دلرغوني هند منظومه ډرامه شکنتلا

لطیف یاد

349

دلرغوني هند منظومه ډرامه شکنتلا- Shakuntala

شکنتلا دلرغوني هند یوه مشهوره منظومه لرغونې ډرامه ده چې په اصل کې په سنسکریت ژبې لېکلې شوې ده اوددغې ډرامې لېکوال د لرغوني هند مشهور شاعر او ډرامه لیکونکی (کالې داس) دی چې لویدیزوال یې دهندوستان شکسپیر بولي.دغه منظومه دنړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوې ده .
شکنتلا په اصل کې دیوه هندي رشي (روحاني) لور ده چې دهند په یوه شنه او سمسور ځنګل کې پخپل مندېر یا عبادتځی کې په مراقبه او ریاضت بوخت و او د دتقوا خاوند و چې نوروروحانیونواو پنډتا نو ورسره رخه اوکینه کوله او ددې لپاره چې دی دعبادت نه راو ګرځوي ، بېلارې یې کړي او ویې غولوي ، نو هغه یې مینې ته وهڅاوه او هغه هم پریوې داسې ښاپیرۍ مین شوچې میناکا نومېدله چې ددې مینې په پایله کې خدای ورته یوه ښکلې او ښایسته لور ورکړه .
روحاني خپله دغه لور په ځنګله کې پرېښودله اوترې ولاړ. ،دځنګله مارغانودیوڅه مودې لپاره ددغه کوچنۍ نجلۍ ساتنه او پالنه وکړه ، خو یوه ورځ یو سنیاسي (فقیر او زاهد) چې( کنوا ) نومېد په ځنګله کې وموندله، هغه یې پر لورتوب ونېوله اوپرهغې يې دشکنتلا نوم کېښود یعنې هغه نجلۍ چې دمرغانو لخوا پالل شوې ده. په بل روایت دشکنتلا معنا مینه کونکې ده .
کنوا چې دهرېدوار دسیمې دیوه دیوه کوچني سیند (ما لیني) پر څنډه په یوه کوچني عبادتځي کې اوسېده له ځانه سره خپل عبادتځي او خانقاه ته بوتله او هلته یې دهغې روزنه او پالنه کوله.
شکنتلا ورځ په ورځ لوئېدله څو یوه ښکلې اوښایسته پېغله ترې جوړه شوه .
یوه ورځ دهندوستان دپاچا پورو زوی دوشیانت چې اوس دهند پاچا یاراجا ودخپلو لښکرو سره دښکار لپاره ځنګله ته لاړ،به دغه وخت کې دده له مخې هوسۍ تېره شوه .راجا غوښتل چې هوسۍ په غشي سره په نښه کړي او ویې ولي ،خو دې ځنګله ته نږدې سنیاسیانو(زاهدانو) راجا له دې کاره منعه کړ او ورته یې وویل چې دازموږ دعبادتځي دشاوخوا هوسۍ دي اودلته ګرځي راګرځي او څریږي دا مه وله !راجا د هغو عبادتځي یا مندیر ته ورغی او دنوروسنیاسیانواوزاهدانو له هرکلي سره مخا خ شو.راجا هم دسنیا سیانو خبره ومنله اوخپلو لښکریانو ته یې سپارښتنه وکړه چې ددې عبادتځي شااوخوا هوسۍ به نه ولئ اوسنیاسیانو سره به دمهربانۍ له مخې چلند کوئ .راجا دشیانت دغه عبادتځی ته لاړ او هلته ګرځیده راګرځېده اولېدنه یې ترې کوله چې نا څاپه یې پردریو نجونو سترګې ولګیدلې چې یو بل ته نږدې ولاړې وې اویوه یې چې په دغو درې واړونجونوکې ترټولوښایسته وه دمعبد ګلانوته اوبه ورکولې . داهماغه شکنتلا دکنوا لوروه چې راجا دوشیانت پرې زړه بایلود او دهغې خواته لاړ،بر دغه وخت کې دشاتو مچۍ ددې پرشاوخوا راټولې شوې او غوښتل یې دهغې پرمخ او لاسونو کښینې . شکنتلا چې دا حالت ولېد نو چغې یې پیل کړې او دمرستې غوښتنه یې کوله ، راجا ددې نجونو خواته ورروان شو ، دشکنتلا خورلڼو راجا ته وویل نور زموږ خواته مه رانږدې کیږه ،خوکله یې چې راجا ددوی په وړاندې خپله مهرباني او ښه چلند وښود نونجونوترې پوښتنه وکړه چې دي څوک دی او دڅه لپاره دلته راغلی دی؟ .دپاچازوي وویل. زه دراجا دشیانت له کسانو یم اودلته راغلي یم چې ددې ځای دمعابدو او سینیاسیانواوزاهدانو له حاله ځان خبر کړم او له هغو سره مرسته وکړم.
شکنتلا هم په لومړي دیدن سره پرراجا دشیانت مینه شوه.راجا دشکنتلا داصل او اصلیت په اړوند پوښتنه وکړه .دوی ورته ټوله کېسه تېره کړه .وروسته پاچا خپله ګوتمۍ وروښودله چې د ده نوم پرې لیکل شوی و.شکنتلا او نجونې وډار شوې چې دوی ولې د ر اجا ه سره په بې پروایۍ اوبې ادبۍ سره چلند کړی دی ، خوشهزاده دنجونوپه وړاندې خپله مهرباني وښودله .په دغه وخت کې شکنتلا او نورو خورلڼو یې له شهزاده نه اجازه واخېستله او ستنې شوې اوشهزاده هم بېرته خپل لښکرځای ته ورستون شو ، خو راجا دشیانت دشکنتلا په اړه سوچونه کول او له یاده یې نه وتله. دهغې ورځې په سبا راجا دزاهدانو ( سنیاسیانو) په بلنه عبادتځی ته لاړ ،خو یوه شیبه یې هم شکنتلا له یاده نه وتله.
یوه ورځ ر اجا دځنګله په شګلنه ځمکه کې دخپلې محبوبې شکنتلا دپښو پلونه ولېدل او ترهغو ددغو پلونو پسې روان و او ورته یې کتل څو یوه ښکلي او سمسور ځای ته ورسېد چې دده مینه او محبوبه شکنتلا چې ده زړه پرې بایللی وپریوې لویې ډبرې غمجنه او خپه ناسته وه او دواړه خورلڼې یې ترڅنګ ولاړې وې اودې په کراره کراره دوی ته دخپلې مینې کېسه کوله او دوی ته یې ویل : له کومې ورځې نه مې چې راجا دوشیانت لیدلی دی په زړګي کې مې دمینې لمبې بلې دي ،خونه پوهېږم چې څه وکړم ؟ دشکنتلا ملګرو نجونو ورته وویل : دابه ښه وي چې راجا ته یو لیک واستوې او ورته دخپلې مینې به اړه څه ولیکې .شکنتلا په هماغه وخت کې راجا دوشیا نت ته یو لیک ولېکه .په دغه وخت کې راجا د شیانت چې په هغه ځای کې دونو ترشا پټ ولاړو دغه خبرې اوریدلې او ډیرخوشاله شو او شکنتلا او دده ملګرو نجونو ته يې ځان ورښکاره کړاوویې ویل : شکنتلادده دپاچاهي دربار ګرانبیه مرغلره ده او هغه راته دخپل ځان په شانې ګرانه ده او دهغې ځای زما پاچاهي ماڼۍ ده.
په دغه وخت کې دشکنتلا ملګرې ترې لاړې او شکنتلا او راجا یې دوشیانت یې یوازې پرېښودل .تردې وروسته پنډتانو ددوی نکاح وتړله دواړه یودبل په نامه شول او راجا خپلې محبوبې شکنتلا ته دنامزدۍ ګوتمي ورپه ګوته کړه چې دده نوم پرې لېکل شوی اوحک شوی و..راجادشکنتلا سره یو څو ورځې او شپې دلته تیرې کړې اوبیا دخپل لښکر او پو ځیانو سره خپلې پلازمیینې ته ستون شو ، خو تر خپل تګ دمخه یې شکنتلا ته ډاډ ورکړ چې ډېرزر به خپل کسان ورپسې راو لیږي او شکنتلا به پاچاهي ماڼۍ ته بوځي .ترهغې وروسته چې راجا دشیانت له شکنتلا نه لاړ نوشکنتلا ډیره خپه شوه اودخپل راتلونکي برخلیک په اړه یې سوچونه او انديښنې کولې او دخپل هغه پلار (کنوا) په کورکې اوسېدله.
یوه ورځ دزاهدانو او سنیاسیانو یو پیر ددوی خانقاه او معبد ته راغی او ډیر په غوسه و. شکنتلا چې دخانقاه په یوه کنج کې خپه او غمجنه ناسته وه دېته یې پام نشو چې دغه پیر ددوی خانقاه ته راغلی دی اودې ورته کومه پاملرنه نه ده کړې ، نو پیر شکنتلا ته ښیرې وکړې او ورته یې وویل خدای دې ترهغو د راجا سره مه یوځای کوه څودې دخپلې نامزدۍ نښه ده ته نه وي ورښودلي .شکنتلا ډیر انتظار ویوست خو راجا ددې پوښتنه ونکړه.داسې انګېرنه کېدله چې دشکنتلا په اړه دپیر ښیرې د خدای په دربار کې قبولې شوې وې او داهغه وخت و چې شکنتلا دراجا نه حمل نیولی و.
په پای کې شکنتلا پرېکړه وکړه چې دنورو سنیاسیانو او راهبانو سره به په پلازمیینې ته ځي او ځان به خپل خاوند راجا دشیانت ته رسوي . خو مخه تردې چې هلته لاړه شي دخپلې خانقاه چینې ته لاړه څو پکې ولامبي ، خو پرته له دې چې دېته پته ولګي دنامزدۍ هغه ګوتمۍ چې راجا دشیانت دېته دنامزدۍ په وخت کې ورپه ګوته کړې وه دچینې به اوبو کې ترې لویدلې او ورکه شوې وه .
شکنتلادخپل پلار کنوا سره خدای پاماني وکړه او پلازمیینې ته لاړه او دنورو راهبانو سره د راجا دربار ته ورغله، خو راجا دشیانت هغه ونه پېژندله .راجا دشیانت ورته وویل : زه تا نه پیژنم او نه مې ستا سره هم کله کوژدنه شوې ده .په اصل کې خبره داوه چې د لوی پیر ښیراووخپل اثراواغېزه کړې و ه .
په دې وخت کې دراجا دشیانت نږدې کسانو او درباریانو شکنتلا ته وویل : که ته رښتیا وایې اوراجا ستا خاوند وي نو ستاسره دده کومه نښه شته ؟شکنتلا ورته وویل : دا ګوتمۍ چې مې په ګوته ده او دده نوم پرې لیکل شوي دي داترټولو ستره نښه ده ، خو کله یې چې خپله ګوته ولېدله نو ګوتمۍ پکې نه وه نو ډېره خواشینې شوه ، نو کوښښ یې وکړ چې راجا ته بله نښه وروښيي نو راجا دشیانت ورته وویل : هڅه مه کوه چې ما وغولوې !
راهبانو اوسنیاسیانوچې دا حالت ولید نوشکنتلا یې دپاچا دربارکې یوازې پرې ښودله اودوی ترې خانقاه او خپل عبادت ځایونو ته ستانه شول. شکنتلا چې دوی ته هرڅومره راهبانو او سنیاسیانو ته عذر اوزارۍ وکړې چې ما هم بېرته له ځانه سره بوځئ، خو راهبانو ورته وویل : ته ددې راجا نه حمل لرې دا ناشونې ده چې زموږ سره لاړه شې او هلته زموږ اودخپل پلار (کنوا) دسرټیټۍ لامل وګرځې !
کله چې شکنتلا له هرې خوا نا هیلې شوه نوپه دغه وخت کې یوځلانده نور راښکاره شو شکنتلا یې له ځانه سره آسمان ته پورته او یوه غره ته یې بوتله . دشیانت ددې پيښې په لېدلو اریان شو.
