د کلي کلیواله (مرکه)

مرکیاله: شېبه ګهیځ

2,000

نه ستنېږي نه تم کېږي کلیوالې
زنده ګي لکه کاروان په تیریدو ده

 ښځه په انساني ټولنه او بیا په ځانګړي ډول په ژبه او هنر کې ځان ته ځای، ارزښت او احساسات لري. ښځه د ظریف او لطیف احساس لرونکې ده. له ټولنې څخه تر نارينه‌و زیات اغېزمنېږي او د دې اغېزمنتيا له مخې خپل درد، مینه، غوښتنې، زغم، ښادي، غم، ناخوالي او بیا د ژوند هره هغه برخه، چې د دې د زورېدو یا خوشحالېدو لامل ګرځېدلي وي، د ليک په ژبه ټولنې ته وړاندې کوي. دلته مو هم د نازکخیالې شاعرې آغلې ملالې کلیوالې سره د هغې د ژوند او هنر په باب مرکه کړې.

مرکیاله: شېبه ګهیځ

مرکه کېدونکې: ملاله کلیواله

ملاله کلیواله څوک ده؟
نوم ملاله تخلص کلیواله د میدان وردګ ولایت اوسیدونکې او هستوګنه په کابل کې. د خپلې خوښې سره سم  په ۱۳۹۶ ه. ش کال د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته بریالۍ او یاده پوهنځۍ کې یې لوړې زده کړې کړي.

شېبه: شاعري مو له کومه پیل کړه؟
ملاله: له شعر او شاعرۍ سره مې ژوره لیوالتیا له ماشومتوبه وه کوچنۍ وم چې  شعرونه مې لوستل او د ډیرو شاعرانو شعرونو سره مې اشنایي وه. د شاعرۍ پیل مې د پوهنتون له دورې وشوه او هغه څه چې شاعري ته وهڅولو د لوړو غرو په یوه طبیعي ښېرازه کلي کې د ماشومتوب دوره تیرول او د طبیعت د شنو ونو او ښکلاو سره مینه وه.  دا مهال مې درې کاله د شاعري کېږي غواړم پرمختګ وکړم او ذوق وپالم.

شېبه: وایي شعر الهام دی تاسو څه وایئ؟
ملاله:  دا سمه ده چې شعر الهام دی، جمال دی؛ خو زه هغه وخت شعر لیکلی شم چې ډېره خفه یا خوشحاله وم. د وطن درد احساس مې تل د زړه په سمندر کې په څپو وي؛ د وطن درد مې خپل درد ګڼلی او هر پرهر سره مې زړه پرهر شوی.
چې نه وي ژوند نه وي نفرت او نه انسان وژنه
څه له ژوند خوند کوي زما دې ارمانونو ښار کې

شېبه: د شاعرۍ په اړه مو ووایئ؟
ملاله: ما شعرونه، نظمونه او غزلونه په ساده او روانه ژبه لیکلي، هېڅ داسې پیچلتیا په کې نشته چې څوک دې پرې پوهه نه شي.

شېبه: ښځې خپل حس په شعر کې نه راوړي یا یې هم پټوي تاسو شاعرۍ کې احساس؟
ملاله: نه دا غلطه ده ښځې د نازک احساس خاوندانې دي. که دغه حس په شاعرۍ کې راوړل شي د نړۍ شهکارونه به وي.
په شعرونو کې تر ډیره بریده هڅه کوم چې د نجونو واقعي ژوند په اهنګینه ژبه بیان کړم.

ورته کړم د زړه خبرې
او بې خوده مې سندرې
له سپوږمۍ سره عادت یم
اوس مې درد هاغه درد نه دی
جدایۍ سره عادت یم

شېبه: د ټولګې په هکله که ووایئ څومره ټولګې مو چاپې شوي؟
ملاله: تر اوسه مې ټولګه نده چاپ کړې او نه ورته بېړه لرم ځکه زه وایم داسې یوڅه ولیکم چې خلکو ته په زړه پورې وي؛ خو په متفرق ډول په یو شعري غوړچان(رنګین کاروان) هیله او انګېزه مهالنیو کې چاپ شوي.

شېبه: چا په دې ډګر کې هڅولي یئ او څه لاسته راوړنې مو لرلي دي؟
ملاله: ملګرو، ښوونکو او ټولګیوالو هڅولې یمه نور داسې ځانګړې لاسته راوړنې نه لرم. ناوړو دودو حاکمو رواجونو مې د ډېرو لاسته راوړنو مخه ډب کړې.

شېبه: پرته له شاعري د ادبیاتو کومې برخې سره علاقه لرئ او تاسو خپله څه لیکلي دي؟
ملاله: لنډو کیسو سره علاقه لرم. ۲۰ لنډې کیسې مې لیکلي غواړم دپښتنو نجونو ژوند په کې را ونغاړم.

شېبه: اوسني نظام کې د نجونو ژوند څنګه ارزوئ او ایا پرمختګ ممکن دی؟
ملاله: په تېر نظام کې افغان نجونو ډېر پرمختګونه په بیلا بیلو برخو کې کړي. په اوسني نظام کې هم نجونو ته ډېره اړتیا ده نجونو ته پکار ده چې خپل قلم پر ځمکه کې نه ږدي او مبارزه وکړي. موږ هیلې لا تاندې دي افغانې میرمنې پياوړې دي زه هیلمنه یمه چې پدې نظام کې به هم پرمختګ کوو.

شېبه: ملاله څه هیله لري؟
ملاله: زما یواځينۍ هیله ، په وطن کې  اتحاد د امن په فضا کې ژوند کول دی.

په پاې کې هم د ملالې غزل.

بس دی حالاتو په کرار مې پریږدئ      
زنده ګۍ نوره ستړې شوې یمه
        
له شوره ډک مړوند ته شرنګ ورکوم       
خاموشۍ نوره ستړې شوې یمه
      
پخپل وجود کې مې وجود نغاړمه   
تنهایۍ نوره ستړې شوې یمه 
 
د رواجونو له زندانه وځم     
هتکړۍ نوره ستړې شوې یمه
 
نور مې له سترګو رانجه نه څڅوم
ملالۍ نوره ستړې شوې یمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.