بلوچستان:په پاکستاني پوځیانو برید کې نهه عسکر وژل شوي،دوه ژوبل

607

د تربت ضلعې د ليويز چارواکي وایي د سه شنبې په ماښام وسله والو د تربت ضلعې له مرکز کيچ څخه 46 کلوميټره ليري پرته د سبدان په نامه سېمه کې د پاکستاني پوځ پر پوسته بريد کړی چې نهه پوځیان پکې وژل شوي.

د بلوچستان د کورنيو چارو مشير مير ضيا لانګو ډیوه ته منلې چې “په ياد بريد کې د امنیتي ځواکونو نهه سرتيري وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي”

په پوځي پوسته باندې د شوې حملې په اړه د پوځ مطبوعاتي څانګې آي اېس پي ار تر اوسه څه ویلي نه دي او نه یې د صوباي حکومت د مشاور ضیا لانګو خبره رد کړې خو په پاکستان کې د نیویارک ټایمز خبریال سلمان مسعود په یو ټويټ کې وايي چې د مبینه حملې وخت وشو خو په اړه یې د اقرار او انکار رپوټونه خپرېږي.

سلمان مسعود دا حالت د ‘جګړې د رېښتونې لړې (لوخړې)’ په توګه یادوي.

له مشهورو بهرنيو رسنيو سره کارکوونکي خبريال کيا بلوڅ پر خپل ټويټر ليکلي چې “لومړني راپورټونه ښيي چې په بريد کې 10 تنه عسکر وژل شوي او 4 نور عسکر لادرکه شوي دي.

د کيا بلوڅ پر خبره په پېښه کې مړه شوي 8 سرتيري دپاکستان له پنجاب ايالت سره او دوه د بلوچستان ايالت له لسبيله او نصيراباد سېمو سره تعلق لرونکي دي.

د ځايي خبريالانو په خبره د ياد بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې ” بي ايل ايف” منلې ده،

ياد تنظيم دعوه کړې چې په دې بريد کې يې 17 سرتيري وژلي او د هغوئ وسله يې له ځان سره وړې ده.

د کورنيو چارو مشير ضيا لانګو وي او ای ډیوه سره خبرو کې د اوولس سرتيرو د وژلو دعوه رد کړې اؤ وایي برید کې نهه عسکر وژل شوي اؤ‌ دوه نور ژوبل شوي دي.

هغه وایي “داسې بريدونه کونکي د پاکستان دښمنان او ترهګر دي اؤ ورته به په هر حال کې کلک ځواب ورکولی شي”

د روان کال د جنورۍ پر 21 مه د پنجاب ايالت په سر ښار لاهور کې هم د يوي چاودني په ترڅ کې دري تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان شوي وؤ، د ياد بريد ذمه واري نوې جوړه شوې بلوڅ وسله والي ډلي “بلوڅ نيشنلسټ ارمي” منلي وه.

د ترهګريز بريدونو د حساب نيولو بهرنۍ اداره ” ساوتهـ ايشين ټرريزم پورټل ” شميري ښيې چې د روان کال په اولنۍ مياشت کې په بلوچستان ايالت کې څلور بريدونه شوي چې پکې د 12 امنيتي ځواکونو په ګډون ټول 20 کسان وژل شوي دي.

د شمېرو تر مخه په تربت ضلعه کې د وسله والو لخوا د تېري شپي بريد د شاوخوا اتوؤ مياشتو را پدي خوا پر امنيتي سرتيرو تر ټولو لويې بريد ګڼل کيږي.

د رواني مياشتي پر 11مه بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو “بلوڅ ري پبلکن ارمي (بي ار اې) او يونايټډ بلوڅ ارمي (بي اين اې) په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي وؤ چې فيصله يې کړې چې له دې وروستو به د ” بي ار ای” او “بي اين ای” دواړه ډلي تحليلې وي او د “بي اين اې” يا بلوڅ نيشلسټ ارمي تر نامه لاندې به وسله وال فعاليت کوي.

د کورنيو چارو مشير مير ضيا لانګو وويل چې دې تنظيمونو ته د نومونو نه بلکې د خپل فکر او لارې بدلولو ضرورت دی.

د ضيا لانګو په خبره د هرې مسئلې حل په ناسته او خبرو کې دی اؤ چې کوم خلک پاکستان مني دوئ د هغوی ګېلو او خبرو اورېدلو ته تيار دي۔

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تير کال ويلي وؤ چې له بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو سره مذاکراتو کولو ته تيار دی او ددې موخې لپاره يې د بلوڅ مشر نواب اکبر بګټې لمسی شاه زين بګټي خپل مشير ټاکلی دی خو شنونکي وايي چې د شپږو مياشتو له تيريدو وروسته هم په دي لړ کې پرمختګ نه دی شوی۔

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.