د لوږې سونامي-څوارلسمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

790

پوهندوی آصف بهاند

د لوږې سونامي

څوارلسمه برخه

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

نهه څلوېـښتمه برخه

په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په خاطر نړیوالو تر اوسه په میلیاردونو ډالره مرستې افغانستان ته لېـږلې دي، خو بیا هم د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د لوږې، د ماشومانو او کوچنیانو د خوارځواکۍ ــ مړینې او نور خواشینونکي خبرونه اورېدل کېږي.

تر ټولو وروستۍ مرستې د ترکیې له خوا شوې دي، میډیا د ترکیې هېواد د مرستو په باب داسې رپوټ ورکړی دی:

«دترکیې دسرې میاشتې عمومي رئیس او دسره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون مرستیال کریم کونېک کابل ته دخپل درې ورځني سفر پرمهال پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلی کونېک چې دترکیې دبشري مرستو دنېکۍ رېل ګاډي برابرولو او رسېدو مخکې دافغاني سرې میاشتې او طالبانو ددولتي ادارو دچمتوالي دڅارلو لپاره کابل ته راغلی. نوموړي دشنبې په ورځ (دسلواغې۱۶مه) یې دیوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل: “که نړیواله ټولنه په دې اړه بېړه ونه وکړي نو دا ستونزې به نورو هېوادونو ته هم دکډوالۍ او یا نورو شکلونو په څېر سرایت وکړي.”

ښاغلي کونېک پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له افغان بې وزلو، کونډو، یتیمانو او وزګارو خلکو سره بشري مرستې وکړي. دغه ترکي چارواکي خبر ورکړ چې نږدې ورځو کې به دلس میلیونو ډالرو په لګښت دنېکۍ درېل ګاډي په نوم بشري مرستې افغانستان ته ورسوي. بل خوا دغه ترکي چارواکي افغانانو سره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به هم په بېلابېلو برخو خپلو مرسته ته دوام ورکوي: “دترکیې سره میاشت دغیردولتي موسسې په توګه به افغانستان ته دبشري مرستو، زده کړو، روغتیايي خدماتو، د سرپناه برابرولو او دژمي دسختیو دتېرولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.”

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې مخکې دطالبانو دحکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې دټولو هغو هېوادونو دمرستو هرکلی وکړ چې په دې وروستیو کې یې افغانانو ته رسوي. دا ترکي چارواکی داسې مهال دمرستو اعلان کوي چې دطالبانو ترواکمنېدو وروسته نړیوال بانک او امریکا دافغانستان زېرمې کنګل کړې چې له امله یې دغه هېواد له اقتصادي کړکېچ او لوږې سره مخ شو.»

له دومره مرستو سره ـ سره د عامو خلکو او کوچنیانو د مړینې داسې رپوټونه ورکول کېـږي چې هېڅ د باور وړ نه دي چې د مور پلار په مخ کې دې یو وړوکی کوچنی له لوږې خوارځواکی شي او بیا دې ومري. په همدې نږدې ورځو کې داد پېښه په کابل کې شوې ده، دا یې لنډ رپوټ دی:

«یو سړی په کابل کې ادعا لري چې یو کلن زوی یې د لوږې او بې وزلۍ له امله ومړ. هغه وايي چې د بسندویه خوړو د نشتون له امله دغه ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته او په پای کې ومړ.  

محمد تاجک له خپلې مېرمنې او درېیو اولادونو سره چې په بغلان کې د وروستیو جګړو له امله کابل ته راکډه شوی د دغه ښار په یوې څنډه کې اوسېږي.

بې وزلی محمد تاجک وايي:«کاروبار نشته، د لوږې، بې وزلۍ او نادارۍ له امله مې ماشوم را څخه خوارځواکی شو او ومړ.»

دېرش کلن محمد تاجک په خپل لاسګاډي سره په ورځ کې تر سلو افغانیو کار کوي او د خپل کور د کرایې پيسې یې هم لا نه دي ورکړي.

هغه وايي:«د دغه کور ۱۵۰۰ پیسې کرایه ورکوم، تر ماښامه په کوټه سنګي کې کار کوم له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو کار کوم.»

افغانانو ته د بشري ناورین د مخنیوي په پار د نړیوالو مرستو سره هممهاله، په نړۍ کې نور څه هم روان دي. د خیریه ټولنې اکسفام مسوولین وايي، کورونا وبا د نړۍ شتمن کسان لا ډېر بډایه کړي او بیوزلي یې نور هم د فقر پر لور بیولي دي.

د دې ادارې رپوټ کې ادعا شوې چې د بیوزله هېوادونو لږ عاید هره ورځ د ۲۱ زره کسانو د مړینې له لاملونو یو دی.

د ملگرو ملتونو د اقتصادي او بشري مرستو په لړ کې د دوی سیار کلینیکونه هم هڅه کوي چې له خوارځواکو ماشومانو او کوچنیانو سره مرسته وکړي، خو وروستیو تلفاتو او رپوټونو ته په کتو سره لیدل کېږي چې خبره تر دې حده خرابه ده چې دا هم بسنه نه کوي.

د یونیسف د سروې او راپور له مخې افغانستان په تېرو شپاړسو کلونو کې تر ټولو ډېـر ماشومان او کوچنیان له لاسه ورکړي یا تلف شوي دي. دا ولې؟

دا په دې چې زموږ خلک پرته له دې چې د ماشوم زېږولو ، ساتلو، پاللو او غټولو امکانات ولري، ماشوم زېږوي، چې وېزېږاږه بیا یې د لویولو او ساتلو پوهه او معلوات نه لري او… چې دا په خپله له ماشومانو سره د تاتریخوالي یو ډول دی چې د ژوند په پیل کې ورسره کېږي.

