انسان پنځه حواسه لري

عظم الدین علیمي

757
د لمسونې يا لمس حس, د ليدنې حس, د اوريدنې حس, د بويونې حس او د ذايقې (خوراک او څښاک شيانو د خوند او مزې) حس.
له پورتنيو پنځو حواسو څخه څلور حسونه هر يو د ليدلو حس(سترگې) ــ د اوريدلو حس(غوږونه) ــ د بويولو حس (پوزه) او د خوراک او څښاک شيانو د مزې حس د مخ په کاسه کې شتون لري.
مخ د بدن خورا مهمه برخه جوړوي چې د څلورو مهمو حسونو وسيلې پکې شتون لري.
همدا لامل دی چې حنفي فقهې مخ عورت ندی گڼلی او پټول يې لازمي نه گڼي.
افغانو ښځو له پيړيو راهيسې د اسلام د سپيڅلي دين له احکامو سره په مطابقت کې جامې اغوستي او د حجاب پر شرعي حکم يې عمل کړی دی. افغانو ښځو په کليوالو سيمو کې, په افغاني شرعي لباس کې, د کور پر کارونو سربېره, له کوره بهر د خپلو کورنيو له غړو سره د بزگرۍ په چارو کې هم ونډه اخيستله او ان له غرونو يې لرگي هم راوړل. په ياد به مو وي چې د شل کلن بهرني اشغال په دوران کې د اشغالگرو بې پيلوټه الوتکو, په کونړ ولايت کې هغه ماشومان, ښځې او نجونې ويشتلې وې چې له غره څخه يې خپلو کورونو ته لرگي راوړل. اوس هغوي د افغانستان د ښځو, نجونو او ماشومانو له حقونو څخه د دفاع چيغې وهي.
د افغانو مسلمانو ښځو د جامو او حجاب په اړه خبره کوو. د افغانستان په تېر تاريخ کې افغانان د يوې افغانې ښځې پړوني او د کميس لمنې ته په ډېر قدسيت او سپيڅلتيا قايل وو. افغانو نجونو او ښځو, د اسلامي احکامو سره د برابر لرغوني کلتور له مخې خپل سرونه په پړوني يا ټيکري او يا شال پټول. که يوې ميرمنې به د خپلې کورنۍ د يو مجرم غړي د بخښنې په هيله, هغه چاته د خپل پړوني(ټيکري) پلو يا د خپل کميس لمن ونيوله چې د مجرم د جرم په نتيجه کې به ورته زيان رسيدلی و, نو زيان ليدلي به د پړوني يا ټيکري او لمنې په حرمت حتی قاتل ته هم بخښنه کوله. اوږدې جامې د ځان پټاوي لپاره, پړونی (ټيکری) او شال د سر پټاوي لپاره د افغان ميرمنو دود يزې اسلامي جامي دي.
په پاي کې د ميرمنو لخوا يوه ويل شوې لنډۍ ليکم:
تــه د وطـن پـر نـنـگ شـهـيـد شـه
زه به مې شال ستا پر زيارت و غوړومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.