تردې پېښې څه موده وروسته دراجا کسانو په ښار کې یو کب نېوونکی ولید چې یو ه ګوتمۍ خرڅوي چې دراجا دوشیانت نوم پرې لیکل شوی او حک شوی دی .دراجا کسانو کب نیوونکي ونېوه اوسمدلاسه یې دراجا دربار ته راووست .کله چې دکب نیوونکي نه یې وپوښتل چې دا ګوتمي دې له کومه کړې ده . کب نیوونکي په ځواب کې ورته وویل : دا مې دیوه کب ( ما هي )له خيټې ترلاسه کړې ده. راجا چې کله دغه ګوټمۍ ولېدله نو خپله مینه شکنتلا ورپه یاده شوه ، تر هغه وروسته راجا په خپه او غمجن ناست و، ژوند خوند نه ورکاوه او ديره خپګانه یې بڼه او څېره بدله شوې وه او ډنګر او کمزوری شوی و.
یوه ورځ باچا یوه غره ته دتللو اراده وکړه څودشکنتلا په یاد کې دخپل زړه خپل غمونه پکې لیرې کړي چې ناڅاپه یې هلته یوه خانقاه ولېدله او بریوه ماشوم یې سترګې ولګیدلې چې پرته له کومې ویرې او ډاره دزمري دبچي سره لوبې کوي .د راجا دوشیانت په زړه کې ددغه ماشوم سره ځانګړې مینه پیدا شوه ، هغه ته ورنږدې شو او ښکل یې کړ .ماشوم هم دهغه سره مینه پیداشوه .راجا دخا نقاه له خلکو وپوښتل چې ددغه ماشوم مور اوپلار څوک دی؟هغوی ورته په ځواب کې وویل : دا ماشوم بهرت نومیږي اود وحشي ځناورو ایل کوونکي دی دپلار لخوا دپورو په کورنۍ پورې اړه لري، دمور نوم یې شکنتلا او د موردپلارنوم یې (کنوا )دی چې ډېر نیک اوښه انسان دی. په دغه وخت کې دراجا بدن پر ریږدېدو شو اوویې ویل : ددې دمور نوم شکنتلا دی ؟په همدې حالت کې یوه مرغۍ ددوی له مخې الوتله. بهرت وویل : ددې مرغۍ نوم شکنتلا دی اوزما دمور نوم هم ددې مرغۍ نوم دي . په دغه وخت کې هغه بازوبند چې دده دزوی بهرت پر بازو تړلی ووشلید اوپرځمکه ولوید.د خانقا ه راهبانو پاچا ته وویل : که دده دمور او پلار نه پرته دغه بازوبند څوک له ځمکې راپورته کړي نو په خطرناکه زهري مارپه بدل شي . پاجا پوه شو آو خوشاله شو خپل ورکه شوې مېرمن شکنتلا او خپل زو ي بهرت یې پیدا کړي دي .داهماغه بهرت و چې تر خپل پلار وروسته دباچاهۍ برتخت کښیناست اودبهارت(اوسني هند) نوم هم دبهرت له وجې بهارت شو. ځايي خلکودراجا مېرمنه شکنتلا خبره کړهچې راجا راغلی دی ، شکنتلابه منډو منډو ځان راجا ته ورورساوه راغله او دواړه خاوند او میرمن یې سره غاړه غړۍ شول . راجا خپل سر دشکنتلا پښو ته ورټیټ کړ او بخښنه یې ترې وغوښتله .شکنتلا ورته وویل : دازما او ستا ګناه نه ده ، بلکې دا زموږ د برخلیک ګناه وه چې موږ په دغه موده کې غمونه اودردونه وګالل .
راجا شکنتلا ته هغه ګوتمۍ ورښکاره کړه چې کب نيوونکي دکب دخيټې نه ترلاسه کړې وه ،ترهغه وروسته راجا اوشکنتلا هغه لوی پیرته ورغلل او دعا یې ترې وغوښته چې شکنتلا ته یې ښیرې کړې وي .پیر ورته دعا وکړه او ورته یې وویل : تاسو دواړوته دخوشاله ، نېکمرغه او سوکاله ژوند هېله کوم ،تل هڅه وکړئ چې دخلکو رښتیني چوپړ وکړئ اوله بدیو ځانونه وژغورئ او ښو اونېکو کارونو او کړووړوته مخه کړئ !
