د ملگرو ملتونو کارپوهان: ترهګرې ډلې په افغانستان کې آزاد فعالیت لري

977

د ملګرو ملتونو په تازه رپوټ کې راغلي دي چې له طالبانو سره د القاعده شبکې پخوانۍ اړیکي کولی شي افغانستان د ترهګرو په خوندي ځای بدل کړي او دا چې ترهګرې ډلې اوس په افغانستان کې له ډیرې آزادۍ برخمنې دي.

 

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په حواله د دوشنبې په ورځ په يوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې له طالبانو سره د القاعده شبکې پخوانۍ اړیکي د دې وړتیا لري چې دغه هیواد د ترهګرو په یوه نړیوال خوندي ځای بدل کړي. په رپوټ کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په حواله همدا راز راغلي چې اوسمهال د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې ترهګرې ډلې له زیاتې آزادۍ څخه برخمنې دي.

په دغه هر اړخیز رپوټ کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو همدا راز ویلي دي چې هغه سخت دریځې ډلې چې له القاعده او «اسلامي دولت» یا داعش ډلې سره اړیکې لري، په بریالیتوب سره په افریقا کې د پرمختګ په حال کې دي. سربیره پر دې، د ملګرو ملتونو په تازه رپوټ کې راغلي دي چې داعش اوسمهال د عراق او سوریې په یو شمیر سیمو کې هم فعالیت لري.

ملګرو ملتونو په سویلي آسیا کې اندونیزیا او فلیپین هغه دوه هیوادونه یاد کړي دي چې د القاعدې او اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې لرلي دي او زیاتوي چې دغه اقدامات ښايي د دې سبب شي چې د یادو ترهګرو ډلو عملیاتي وړتیاوې به تر ډیره پورې کمزورې شي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له لوري د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې شوی دغه راپور کې کارپوهانو چې پر القاعده او داعش ډلې باندې بندیزونه څاري وايي چې د ۲۰۲۱م کال په وروستیو شپږو میاشتو کې واک ته د طالبانو رسیدل یې تر ټولو یوه ستره او مهمه پیښه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له واشنګټن سره د طالبانو د هغه توافق له مخې چې د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شوی، طالبانو ژمنه کړې وه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به دوی له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او ترهګرو ډلو ته به په افغانستان کې خوندي پټنځای نه برابروي. خو د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې تر اوسه پورې طالبانو داسې کوم ستر اقدام نه دی کړی چې له مخې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت محدود شي. په راپور کې راغلي دي چې د دې برعکس، ترهګرې ډلې په افغانستان کې تر پخوا ډېره آزادي لري. په راپور کې راغلي دي چې ترهګرې ډلې داسې مهال په افغانستان کې ډېره آزادي لري، چې د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د ډیر تګ راتګ راپور نه دی ورکړی.

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې کارپوهانو همدا راز ویلي دي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته القاعده شبکې طالبانو ته د مبارکۍ اعلامیه خپره کړه خو بیا یې له هغه وخت راهیسې ستراتیژیکه چوپتیا غوره کړې ترڅو د طالبانو د نړیوال مشروعیت په برخه کې طالبانو ته ستونزې را ولاړې نه شي.

د ملګرو ملتونو په دغه هر اړخیز راپور کې همدا راز راغلي دي چې امین محمد الحق سام خان چې د اسامه بن لادن امنیتي همغږی کوونکی وو، بیرته د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې خپل ټاټوبي افغانستان ته ستون شوی دی. په راپور کې پرته له دې چې د هیواد نوم ذکر شي، د یوه هیواد په حواله ویل شوي چې د اسامه بن لادن زوی عبدالله له طالبانو سره د خبرو له پاره د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان ته تللی وو.

د «اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې په اړه د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې په داسې حال کې چې داعش ډله په افغانستان کې پر کمه جغرافیه کنترول لري، خو بیا هم دغه ډله د دې وړتیا لري چې پیچلي بریدونه ترسره کړي او زیاتوي چې دغه کار د افغانستان امنیتي وضعیت لا پسې پیچلی کوي. د مثال په ډول په راپور کې د داعش ډلې د تیر میلادي کال د اګست میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د کابل هوايي ډګر د هغه خونړي برید یادونه شوې چې پکې تر ۱۸۰ ډېر کسان ووژل شول.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د غړیو هیوادونو په حواله ویل شوي چې په افغانستان کې داعش ډله تر پخوا غښتلې شوې او زیاتوي چې د افغانستان له زندانونو څخه تر آزادیدو وروسته د داعش ډلې غړیو شمیر له ۲۲۰۰ څخه ان تر ۴۰۰۰ پورې لوړ شوی دی او د یوه هیواد د اټکلونو له مخې د دې شمیر نیږدې نیمايي یې بهرني اتباع دي.

د ملگرو ملتونو د راپور تر خپریدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښوولی او دغه راپور یې رد کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې «اسلامي امارت دغه ډول بې بنسټه راپورونه چې هیڅ شواهد، اسناد او مدارک پکې شتون نه لري، د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر او ګټه نه بولي.» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د دوحې تړون تعهدات یې عملي کړي او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه کوم هیواد ته خطر متوجه کړي او له نورو هیوادونو هم همدا توقع لري.

دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.