ایا خصوصي پوهنتونونه له سقوط سره مخامخ دي؟

679

خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کي د ځوانانو او دولتي مامورینو او کارکونکو د پاره د تحصیل یوه ښه زمینه وه. خو د رژیم په تغیر سره هغوی خپل اهمیت د لاسه ورکړی او ځیني یې حتی د تړل کیدو د خطر سره مخامخ دي.  

Afghanistan Kabul Universität Geschlechtertrennung  

عبدالمتین د کابل د یوه خصوصي پوهنتون د انجینرۍ د دریم صنف محصل دی. هغه د خپل ورور په مالي ملاتړ، چې د پخواني دولت یو نظامي افسر ؤ، وکولای سول تر دریم صنف پوري خپلو درسو ته ادامه ورکړي. خو د ۲۰۲۱ م کال د اګست پر ۱۵ مه قدرت ته د طالبانو په رسیدو سره هغه نور ونه سوای کولای، خپلو درسو ته ادامه ورکړي.

هغه وايي څنګه چي یې ورور خپله وظیفه د لاسه ورکړې ده، نه یوازي د ده سره کومک نسي کولای، بلکه د خپل فامیل نفقه لا سمه نسي برابرولای. ځکه نو دی نور خپلو درسو ته ادامه نسي ورکولای.

هغه زياتوي: «د خصوصي پوهنتونو اکثریت محصلین د خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دي، ځکه چې اکثریت یې یا پخپله دولتي مامورین وو او یا د فامیل یوه غړي یې کار کاوه. هغوی قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته کارونه او وظایف د لاسه ورکړل. اکثریت دغو محصلینو په سختو کارو باندي شروع وکړه او ځینو یې هم د مهاجرت لار انتخاب کړه.»

د پخواني حکومت تر سقوط وروسته هم د خصوصي پوهنتونو او هم دولتي پوهنتونو وضعیت ښه نه دی. که څه هم خصوصي پوهنتونونه خپلو فعالیتو ته ادامه ورکوي، خو د محصلینو تعداد یې راکم سوي دی او درسونه هم د پخوا په ډول سره جریان نه لري.

راضیې د غزني د جاغوري د ولسوالۍ د خاتم النیین د یوه خصوصي پوهنتون په څانګه کي تحصیل کاوه، خو اوس د تحصیل د ادامې امکان نه لري، ځکه چې په جاغوري کي یې د پوهنتون دغه څانګه تړل سوې ده. دې امیدواري درلوده، چې قابله سي، تر څو په اینده کي د نورو ښځو سره کومک وکړي.

دا وايي: «زه نه سم کولای کابل یا نورو ولایتونو ته د تحصیل د ادامې په خاطر ولاړه سمه. زموږ اقتصاد ضعیفه دی. د اوسیدو د پاره ځای نه لرم او دا راته ډیره سخته ده.»

د غزني د دغه خصوصي پوهنتون مسؤل، حسین حبیبي وايي چي د ځینو مشکلاتو او محصلینو د کمیدو په دلیل مو تصمیم ونیوی، په جاغوري کي د خاتم النیین د خصوصي پوهنتون دغه څانګه وتړو.»

Afghanistan Studenten Symbolbildواک ته د طالبانو تر رسيدو مخکې په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونه د ودې په حال کې ول

د طالبانو د خوا د خصوصي پوهنتونو د پاره وضع سوي محدودیتونو د هغوی فعالیت سخت کړی دی. د دغو مقرراتو پر اساس باید نجوني او هلکان په جلا جلا صنفو کي درسونه ووايي. دا نو په دې معنی هم ده، چې دغه پوهنتونونه باید خپل پرسونل دوه چنده یا حداقل ډیر کړي، ځکه چه ډیرو استادانو ته ضرورت دی، تر څو په جلا جلا صنفو کي درس ورکړي. خو داسي معلومیږي، چي ټول خصوصي پوهنتونونه د استادانو او صنفو د ډیریدو مالي امکانات نه لري.

د یوه خصوصي پوهنتون مسؤل، چه نه یې غوښتل په دغه رپوت کي یې نو ذکر سي وویل، چه قدرت ته د طالبانو تر رسیدو دمخه خصوصي پوهنتونونه ډیر ښه چلیدل. خو اوس هغوی تقریبأ ۵۰ فیصده خپل محصلین د لاسه ورکړي دي.

ده وویل، چې که د طالبانو تحصیلي پالیسي تغیر ونه کړي، نو امکان لري، ډیر خصوصي پوهنتونونه وتړل سي.

هغه وویل: «یو تعداد محصلین دولتي مامورین تشکیلول، چې اوس هغوی وظایف نه لري او یا د ځینو محصلینو د فامیل غړي دولتي مامورین وه، چې د هغو سره یې مالي کومک کاوه. ځیني محصلین هم په دې دلیل، چې وضع سوي محدودیتونه ورته د منلو وړ نه دي، د تحصیل د ادامې څخه یې لاس اخیستی دی.»

د افغانستان د عالي تحصیلاتو په وزارت کي د ۱۳۰ خصوصي پوهنتونو نومونه درج دي، خو تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي په کوم تعداد سره یې فعالیت ته ادامه ورکوي.

د تحصیل پریښول

د خصوصي پوهنتون استاد، محمد اصف غفوري چې اوس د تحصیل په خاطر خارج ته تللی دی، وايي چې د اقتصادي مشکلاتو تر څنګ ډیرو محصلینو د تحصیل او ایندې په خاطر اعتماد د لاسه ورکړی دی او په دې دلیل یې تحصیل پرې ایښی دی.

د هغه په خبره په ټولو مؤسساتو او ارګانو کي ملایان او مولویان مقرر سوي دي او د مسلکي کسانو، لکه انجینرانو، ډاکترانو، خبریالانو او نورو د پاره ځای نه دی پاته.

ویل کیږي چې د دولتي پوهنتونو وضعیت هم تر خصوصي پوهنتونو چنداني ښه نه دی. فعلأ د دغو پوهنتونو اکثریت محصلین او استادان منتظر دي، چې د نجونو د تحصیل د ادامې په خاطر طالبان څه ډول قواعد وضع کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.