افلاطون، کۀ پوهنتون_ لنډه کیسه

بورجان همراز

1,302

پنځه اتیا (۸۵) کلن سپین ږېری، د زوړ ځنډلي تر څنګ ناست ؤ. لونګۍ یې پۀ ټوټکۍ ایښې وه، دوه دوه تسبیح یې اړولې. شاوخوا یې ګڼ شمېر تنکي ځوانان راټول شوي وو، هر یو د سپین ږېري خبرې پۀ غور اورېدې. ده، د خپلې ځوانۍ کېسه کوله. ځوانانو ته یې کړه: 《 چې پۀ دې پنځه اتیا کالو کې مې، منئ! کۀ خراب ژوند تېر کړی وي، څنګۀ مې چې لۀ خدایۀ غوښتې، الله (ج) راکړې، ډېر شکر ده. او دا دی، تر ننه الله تعالی راباندې ښه وخت تېروي، خو په ژوند مې تسلیت نۀ دی موندلی، ارام صفا او خوښ ژوند مې نه دی کړی. په داسې حال کې، چې د ښې ځوانۍ  تر څنګ مې، ښه اقتصاد هم لاره، او لا یې لرم هم.》 د خبرو پۀ اوږدو کې یې لۀ ځوانانو وپوښتل، پوهیږئ! ولې؟ ټول ځوانان چوپ پاتې شول، یو بل ته یې سترګې واړولې. هغه یوه پرې راغږ کړ: کاکا! دا څنګۀ چل دی چې هم دې ښه ځواني درلوده، او هم ښه شتمن وې؛ خو بیا دې هم له ژؤند خوند نه دی اخېستی؟

هغه یو بل ور غبرګه کړه: نه والا، کاکا علت یې راته ووایه! بــوډا ورته کړه! غــوږ شئ ځوانانو!

هغه بله ورځ له یو آشنا سره وزارت روغتون ته لاړم وم. هلته ډېر ځوانان راغونډ وو، د وزارت روغتون ریئس ته منتظر وو. لۀ یو ځوان مې وپوښتل: څه خبره ده زویه! هغه راته وویل: کاکا دلته د یو بست ( دندې له پاره ) ازموینه اخېستل شوې وه، اوس یې پایلې اعلانېږي. زه هم ور نږدې شوم، لږه شیبه وروسته سپین رنګه کالي اغوستونکی ځوان راغئ، ددوی په وینا، چې ریئس دی. اؤ ځوانان خاموش ودرېدل، ریئس سره پۀ لاس کې سپینه ورقه / کاغذ وو. د نومونو پۀ اخېستلو یې پېل وکړ، په لومړي سر کې یې ورته وویل: 《 چا چې له اتیاوو ۸۰ پورته نمبرې وي، هغه دې پاتي شي، دا نور دې نه منتظر کېږي.》خو د ګوتو په شمېر ځوانان پاتې شول، اؤ هغه ځینې یې ولاړل. پنځه یې وغوښتل پلانی، پلانی، اؤ… له هر یوه یې پوښتنه کوله، تر څوم پورې دې زده کړې کړي دي؟ درېیو یې ځواب ورکړ: تر څوارلسمه. هغه یوه یې وویل: تر (۱۲)دوولسمه! له وروستي یې وپوښتل، هغه ورته وویل: ما پوهنتون ویلی.

بوډا: د پنځو له ډلې مې له یوه پوښتنه وکړه، دا افلاطون څه شی دي؟ ځواب یې راکړ: کاکا! افلاطون نه؛ بلکې پوهنتون، (هغه څوک چې تر شپاړسم (۱۶) یې زده کړې کړي وي.)

له ځانه سره مې ورو وویل: دغه ژوند څه فایده وکړه، وشرمېدم، تر اوسه مې د پوهنتون نوم هم نه وو زده!!!

کاش تعلیم مې درلودای! ریئس پاتې څلورو کسانو ته رخصت ورکړ، پنځم ته مبارکي!

ښــه په لوړ معاش مقرر شو. نو ځوانانو! کۀ تاسې تعلیم وکړئ، د عایدو تر څنګ به مو ژوند ارام او سهولت کې وي، اؤ ښېرازه روښانه راتلونکی به ولرئ. تعلیم وکړئ! تعلیم وکړئ! تعلیم وکړئ!

هغه یو شاعر څه ښه ویلي دي:

زه د علم مرتبې تــــه ډېر حیران یم

څومره حُسن راولي بدرنګ انسان کې

کابل

18/1/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.