بایډن او د قطر امیر به پر افغانستان هم خبرې وکړي

599

د امریکا ولسمشر جو بایدن د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د قطر له امیر، تمیم بن حمد آل ثاني، کوربه دی. د دواړو مشرانو د خبرو په اجندا کې د نړیوالو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان وضعیت ته هم ځای ورکړل شوی دی.

قطر د تیرکال په دوبي کې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د تخلیې پروګرام پر وخت په افغانستان کې د میشتو امريکايي اتباعو او افغانانو په ایستلو کې د مرکزي مرستندویه رول ولوباوه او په منځني ختيځ کې د امریکا د تر ټولو لويې پوځي هوايي اډې کوربه هم دی.

د امریکا متحده ایالاتو وروستیو دریو ادارو هڅه درولوده تر څو په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي چې قطر په دې برخه کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د منځګړي په توګه کلیدي رول درلود.

شنونکي وايي چې که چیرته روسيه پر اروپا باندې د انرژي اکمالات نور هم کم کړي نو قطر د نړۍ د طبيعي مایع ګازو د دوهم ستر صادرونکي هیواد په توګه لیواله دی چې په دې برخه کې هم امریکا سره مرسته وکړي. د چارو شنونکي وايي قطر غواړي له دا ډول فرصتونو څخه په استفادې ځان امریکا ته لا ډير نژدې کړي.

په واشنګټن کې د منځني ختيځ له انستیتوت څخه د انرژۍ اقتصاد پوه سید یاسر الملک وايي: «قطر امریکا سره د لا ښو اړيکو درلودلو په موخه، له افغانستان څخه وروسته موجوده وضعیت ته د یو فرصت په توګه ګوري.»

په پام کې ده چې د قطر امیر به د دوشنبې په ورځ بایدن سره په کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت چې د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته له بشري او اقتصادي بحران سره مخ شوی، هم خبرې وکړي.

 قطر له کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او دوی سره نژدې اړيکي لري. ټاکل شوې چې د سپينې ماڼۍ په ليدنه کې به د دواړو هیوادونو مشران د اوکراین پر کړکيچ، د منځنی ختيځ پر امنیت او د ایران پر اتومي پروګرام هم خبرې وکړي.

قطر د تیر کال په اګست مياشت کې د کابل د تخليې ماموریت پر وخت له افغانستان څخه د زرونو امریکايي اتباعو او افغانان په را ایستلو کې له امریکا سره د یوه کلیدي مرستندویه په توګه ودرید، چې د بایدن ادارې چارواکو له خوا يې ستاینه شوې ده.

 قطر اوس هم افغانستان څخه د هغو افغانانو له پاره چې غواړې له هیواده ووځي خپل پروازنه جاری ساتلي دي او امریکا ته د تلونکو زرونو افغانانو د انتقال او ویزو په برخه کې د یو ترانزيتي مرکز په توګه امریکا سره دریدلی دی. خبرځای زیاتوي چې په کابل کې د قطر سفير د دغو افرادو د لاخونديتوب په خاطر په خپله د هغوی کاروانونه د کابل تر هوايي ډګره رسوي.

د سپينې ماڼۍ په حواله بایدن تیرکال د قطر امیر، آل ثاني، ته په یوه شخصي تیلفوني تماس کې وويل چې د افغانستان د تیرکال تخليې پروګرام ترسره کول «د قطر له وختي مرستو او ملاتړ پرته چې په ورځ کې يې د زرونو کسانو د انتقال له پاره سهولتونه برابر کړل، امکان نه درولود.«

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر، آنتوني بلینکن په سپتمبر کې دوحې ته د خپل سفر پر مهال ویلي ول: «ډيرو هیوادونو له افغانستان څخه د خلکو د رایستلو په برخه کې اقدامات ترسره کړل، خو هیڅ هیواد د قطر په څير ډير کار ونه کړ.«

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنيدو او د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په زرونو افغانان، اروپا، امریکا او کانادا ته ووتل. آلمان د اروپا په سطحه یو له مهمو هیوادونو څخه دی چې په دغه ماموریت کې يې په زرونو افغانان راوښکل. له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د پاتې بهرنیانو او د شرایطو واجد افغانانو د وتلو لړۍ اوس هم ادامه لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.