سوکرات او ځان پېژندنه

سید اصغر هاشمي

967

سوکرات د نورو زده کوونکو په څېر په ځوانۍ کې زده کړه او تربیه تر لاسه کړه. د یونان او نورو هیوادونو د ځوانانو لپاره یې د ښوونې او روزنې وړاندیزونه کول. ده د (دلف) په لویه دروازه لیکلي وو، چې (ځان وپېژنه.)
ځکه (ځان پېژندنه) د نړۍ پېژندل دي، ځان پېژندنه د ټولنې پېژندنه ده، ځان پېژندنه د ښوونې او روزنې او د حقیقي علم لاسته راوړنې څخه عبارت دی.
سوکرات تل د یوه شي حقیقت ته رسیدل د پلټنې، څېړنې، محاورې، مشاجرې او د سوال او ځواب له لارې لاسته راوستلو. همدا ډول سوکرات ځینې مختلف کلمات لکه فضیلت، عدالت، نیکي او ښایست د فلسفې په حیث د ډېر پراخ مفهوم په ډول کارولي دي، هغه دا مفهومونه او اصطلاحګانې د ډیالوګ له مخې استعمالول، ترڅو خپل حقیقت ځانته معلوم کړي.
د فکر کولو لومړنۍ وسیله ځان پېژندنه ده. عمل او وینا ورسره ښه کېږي او انسان کولای شي، چې د بدو حادثو څخه ځان خلاص کړي او د ښو عملبردار شي.
دیکارت په شکي نظریه کې فکر کوي، چې موجود دی. له همدغې ورځې يې ابتدايي ځان پېژندنه پیلېږي. دا چې زه وایم، چې څوک یم؟ له کومه راغلی یم؟ چیرته ځم؟د ژوند موخه څه ده؟ جنت ته به ځم او که دوزخ ته؟ او داسې نورې پوښتنې د خودشناسۍ پیل دی. په لرغونو مطالعاتو کې چې اودیپ پوهېږي، څوک دی؟ له هماغې ورځې یې ستونزې پیلېږي. د اودیپ جنسـي عقده د فروید نوې رواني فرضیه ده، چې د دې موضوع مخینه د اودیپوس تراژیدۍ ته رسېږي. د خودشناسۍ موضوع هم د اودیپ له تراژیدۍ سره اړیکه لري(د سوفوکلس زوی چې کله پوهېږي خپل پلار یې وژلی او له خپلې مور سره یې واده کړی، نو له هماغه ورځې یې بدبختۍ پیلېږي او وايي (بد مرغي په پوهیدلو کې ده!) هو! کله کله پوهه انسان ته غم جوړوي، نو ځکه یو عالم وايي، چې پوهه د انسان قدر او قیمت نه لوړوي، دښمني پیدا کوي.) هر څه د انسان په وجود کې دننه پېښېږي. د اودیپ کیسه د انسان په وجود او روح کې روانه ده او هره ورځ تکراېږي.
د اودیپ حماسه د ځان پېژندنې لومړنی بحث دی. اودیپ قاتل پسې ګرځي، تر پلټنې وروسته (ځان) مومي او تر ځان پېژندې وروسته یې بد مرغي پیلېږي. د اسطورې پیغام دا دی چې د هرې بدې پایلې لامل باید له ځانه پیل شي. کیدای شي د ستونزې جرړه او سرچینه په (زه) کې وي. دا هماغه (زه) دی چې د فروید په کشفیاتو کې لیدل کېږي او د ايډ په نوم یادېږي.
سوکرات د ډېرو لارښوونو مخکښ دی. د ځان پېژندنې په تړاو یې لومړنۍ خبرې د ستاینې وړ دي. دی به د یونان په کوڅو کې ګرځېده او همدا لارښوونې به یې کولې. دی د ځان پېژندنې یو ماډل و، د اپلاتون په ډیالوګونو او مکالمو کې د سوکرات فضیلت، عدالت، نیکي او داسې نورو مفاهیمو یادونه په دې دلالت کوي، چې دی د ځان پېژندنې په لوړ ځای کې قرار درلود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.