پاکستان ته د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر د سفر هدف څه و؟

626

د سعودي د کورنیو چارو وزیر په داسې یو وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو پر وړاندې جګړه کې د باور وړ دفاعي او دیپلوماتیک متحد په لټه کې دی. پاکستان بیا په اقتصادي برخه کې ملاتړ ته ضرورت لري.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان. آرشیف انځور

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر ډاکټر عارف علوي، د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید، لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل. دغو مشرانو د ګډو سیمه ایزو علاقمندیو سربیره پر نړیوالو، اقتصادي او دفاعي موضوعاتو خپل نظرونه تبادله کړل.

د شهزاده عبدالعزیز بن سعود او عمران خان ترمنځ تر خبرو اترو وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې لومړي وزیر د حوثي یاغیانو له خوا پر سعودي عربستان ترسره کیدونکي بریدونه غندلي دي او د دغه هیواد د امنیت، خپلواکۍ او سرحدي امنیت په برخه کې د بشپړې همکارې ژمنه وکړه.

د صدارت ماڼې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې عمران خان په ستونزمن وخت کې له پاکستان سره د مرستې له کبله له سعودي عربستان څخه مننه وکړه. نوموړي د دواړو هیوادونو ترمنځ د پایداره دوستانه اړیکو په برخه کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د همکارۍ ستاینه هم وکړه او په دغه هیواد کې يې په ډیر لوړ شمیر کې د پاکستانیانو د کوربه توب له کبله د سعودي له رهبرۍ څخه مننه کړه.

شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په بلنه دغه هیواد ته ورغلی و.

سعودي عربستان له ۲۰۱۴م کال راهیسې د یمن په جګړه کې ښکیل دی او د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو شعیه حوثي یاغیانو پر وړاندې خپله جګړه کې د پوځي او دیپلوماتیک ملاتړ په لټه کې دی.

په ځانګړي توګه وروسته له دې چې امریکا له سعودي عربستان څخه خپل د پیټریات توغندیو سیستم لیري کړ، دفاعي ملاتړ ته د دغه هیواد ضرورت لا زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د سعودي عربستان او ایران ترمنځ شخړې کې بی طرفه پاتې شوی دی. خو یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې په ظاهره کې له ایران څخه فعاله بلوچ یاغیانو له خوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستونو تر وروستیو بریدونو وروسته، د اسلام آباد په دریځ کې بدلون رامنځته کیدلی شي.

د بندیانو انتقال

د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر موضوع هم خبرې شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د دواړه هیوادونو ترمنځ د مجرمینو د انتقالولو تړون په چوکاټ کې به په سعودي عربستان کې د پاکستاني بندیانو یو لوی شمیر بیرته پاکستان ته واستول شي. شیخ رشید وویل چې ټول هغه پاکستاني بندیان به بیرته هیواد ته راوستل شي چې د سعودي عربستان په زندانونو د کوچنیو جرمونو د جریمې د نه ادا کولو په دلیل بندیان دي.

د افغانستان په اړه ګډې انديښنې

پاکستان او سعودي عربستان د افغانستان په هکله هم خپلې اندیښنې شریکې کړې. د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر تر ملاقات وروسته خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو هیوادونو د افغانستان په اړه خپلې ګډې انديښنې شریکې کړي دي.

ډاکټر علوي په دې ترڅ کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د مصیبت په دې شیبه کې دې له افغانانو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم پر دفاعي موضوعاتو تفصیلي خبرې اترې کړي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.