لکه چې دمخه ورته اشاره وشوه شکنتلا په ډېرو ژبو ژباړل شوی دي لکه انګریزي ، جرمني ، فرانسوي ، ايټالوي ، اردو، فارسي ، روسي او عربي ژبو. خو زه دلته دهغو کسانو نومونه راوړم چې دشکنتلا ډرامه یې نورو ژبو ته ژباړلې ده:
۱-په۱۷۱۳ زیږدیز کال کې دمغولي پاچا فرخ سیر په وخت کې دناز لخوا په فارسی ژبه .
۲-په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې دسر ویلیم جونز لخوا په انګریزي ژبه .
۳-په ۱۷۹۱ زیږدیز کال کې دفورسټر لخوا په جرمني ژبه .
۴-په ۱۸۰۱زیږدیز کال دمرزا کاظم علي جوان لخوا په فارسي ژبه .
۵- په ۱۸۰۳ زیږدیز کال کې دهرډر لخوا په جرمني ژبه .
۶- په ۱۸۳۰ زیږدیز کال دچینر لخوا په فرانسوي ژبه .
۷- په ۱۸۴۲ کال دمستر روهټ لخوا په جرمني ژبه .
۸-په ۱۸۴۹ زیږدیز کال کې دمثنوي فراموش په نامه دغلام محمد لخوا . .
۹-په ۱۸۷۳ زیږدیز کال دجواهر لال لخوا دهند ډاګرې په ښار کې ف
۱۰- دمثنوي رشک ګلزار په نامه دسید محمد علي تقي لخوا .
۱۱- په ۱۸۸۳ زیږدیز کال د(مثنوي غازه عشق )په نامه دکنور عنایت سینګ لخوا .
۱۲-په ۱۸۸۷ زیږدیز کال کې دحافظ محمد عبدالله لخوا په آګرهکې په فارسي ژبې .
۱۳- په ۱۹۱۰ زیږدیز کال کې دمثنوي نیرنګ سحر په نامه داقبال ورما سحر لخوا په فارسي ژبې دکانپور په زمانه پریس کې چاپ شوی دی.
۱۴-په ۱۹۱۵ زیږدیز کال داکسیر سیالکوټي لخوا په لاهور کې په اردو ژبه چاپ شوی دی.
۱۵- دشکنتلا ناټک په نامه منظومه ژباړه دنوشیروان جي (مهربان آرام ) لخوا .
۱۶-دډاکټر ایندو شیکر لخوا په تهران کې په فارسی ژبه .
۱۷- دشکنتلا ناټک په نامه دنرائن پرشاد بیتاب بنارسي لخوا.
۱۸- دشکنتلا درامه دمحمد ابراهیم محشر انبالوي لخوا په اردو ژبه.
۱۹- په ۱۹۴۳ زیږدیز کال داختر حسین رائي پوري لخوا په اردو ژبه.
۲۰-په ۱۹۵۱زیږدیز کال کې دشکنتلا منظومه ژباړه دمحمد فاروق وحشت بریلوي لخوا په اردو ژبه.
۲۱- په ۱۹۵۱ زیږدیز کال کې دشکنتلا ډرامه دبیګم قدسیه زیدي لخوا په اردو ژبه .
۲۲- دشکنتلا په نامه منظومه ژباړه دجګیشور ناتھ بیتاب لخوا .
۲۳-په ۱۹۶۱ زیږدیز کال کې دساغر نظامي لخوا په اردو ژبه.
باید زیاته کړم چې هندي سینما بالیووډ دشکنتلا په نامه تراوسه ډیر فلمونه او سریالونه هم جوړ کړي دي .
(یاد)
https://www.facebook.com/watch/?extid=CL-UNK-UNK-UNK-AN_GK0T-GK1C&mibextid=2Rb1fB&v=939680690450768

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.