د پيغام معجزه -طنزیه کیسه

ژباړه: علم ګل سحر

931

یوه ورځ د خلکو یو استازی ایالتي صدر اعظم ته ورغی او د بیو له لوړوالي څخه یې هغه ته شکایت وکړ، ایالتي صدراعظم ورته وویل:

تاسې پوهیږﺉ چې بیې ډیرې لوړې دي؟ ډیر ښه زه به سوداګرو ته یو پیغام صادر کړم، زه د اقتصاد پر اصولو او اداري تدبیرونو باور نه لرم ،موږ د ګاندهي په هېواد کې ژوند کوو زه په یوه پیغام سره د خلکو په زړونوکې ژور بدلون راولم .زه پیغام ورکوم چې تجاران بیې را ټیټې کړي او لوړ اخلاق وښیي.

 د صدر اعظم پیغام د رادیو له لارې خپور شو په پیغام کې ویل شوي و چې د خوراکي موادو سوداګر دې لوړ اخلاق وښیي او قیمتونه دې را ټیټ کړي، خلک غریب دي باید له هغو سره مینه او خواخوږي وښودل شي.

پیغام عجیبه اغیزه لرله د ښار په سترو تجارتي ځایونو کې دغه پیغامونه تر سترګو کېدل: «پلورونکي لوړ اخلاق ښیي» «زموږ اصول انسانیت او انسان دوستي ده» د خوراکي توکو په مغازو یې لیکلی ول: غنم په سل روپۍ.

پیرودونکي راتلل او لوستل یې خو باور یې نه کاوه، تر پرونه په دوه سوه روپۍ ول دوی به سترګې وموښلې بیا به یې ولوستل د باور کولو وړ نه و.

پیرودنکي په حیرانتیا وویل:

–     غنم سل روپۍ؟

–     هو که مړ هم شم قیمته یې نه ورکوم لوړ اخلاق ماته داسې حکم نه کوي.

پیرودونکي په زاریو وویل:

–     سېټ صاب ته و خدای په دوه سوه روپۍ یې راکړه ښځې مې دوه سوه روپۍ راکړې دي ،که په سل روپۍ یې را باندې خرڅ کړې میرمن به مې وایي چې غلا مې کړې ده.

یو بل پیرودونکي ګواښ وکړ:

–     او هو سیټه په خپل همیشني قیمت یې خرڅ کړه که ارزانه یې خرڅ کړې نس به دې څیرې کړم.

سېټ وویل:

–     ما مه ډاروه که ټوټه ټوټه مې هم کړې قیمته یې نه درکوم اخیر لوړ اخلاق او بشریت ته درناوی ماته دا اجازه نه راکوي چې قیمته یې خرڅ کړم. په بله مغازه کې چې د چای له قطیو ډکه وه خلک را غونډ شوي ول او د دوکان لیکنې ته ځیر وو. په قطیو د پخواني قیمت نیمایي قیمت لیکل شوی و  خلکو چیغې وهلې:

–     قوطي نیمایي دي که ډک وي نو ولې په نیمایي بیه ؟

سېټ جواب ورکاوه:

–     مهرباني وکړئ، وایې خلئ، نه تور بازار نه هم دوه چنده قیمت اخیر اخلاق او انسانیت ما ته امر کوي چې ارزانه یې خرڅ کړم.

د منځني عمر سړی د دوکان له مخې تېرېده، دوکاندار هغه تر لاس ونیو او دوکان ته یې راووست د منځني عمر سړي په نیولي آواز په زار یو وویل:

–     سېټ جي ولې مې په خلکو کې بې عزته کوې درته ومې ویل چې تر لسم تاریخه ستا پور درکوم.

دکاندار په ډیر ادب په مهرباني سره وویل:

–     ګرانه څه وایې؟ چا له تا پیسې غوښتې ؟ ما ته خپل دوکان ته راوستې چې سودا واخلې، ځکه ومې لیدې چې شرمندوک تیریدې، هر شی دې چې په کار وې وایي خله هر وخت دې چې زړه وغوښتل پیسې راکړه راځه زما ګرانه… د دوکان ټول مال تر تا قربان واخله … بوره کیلو په دوه روپۍ.

پیرودونکی هک پک شو شونډې یې وخوځیدې:

–     دا څه وایې بوره کیلو په دوه روپۍ؟ تر پرونه په پنځه روپۍ وه  … زه یې دومره ارزانه نه اخلم.

سېټ په مهربانۍ سره وویل:

–     واخله واخله. پیسې د میاشتې په اخیر کې راکړه زه دې نه پریږدم چې بې له بورې خپل کورته ولاړ شې ،لوړ اخلاق او انسانیت ما ته حکم کوي چې په خپلو وطنوالو مهربانه واوسم.

سېټ له بورې ډک پاکټ په زور هغه ته ورکړ.

دوه ورځې وروسته ډیرو خلکو چې زیاتره یې د دولت مامورین ول ،مظاهرې وکړې او شعار یې ورکاوو:

سیمه ایز حکومت بیې را ټیټې کړې غواړي موږ سپک کړي څه خیال یې کړی دی، موږ سوالګر نه یو، موږ هم وجدان لرو یا قیمتونه لوړ کړئ، که نه موږ دکانونه ویجاړوو.

د ماښام خواته پر دوکانونو د ډبرو اورول پیل شول شعارونه هم تند شول. «خلک غواړي قیمتونه لوړ شي، مړه دې وي هغه کسان چې د خلکو د ارادې پر ضد عمل کوي.»

 بهرنیو ژورنالستانو دا بهیر په دقت سره څاره، څو شیان په بشري تاریخ کې بې سابقې ول هغوی ولیکل:

 هغه عجیب هېواد چې د صدراعظم پیغام یې معجزه کوي، هر ځای خلک د بیو را ټیټېدل غواړي، دلته یې لوړول. خلک نه غواړي څه شي ارزانه واخلي.

 کار خراب شوی و، د خلکو وکیلان لومړی وزیر (صدر اعظم) ته ورغلل ویې ویل:

–     ښاغلی صدراعظم… بد حالت منځ ته راغلی، ماشومان شیدې خوري بیرته یې قی کوي ځکه په شیدوکې هغه بوره چې ارزانه اخیستل شوې اچوي ،خلک چای سوروي خو تر ستوني یې نه تیریږي ځکه چای ارزانه اخلي. ماشومانو ته نوې جامې ور واغوندي بدن یې تڼاکي شي ځکه چې اوس خلک رخت ارزانه اخلي، دکور میرمنې ډوډۍ پخوي خو سر یې ګرزي ځکه چې غوړي یې ارزانه اخیستي دي .د خدای لپاره یو څه وکړئ موږ له دې جنجاله وژغورئ.

ایالتي صدراعظم د دغو خبرو له اوریدو وروسته وویل:

–     مګر تاسې غوښتي ول چې سوداګرو او دوکاندارانو ته پیغام واستوم هغوی اخلاق او بشر دوستي ته راوبولم و مولیدل چې زما پیغام څومره اغیزمن و؟ ښه نو اوس چې ټینګار کوئ پیغام به صحیح کړم.

بله ورځ له راډیو څخه نوی پیغام خپور شو:

صدر اعظم په خپل پیغام کې وویل:

–     قدرمنو دوکاندارانو… تاسې زما په خبرو سم پوه نه شوئ، زما مقصد عادي عالی اخلاق او انسان دوستي نه وه بلکې دوکاندارانه انسان دوستي او لوړ اخلاق و.

پیغام ډیر ژر اغیزه وکړه ټول شیان بیرته خپل لومړي حالت ته راوګرځېدل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.