لطیف یاد

519
روسانو له افغا نستانه دپنجده سیمه په څه ډول ونېوله؟
————————————————
پنجده هغه سیمه ده چې په اصل کې د افغانستان یوه برخه وه او د بادغیس د مرغاب ولسوالۍ ته څیرمه د کشک د سیند په ختیزه څنډه پرته ده چې د مرغاب سیند ورسره یوځای کیږي اواوس دغه سیمه د ترکمنستان دهیواد پورې اړه لري.
د پنجده سیمه د افغانستان په تاریخ کې د سلطان غیاث الدین غوري له زمانې نه ۱۱۷۷زیږدیز /میلادي نه د هرات له توابعونه شمیرله کیدله او د افغانستان پورې تړلې سېمه وه.
په نولسمه عیسوي پیړۍ کې کله چې تزاري روسانو د مرکزي ایشیا برخې لاندې کړې نودغو سیمو ته د روسانو پر مختګ انګریزان چې د هند په نیمه وچه یې واکمني کوله په اندیښنه کې واچول. روسانو مرکزي ایشیا د نورو سیمو د نیولو تر څنګ په ۱۸۸۴ زیږیز/ میلادي کال کې دمرو او سرخس سیمې هم ونیولې او هغه یې په خپلو نیول شوو ځمکو کې ور ګډې کړې. په دغه وخت کې چې روسانو مروه او سرخس ونیول نوافغانانو ته دا ویره پیدا شوه چې ګنې روسان پر هرات برید ونکړي او دغه سیمه هم لاندې نکړي. افغانانو په دغه وخت کې دا ادعا وکړه چې مرو او پنجده د افغانانو د خاورې یوه برخه ده او باید روسان له هغو ځایونو نه ووځي.
هماغه و چې د افغانستان واکمن امیر عبدالرحمان خان د جنرال غوث الدین خان په مشرۍ زرتنه سرتیري د پنجده سیمې ته ورولیږل.
جنرال غوث الدین خان څوک و؟
—————————

جنرال غوث الدین خان
جنرال غو ث الدین خان چې په نایب سالار غوث الدیخان لوګري سره هم مشهوردی د محمد عیسی خان زوی او په قوم زقوم خیل اورمړ او د لوګر ولایت د برکي برک او سیدونکی و. جنرال غوث الدین خان نور درې ورونه هم درلودل چې یو یې ملک سعادت خان نومید چې هغه دلوګر ولایت دبرکی برک ولسوالۍ داورمړود قام مشروا و بل یې عزیزخان و چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې دپنجده حاکم واودریم یې ملک محمد شریف خان نومید.
جنرال غوث الدین خان سربیره پردې چې په پنجده کې دروسانو خلاف وجنګید دامیرعبدالرحمان خان په وخت کې دایران اوافغانستان تر مینځ دسرحدي پولو دټاکلو په ډله کې هم ګومارل شوی و.دی بیا په میمنه ( فاریاب) کې هم حکمران وټاکل شو اوهلته یې ډیرګټور کارونه ترسره کړل چې یو پکې دسرحوض دبند جوړول و.هغه یو مدبر انسان و چې په ۱۹۰۶ زیږدیز/میلادی کال کې وفات شو اوپه مزارشریف کې دحضرت شاه ولایتمآب روضې ته څېرمه خاوروته وسپارل شو.
جنرال غوث الدین خان او د پنجده جګړه:
————————————
روسان چې د پنجده سیمې ته د جنرال غو ث الدین خان په مشرۍ د افغاني سرتیرو له ورتلو نه خبر شول نو یې افغاني پوځونو ته ګواښونه وکړل که چیرې تاسو په (۲۴) ساعتونو کې له دې سیمې بهر نه شوئ موږ به درباندې برید وکړو. افغانانو د روسانو د دغه ګواښونو پروا ونه ساتله. له بلې خوا دانګریزانو پوخیان چې پخپله یې دلته نږدې شتون درلود افغانان هڅول او د افغاني پو ځونو مشر جنرال غوث الدین خان ته یې ډاډ ورکاوه چې روسان د دې جوګه نه دي چې پر دوی برید وکړي او دوی به یې ملاتړکوي، خو بر عکس روسانوله خپلو دریو زرو تنو سرتیرو سره د ۱۸۸۵ زیږدیز/میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۳۰ نېټه پر پنجده برید وکړاو د دوی او د افغاني سرتیرو تر مینځ خونړۍ جګړه وشوه. په دې جګړه کې ډیرشمیر روسي سرتیري ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول او د افغاني لوري نه پکې ۳۰۰ تنه شهیدان او ۸۶ تنه ټپیان شول. روسانو پنجده ونیوله او افغاني پوځونه مات شول . د انګریزانوسرتیري او پوځي افسران هم چې دغې سیمې کې نږدې ول د روسانو له ویرې هرات ته وتښتیدل ان چې د روسانو د برید او ویرې له کبله د دوي په پوځی مرکز کې د ډیرو انګریزي سرتېرو او افسرانو نه بوټان هم پاتې شول. دوی دا کار هم ونکړ چې خپل جګړه ایز وسایل او ټوپک افغانانو ته ورکړي څو پرې د روسانوسره جګړه وکړي. حال دا چې همدغو انګریزانو د امیر عبدالرحمان خان سره دا تړوڼ لاسلیک کړی و چې د بهرنیو تیریو په وړاندې به د افغانستان ملاتړ کوي چې دوی د روسانو د دې بربنډه تیري په وړاندې د افغاني پوځونو هیڅ ډول ملاتړ هم ونکړ. په دې توګه افغانستان د پنجده او د دغې سیمې نورې برخې لکه آق تپه، چمن بیداو د سلیم چینه سیمې له لاسه ورکړې.
د دې مقالې په لاندیني برخه کې د جنرال غوث الدین خان انځور لیدلی شئ !
——————————–
ماخذونه:
1- طبقات نا صري، دمنهاج السراج
2- افغانستان درمسیر تاریخ
3- wikifeqh
۴- د پنجده په اړه زما ( لطیف یاد) شخصي یادداشتونه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.