د خپلې خور په قتل د تورنو افغان ورونو محاکمه پيل شوه

603

هغوی په دې تورن دي چې خپله خور يې په وحشتناک ډول وژلې او مړی يې په يوه بکس کې له برلين څخه د آلمان بایرن آيالت ته وړی و. د برلين په يوه محکمه کې د دوو افغانانو په وړاندې محاکمه پرون پيل شوه.

Deutschland Landgericht Berlin Prozess Sinisa K. ARCHIV

عکس له آرشيف څځه

د برلين د آيالتي محکمې مخکې د جمعې په ورځ د دوو افغانانو محاکمه پیل شوه چې عمرونه يې ۲۳ او ۲۷ کاله ښودل شوي دي. څارنوالي ورباندې تور پورې کوي چې خپله خور يې د ټيټو وجوهاتو له مخې وژلې وه چې علت يې ښايي »زاړه د پت او اخلاقو تصورات« وي. د ښځو په هکله دغسې تصورات د هغوی په افغاني الاصله کورنۍ کې پالل کېدل. خور يې د څارنوالۍ په حواله »يو غربي د ژوند طرز« پيل کړی وو چې غوښتل يې د تاوتريخوالي تر پېښو وروسته له خپل مېړه څخه هم جلا شي چې په ۱۶ کلنۍ کې ورسره واده کړل شوې وه. دغه څه او دا چې دغې ۳۴ کلنې افغانې ښځې يوه بل سړي سره تماس برقرار کړی وو، د هغې ځوانو ورونو ته له دې مخې د منلو وړ نه وو.

دغو دواړو تنو د پورته شوو تورونو له مخې د دوو ماشومانو دغه مور د تېر کال د جولای په ۱۳مه نېټه برلين کې په پلمې سره يوې ليدنې کتنې ته راغوښتې وه چې هلته يې ووژله. د څارنوالۍ په حواله دوی خپله خور خپه کړه او ستونی يې هم ورپرې کړ. د دغې ښځې مړی دغو ورونو په عين ورځ لا په يوه لوی ارابه لرونکي بکس کې د ټکسي د لارې د برلين د اورګاډي يوه تمځای ته يووړ چې له هغه ځايه دوی د بايرن آيالت په لور سفر وکړ. هلته يې د ۲۷ کلن تورن شوي ورور د اوسېدو ځای سره څېرمه غوښتل چې مړی يې ښخ کړي.

Bombengefahr in Köln

د ښځې مړی په يوه بکس کې بل آيالت ته انتقال شوی وو (انځور له آرشيف څخه).

د رسنيو د راپورنو په حواله قرباني خور يې تر دغې پېښې وروسته لومړی لادرکه اعلان شوې وه. خو د ښځې د ملګرو له منځ څخه د څرګندونو پر بنياد د جرم او جنايت شک هم راپورته شو. د څارنوالۍ په حواله يې د پلټنو پر مهال شک بالاخره د هغې پر ورونو باندې واوښت چې تر خپل عمل درې اوونۍ وروسته دواړه ونيول شول. د هغه وخت راهيسې دوی دواړه اوس په تحقيقاتي بند کې قرار لري.

تورن کسان له دې مخې د برلين د تمځای څخه د ويډيويي انځورونو، د ګرځنده تليفونو د ارقامو د ارزونې، د عيني شاهدانو د څرګندونو او د پلټنو د نورو پايلو له کبله تر بېړني شک لاندې راغلل. دغه کسان اصلا له افغانستان څخه دي، خو له دغې پېښې ډېر کلونه پخوا جرمني ته راغلي ول. د دغې قضيې د محاکمې له پاره تر اګست مياشتې پورې ډېرې ناستې په نظر کې نيول شوې دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.