ایا پاکستان له ترهگرۍ څخه زيان ليدلی؟

0 478

 _ عظم الدین علیمي

پاکستاني لوي درستيزان او لوړ پوړي چارواکي د نړيوالو په سترگو کې خاورې اچوي او وايي چې پاکستان له ترهگرۍ څخه د نړۍ د ټولو هيوادونو په

پرتله زيات زيان ليدلی دی. دا خبره د پاکستان صدراعظم, عمران, هم تېره ورځ ايران ته د سفر په وخت کې په تهران کې وکړه.
د ترهگرۍ په تنظيم شوې جگړه کې پاکستان ته د رسيدلي زيان څو بيلگي دادي:
1ـ امريکا 33 ميليارده ډالر پاکستان ته ورکړي دي.
2ـ د ديورند کرښې په دواړو غاړو کې هغه مشران وژل شوي دي چې شتون يې پاکستان ته خطر و.
3ـ د ترهگرۍ په نامه د جنگ تر پيل وروسته, پاکستان پنجابي پوځ د پښتونخوا په هغو قبايلي سيمو کې ځاي پر ځاي کړ چې تر جنگ دمخه يې هلته پل نه شو ايښوولی.
4ـ له ترهگرې سره د تنظيم شوي جنگ له برکته پاکستانی پوځ په بيلابيلو برخو کې د ديورند له ښکيلاکي کرښې څو کيلومتره وړاندې تللی دی.
5ـ له ترهگرۍ سره تنظيم شوي جنگ پاکستان د ديورند پر کرښه د اغځن تار پر غځولو بريالی کړ او د کرښې د دواړو غاړو ورونه خلک يې اړ کړل چې د يو بل کور ته د ويزو تر اخيستنې وروسته ورشي.
6ـ له ترهگرۍ سره تنظيم شوي جنگ مرسته وکړه چې د افغانستان د ځنگلونو لرگي او قيمتي معدني ډبرې په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال شي او پاکستان يې په لوړه بيه عربي او نورو هيوادونو ته صادر کړي.
7ـ د ترهگرۍ تنظيم شوی جنگ لامل شو چې افغانستان پر خپلو سيندونو بندونه جوړ نه کړی شي او د کونړ, پنجشير, لغمان او کابل د سيندونو له اوبو څخه پاکستان پر خلاص مټ گټه واخلي.
8ـ له ترهگرۍ سره تنظيم شوی جنگ لامل شو چې پاکستان طالب مشران د هغو له کورنيو سره يرغمل کړي, په کوټه او پيښور کې د هغوي شوراگانې جوړې کړي او پر افغانستان باندې په تپل شوي جنگ کې ترې د خپلې خوښې گټه واخلي.
9ـ له ترهگرۍ سره تنظيم شوی جنگ لامل شو چې پنجابی پوځ د پښتونخوا ولس د ترهگرۍ سره د جنگ په پلمه وځپي او د هغوي معدني زيرمې غصب کړي.
10ـ په پاي کې بن لادن, هغه ترهگر چې امريکا د هغه پر موندنه څو ميليونه ډالر انعام اعلان کړی و او پر افغانستان باندې د انگلستان او امريکا د پوځي يرغل لامل و, اسلام آباد ته نږدې په ايبټ اباد کې د پاکستان د پوځي بارکونو تر څنگ په يو کور کې وموندل شو.
پاکستان د ترهگرۍ د تنظيم شوي جنگ يو ماهر لوبغاړی د ترهگرۍ په جنگ کې زيانمن شوی دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply