طالبانو دوه بهرني خبریالان چې ملګرو ملتونو سره يې کار کاوه خوشې کړل

507

طالبانو دوه بهرني ژورنالیستان چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت څانګې او نورو خیریه سازمانونو سره کار کاوه د جمعې په ورځ تر نیولو وروسته، خوشي کړل. دوی په کابل کې نيول شوي ول.

Taliban control at checkpoints in Kabulد اسوشتيد پریس په حواله UNHCR يعنې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل چې طالبانو دغه دوه بهرني ژورنالیستان څو ساعته وروسته له هغې چې د هغوی د نیولو خبر خپور شو، بیرته آزاد کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټويټر ويلي دي چې دغه بهرني اتباع له دې امله چې «پيژند پاڼې، جوازنامې او لازم اسناد يې نه درلودل، توقیف شوي وو.»

مجاهد زیاته کړې چې د توقیف پر وخت هغوی په «ښه حالت او له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې وو». هغه دغه راز ويلي چې دغه بهرني اتباع چې ځانونه يې یوې نړيوالې موسسې ته منسوبول، د هویت د تثبیت او له «مسئولې مرجع څخه تر اطمینان وروسته بیرته خوشي شول.»

په دغو بهرنيو اتباعو کې يو یې بریتانوی پخوانی ژورنالیست، اندریو نارت دی چې تر ډیره يې په افغانستان کې کار کړی دی. د نوموړي مېرمن، انتالیا انتیلاوا، وار د مخه پر ټويټر له طالبانو څخه د خپل خاوند د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

انتیلاوا ليکلي وو: «اندریو په کابل کې له يو ان ایچ سي آر سره کار کاوه او هڅه یې دا وه چې افغانانو سره مرسته وکړي.» هغې زیاته کړې وه چې دوی د اندریو د وضعیت په اړه سخت انديښمن دي.

د ژورنالیستانو د مصئونیت کميټې هم د دغو ژورنالیستانو نیونه غندلې وه او د هغوی د سملاسي آزادولو غوښتنه يې کړې وه.

دغې کميټې په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «طالبان باید اندریو نات او ټول ژورنالیستان چې د خپلو دندو په سر نيول شوي دي، فوراً آزاد کړي.» اعلاميه کې یادونه شوې چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ نيول شوي ول.

په نیویارک کې د دغې کميټې يوه همغږي کوونکي ستیف بولتر هم په کابل کې د دغو بهرنيو ژورنالیستانو پر نیولو غبرګون ښکاره کړی وو او دا يې د طالبانو په حاکمیت کې د رسنيو د آزادۍ محدودول او پر ژورنالیستانو د حملو زیاتول ښودلي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.