د جوبايډن فرمان ډېر ظالمانه او له عدالت سره په دوښمنۍ کې دی

عظم الدین علیمي

609
په امريکايي بانک کې د افغانستان د زيرمه شوو پيسو په اړه د جوبايډن لاسليک کړی فرمان ډېر ظالمانه او له عدالت سره په دوښمنۍ کې دی. د فرمان له مخې د اوو ميلياردو ډالرو زيرمې نيمه برخه د سپتمبر يوولسمې پېښې د قربانيانو کورنيو ته ځانگړې شوې او پاتې نيمه برخه به يې له افغانانو سره پر بشري مرستو ولگول شي. بشري مرستې به هم د اسلامي امارت له لارې نه, بلکې د يوې بلې نړيوالې مرستندويي ادارې لخوا به ويشل کېږي.
لومړی: په نيويارک کې د سپتمبر يوولسمې نېټې بريد, هماغه وخت د امريکايي چارواکو د اعلان له مخې, په امريکا کې روزل شوو او امريکا ميشتو عربو پيلوټانو ترسره کړې و. يو افغان هم د بريد گډونوال نه و. سپينې ماڼۍ په تېر زېږدي کال کې وويل چې امريکا د سپتمبر يوولسمې پېښې بيا څيړنه او ارزونه کوي او کيدی شي چې د نيويارک پر ودانيو د بريد پلان په سعودي عربستان کې ترتيب شوی وي.
رسنيو په پيل کې د سپتمبر يوولسمې پېښې د ځاني تلفاتو شمېر لس زره ياد کړی و . څو ورځې وروسته ځاني زيان درې زره او بيا وروسته يو نيم زر کسان وښوول شو. امريکا د دغو تلفاتو انتقام په هماغه پيل کې, د2001 ز کال په اکتوبر مياشت کې, له بېگناه افغانانو واخيست. په ليلي دښته کې يې څلورزره طالب بنديان شهيدان کړل, د خلکو شخصي کورونه يې پر هوايي بمباريو ړنگ کړل, ملکي خلک يې ووژل, په کابل صنعتي پارک کې يې فابريکې بمباري کړي, په هوايي ډگرونو او نظامي قطعاتو يې بمونه وغورځول او وسلې او الوتکې يې تخريب کړې. دغه وحشت پر مظلومو افغانانو د نړيوال ظالم ستر ظلم و. ځکه چې افغانانو د نيويارک پر ودانيو بريد نه و کړی.
د افغانستان د شل کلن اشغال په دوران کې پر افغانانو د اشغالگرو ځواکونو ظلمونه او وحشتونه جلا څيړنه غواړي. امريکا او متحدين يې بايد په افغانستان کې د دوي د بمباريو له قربانيانو او بې ځايو شوو کډوالو سره چې شمېر يې ميليونونو ته رسيږي, له خپلو دولتي بوديجو څخه بشري مرستې وکړي.
د سپتمبر په يوولسمه پېښه کې افغانانو گډون نه درلود, نو امريکا دې له خپلو شتمنيو څخه د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.
دوهم: په امريکايي بانک کې د افغانستان بانک زېرمه شوې پيسې د افغانۍ د ارزښت ثابت ساتنې لپاره دي. يو بهرنی حکومت حق نلري چې د افغانستان د زيرمه شوو پيسو د لگښت په اړه پرېکړه وکړي او د دريمگړې نړيوالې مرستندويې مؤسسې له لارې يې وويشي. زېرمه شوې پيسې د افغانستان د خلکو دي او په اړه يې يوازې د افغانستان حکومت د پرېکړې واک او حق لري.
هغوي چې له بشري حقونو څخه د دفاع په نارو سورو خپلې حنجرې شلوي د افغانستان د مظلومو خلکو پيسې دې نه غصبوي, د افغانانو د زيرمه شوو پيسو د ويش په اړه دې پرېکړې نه کوي او نه د دارنگه پرېکړو حق لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.