هغه سړی چې ملایکې حیا ورڅخه کوي

قاري بشیر احمد رسولي

801

عثمان بن عفان – رضي الله عنه- یوازنی هغه شخص وو چي خپله سینه يې حیا ته پراخه کړې وه او خپل ضمیر يې د نرمۍ، شفافیت او اخلاقو څخه ډک کړی وو چي د همدې اوصافو په وجه ملایکو محبت ورسره کوي.
یوه ورځ رسول الله – صلی الله علیه و سلم- د عائشې – رضي الله عنها- په کور کي څنګ وهلی او پروت وو او پنډۍ يې لڅي کړي وې. ابوبکر – رضي الله عنه- اجازه وغوښتل، خو رسول الله – صلی الله علیه و سلم- پر هغه شکل ناست وو او اجازه يې ورکړه، څه خبري چي ورسره وې هغه يې ورته وکړې. وروسته عمر بن خطاب – رضي الله عنه- اجازه وغوښتل، رسول الله – صلی الله علیه و سلم- بیا هم پر هغه حالت او شکل وو چي اجازه يې ورکړه، هغه هم خپلي خبري ورته وکړې.
وروسته عثمان بن عفان – رضي الله عنه- اجازه وغوښتل، رسول الله – صلی الله علیه و سلم- پښې مبارکي راټولي کړې او جامې يې سره سمي کړي، پنډۍ يې پټي کړې او اجازه يې ورکړه، هغه هم مجلس ورسره وکړئ بیا ولاړئ.
حضرت عائشې – رضي الله عنها- په تعجب سره د رسول الله – صلی الله علیه و سلم – څخه وپوښتل:
اې د الله رسوله – صلی الله علیه وسلم-! ابوبکر – رضي الله عنه- راغلئ خو ته پر حالت وې هیڅ تغیر دي نه وکړ. بیا عمر – رضي الله عنه- راغلئ ته پر خپل حالت وې هیڅ تغیر دي و نه کړ، خو کله چي عثمان – رضي الله عنه- راغلئ نو ته کښېنستې او جامي دي برابري کړې.
رسول الله – صلی الله علیه و سلم- په داسي حالت کي چي پر مبارکو شونډو يې د ملغلرو په شان د تبسم پلوشې غوړېدلي وې، ورته وویل:
اې عائشې! آیا زه د هغه سړي څخه حیا و نه کړم د چا څخه چي ملايکي حیا کوي؟!

۰۵ / رجب المرجب / ۱۴۴۳ هـ ق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.