طالبان د بهرنیو مرستو په ویش کې لا ډېر نقش غواړي

544

طالبانو د خپلو چارواکو او بهرنیو هیوادونو د استازو په ګډون د یوې داسې ګډې کاري ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ څو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بهرنیو مرستو په ویش کې همغږي رامنځته شي.

 

د چهارشنبې په ورځ ‌(۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۱۲مه) د افغانستان نویو حاکمانو چې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې یې د افغانستان د حکومت کنترول په لاس کې واخیست، ‌اوس د یوې داسې همغږې کوونکې ادارې د جوړولو وړاندیز کړی، ترڅو پرمټ یې له افغانستان سره مرسته کیدونکو مرستو کې همغږي رامنځته شي.‌

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې ملګري ملتونه او نور بهرني هیوادونه به د دغه وړاندیز ملاتړ وکړي او که نه، ځکه چې په دې توګه به طالبان د بهرنیو هیوادونو له لوري مرسته کیدونکو مالي او غیر مالي سرچینو ته لاس رسی پیدا کړي. نړیوالې ټولنې د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو وروسته د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیادره ډالر مالي‌ پانګې کنګل کړي او د طالبانو ډېر چارواکي لا هم د بندیزونو په ليست کې شامل دي.‌

د تیر میلادي کال په ترڅ کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، ‌نړیوالې ټولنې او ډېرو نادولتي سازمانانو له افغانستان سره خپلې مرستې قطع کړې چې له کبله یې د افغانستان له وړاندي نه خراب اقتصاد د سقوې په درشل کې دی. په دغه جګړه ځپلي او وچکالۍ ځپلي هیواد کې اوس د لومړنیو خوراکي توکو بیې ډيري لوړې شوي او د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو سازمانونو د شدیدې لوږې خبرداری ورکړی دی.‌

BdTD l Afghanistan Ramadan - Burka-bekleidete Frauen empfangen Hilfsgüter

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، نړیوالې ټولنې پر افغانستان باندې سخت بندیزونه وضع کړل چې له کبله یې افغانستان ته د خوراکي توکو او دارو درملو انتقال هم له پراخو ستونزو سره مخامخ شو خو څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان باندې وضع شوي بندیزونه لږ څه نرم کړل چې په پایله کې یې افغانستان ته د نغدو پیسو پر انتقال سربیره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د انتقال په برخه کې هم سهولتونه رامنځته شوي دي.‌

د همدې تیرې سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره په ۲۰۲۲م کال د ۴،۴ میلیارده ډالرو بشري مرستو غوښتنه وکړه او د امریکا متحده ایالاتو بیا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ.‌

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، په کابل کې په یوه خبري غونډه کې چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازي رمیز الکباروف هم حضور درلود د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په هکله وویل: »د دې کمېټې هدف په لوړه سطحه همغږي ده ترڅو اړمنو کسانو ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په ویش کې مرسته وشي او د مرستو په برخه کې همغږي وشي.» د حنفي په خبره، موږ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دوی باید د مرستندویه هدفونو له پاره له حکومتي ظرفیتونو ګټه واخیستل شي.

د افغانستان د مالیې وزارت یوه ویاند وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د یادې ګډې کمېټې د جوړولو پر سر له ملګرو ملتونو سره یو ځل بیا بحث او خبرې وشي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمیز الکباروف د رویترز خبري آژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو ادارې له وړاندې نه له طالبانو سره د مرستو د ویش په هکله خپل شرایط شریک کړي دي.‌ د دوی تر ټولو مهم شرط د افغانستان ټولو سیمو او همدا راز د ښځینه کارمندانو کار ته لاس رسی ښوول شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.