اوس حالت دومره خراب دی چې د افغانانو ترڅنگ له نړیوالو نه هم لار ورکه ده چې د رامنځته شوي ناورین مخه څنگه ونیسي. دا ټوکې دي چې میډیا څو، څو ځلې ویلي دي چې:

«خوارځواکي په ۲۰۲۲ کې څه باندې یو میلیون افغان ماشومان ګواښي»

 خو څوک به یې واوري او څوک به تر دې زیات څه وکولای شي؟

بیخي ډېره موده کېږي چې زموږ ټولنه د هر څه په لرلو، خو ناسم مدیریت لاس گدایي ته غځولی دی او اوس په گډایي او سوال کولو عادت شوي دي. هر څومره چې ورته ورکړل شي، بیا هم بسنه نه کوي. د بي بي سي په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې:

«د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند وايي، تېر کال اوږدو کې یې اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالره راټول کړي دي. ملګري ملتونه په ورته مهال وايي، افغانان له یو سخت ژمي سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه د تېر کال مرستو په هکله یوه اعلامیه کې وايي، ”د تېر ۲۰۲۱ کال اوږدو کې مرستندویانو د دوو غوښتنو ځواب کې یو نیم میلیارد ډالره مرسته وکړه، چې په سپتمبر کې د عمومي منشي ۶۰۶ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنې ځواب کې د ۷۷۶ میلیونه ډالرو ورکړه او دغه راز د بشري مرستو یوې غوښتنې په ځواب کې د ۸۶۹ میلیونو ډالرو مرستې هم پکې شاملې دي. ”»

له دې ټولو هلوځلو سره ـ سره په ماشومانو او کوچنیانو کې خوارځواکي ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده. د ماشومانو او کوچنیانو د خوارځواکۍ په برخه کې د نړیوالو مؤسسو او خیریه بنسټونو او میډیا رپوټوه ټوکې نه دي، بلکې دا یو اولتیماتوم دی. دا لاندې یې د یوه رپوټ یوه برخه ده:

«د ژغورنې نړیوالې کمیټي افغانستان کې د خوارځواکۍ په زیاتېدو اندیښنه ښودلې

 د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آی ار سي) په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر په زیاتوالي‌ اندېښنه ښودلې ده.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په کابل کې خپره شوې، ویلي دي چې په یوه میاشت کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

دغې ادارې ویلي دي‌ چې د تېر ۲۰۲۱ د نومبر او ډسمبر ترمنځ په خوست ولایت کې د خطرناکې خوارځواکۍ کچه ۳۴ ځلې او د هرات په ولایت کې دوه ځلې زیاته شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د چمتوکولو د چارو معین ډاکټر عبدالباري عمرنن په کابل کې یوې غونډې تهوویل اوس مهال په افغانستان کې د پنځوکلنو څخه د ښکته عمر په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو شمیر تر دریومیلیونزیات دی.

ډاکټر عمر وویل:”مونږ فعلآ ۳.۲ میلیونه هغه کوچني ماشومان، چې عمرونه یې د پنځه کلنوڅخه کم دي هغه د خوارځواکۍ یا سوء تغذي سره لاس او ګریوان دي. په دې برخه کې یو مهم علت دادی چې زمونږ په ټولنه کې یو بد رواج دی چې مور خپل ماشوم ته پوره شیدې نه ورکوي.”

آی ارسي ویلي چې د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کیدو له امله په بازار کې د نغدو پېسو کموالی لیدل کیږي او ورسره سوداګر په دې نه دي توانیدلي چې خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړياو کورنۍ هم نشي کولای چې خوراکي توکي ترلاسه کړي.

دغې کمیټې اټکل کړی چې تر راتلونکو شپږ نورو میاشتوپورېبه ۳۸ میلیونه افغانان د لوږې د کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ شي، چې د دغه شمیر نههمیلیونه یې د قحطۍ ورته حالت د ګواښ سره مخ دي.د دغې حالت اکثریت قربانیان د ډېرو په باور ماشومان دي.

آی ار سي ویلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې هم د لسو او ۲۰فیصدو ترمنځ د تیرو پنځه کلنو پرتله لوړې شوې دي. دا کمیټه وايي د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې د غنمو، اوړواو تیلو بیې د همدېکال د جون د میاشتې پرتله پنځوس فیصده لوړې شوې دي.

څه موده مخکې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه چې ښايي په سوء تغذي د اخته افغان ماشومانو شمېر نور هم زیات شي.»

د دې ستونزو د ریښو پلټنه که له هره اړخه او هرې پتې نه وشي، سر یې بېرته خپله افغانانو ته رسېـږي چې یا مو له ناپوهۍ نه ځانته ستونزې زېـږولې دي او یا مو په بېلابېلو بڼـو او بهانو پر هغو غلو اعتبار کړی دی چې د ښه ژوند جوړولو، مذهب، قوم، ژبې او نورو په نامه یې د خپلو جیبونو د ډکولو له پاره خلک وغولول، خپل کار یې وکړ او اوس داسې ځای کې د خیر پر غونډۍ باندې ناست دي چې د عامو خلکو لاس نه ورسېـږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.