د بامیان لرغوني سمڅې، اوس پر نشه د روږدو کسانو پر هستوګنځي اوښتي

510

د ژمي په دې سړه هوا کې د بامیان پر نشه روږدې کسان د سرپناه د نه لرلو له امله ددغه ولایت په لرغونو سمڅو کې په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. فرهنګي فعالان وايي، په سمڅو کې د هغوی شتون دغه تاریخي سیمي له جدي ګواښ سره مخ کړي.

Afghanistan Bamiyan | Gesprengte Buddha-Statuen 

د بامیان د بودا په شاوخوا کې لرغوني سمڅې او نورې تاریخي سیمې ددغه ولایت فرهنګي او لرغوني آثار دي، خو په ژمي کې دغه فرهنګي په زړه پورې سیمي پر نشه د روږدو کسانو په پناه ځای اوښتي.

د بامیان فرهنګي فعالان اندېښمن دي چې په تاریخي سمڅو کې پر نشه د روږدو کسانو شتون ددغو سمڅو د ویجاړېدو سبب ګرځي او دغه کسان باید یو بل ځای ته ولېږدول شي.

د بامیان فرهنګي فعال محمد حلیم شهيداني دویچه ویله ته وویل، پر نشه روږدي کسان په ژمي کې سرپناه نه لري، نو ځکه اړ شوي چې تاریخي سمڅو ته پناه یوسي او ښايي یو شمېر یې د سختي سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړي.

شهېداني زیاته کړه: «په لرغونو سمڅو کې د معتادینو شتون یوه جدي اندېښنه ده، هغوی د تاریخي آثارو په وضعیت او اهمیت نه پوهیږي، د ځان تاودلو لپاره تاریخي آبداتو ته د اور اچولو او دغه راز کېندلو له امله دغو تاریخي آثارو ته زیان اړوي.»

د څېړنو له مخې، د بودا مجسمو په شاوخوا کې د بودا له دورې نېږدې ۱۲ زره سمڅې پاتې دي، چې د ځینو پر دېوالونو تاریخې لیکنو یې فرهنګي اهمیت لاپسې ډېر کړی.

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي په بامیان کې پر نشه د روږدو کسانو کره شمېرې نه لري، خو خلک شکایت کوي چې ددغه ډول کسانو شمېر ډېر شوی.

دغه راز، پر نشه د روږدو کسانو په لاس، د غلاوو او د خلکو د زورولو شکایتونه هم شته.

د بامیان ولایت د طالبانو د اطلاعات و فرهنګ رییس صبغت الله محمدي، د بامیان په لرغونو سمڅو کې پر نشته د روږدو کسانو د ژوند کولو ادعا رد کړه، خو دا یې ومنله چې یو شمېر معتادین د آلماس، غلغلې ښار او فولادي دروازې په سمڅو کې ژوند کوي.

د کرونا وبا، په افغانستان کې بې وزلي او د معتادینو زیاتیدل

دغه طالب چارواکی وايي: «پر نشه روږدي کسان ډېر دي، مونږ ددغو کسانو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو، کېندنې کوي، غلاوې کوي، خلک ځوروي او کله چې د غلغلې ښار ته ځو نو ددغه ښار په سمڅو کې معتادین شته.»

د ۲۰۱۵ میلادي کال د یوه اټکل له مخې، په بامیان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ زره کسان پر نشه روږدي دي، خو په دغه ولایت کې د معتادینو کره او وروستۍ شمېرې نشته.

په ژمي کې پر نشه د روږدو کسانو سخت ژوند

بامیان د افغانستان سوړ او غرنی ولایت دی، چې د ژمي سړې هوا ددغه ولایت د بې وزلو او بې سرپناه خلکو ژوند لاپسې سخت کړی.

پر نشه روږدي کسان په اوړي کې معمولا په ازاده فضا کې ژوند کوي، خو په ژمي کې په یوې تاودي سرپناه پسې ګرځي.

د بامیان د بشري حقونو کمېسیون د ځايي دفتر پخواني مسؤل عزیز رحماني وايي، وزګارتیا او د کار نشتوالي هم پر نشې د روږدو کسانو شمېر ډېر کړی.

رحماني وویل: «په بامیان کې د هوا درجه منفي شل ده، سړه هوا، د امکاناتو لکه خوړو او پوښاک نشتوالی د معتادینو او د هغوی د کورنیو ژوند ګواښي او د هغوی د مړه کېدو امکان زیات دی.»

تېره اونۍ پر نشه د یوه روږدي کس مړی د یکاولنګ ولسوالۍ له یوې سمڅې وموندل شو.

تردې وړاندې د بامیان د ورس ولسوالۍ په مرکز کې پر نشه د روږدو کسانو د درمنلې یو شل بستریز روغتون فعال ؤ،  خو ویل کیږي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته  ددغه روغتون چارې هم په ټپه درېدلي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.