پور اخيستل_ طنز

محمود نظري

870

میرک چې په عمر کې يې اخيستل شوی پور بیرته نه وو ورکړی په پلمو ،بهانو به يې پور واخيست خو ورکول يې په قسمونو ، تاويزو، او ټوټکو هم نه تر رسه کيدل اوس هغه ټولو پيژانده چې د چا پور نه ورکوي . يو تن کليوال چې ښار ته نوی راغلی و خپله چرګه يې میرک ته په پور ورکړه دواړه خوشاله ښکاريده ځکه مريک کليوال نه پيژاندی او کليوال میرک. کليوال يوازي غوښتل د میرک کور وويني او هغه يې هم وليد او يوه شپه يې ورسره تیره کړه او په سبا کلي ته ولاړ میرک ډير خوشاله وو دوه ورځي وروسته کليوال د دوه نور کليوالو سره چې د کيمياوي رسې اخيستلو لپاره ښار ته  راغلي وو. ورکره ميلمنه شول او ضمناً يې د خپلې چرګې د روِغتيا خربيې هم واخيست يوه اوونۍ وروسته بيا کليوال سره د میرمني او پنځه ماشومانو د تذکرې د اخېستلو لپاره ښاره ته راغلل او شپه يې د خپل بلدي اشنا کره ورسول
او د خپلې چرګې د احوال نه يې هم خرب واخيست او ماشومانو يې هم هغه پرديسه له نژدې وليدله. درې ورځې  وروسته کليوال خپل د ګاونډي ناروغه میرمنه اود ماشومانو سره د میرک کره ميلمنه شول او هم يې د چرګې احوال واخېست او ديد او باز ديد يې ور سره وکړ. میرک سهار د چايو پر ځای په پتنوس کې د چرګې بيه مخي ته ورته کيښوده کليوال پيسې جيب ته کړي او ولاړ. مريک شکر وکړ چې له دې جنجاله خالص شو په دويمه ورځ کليوال د سودا پسې ښار ته راغی نو د چرګې د ا حوال په خاطر د میرک کورته هم ورغی، میرک په مشکوک ډول ترې وپوښتل:
اخري پور خو مې درکړی بيا د څه له پاره راغلی يې ؟
کليوال په ډيره ساده ګي وويل:
د چرګې پوښتنې ته راغلی يم. رښتيا!
څنګه ده، هګۍ اچوي ،کړت کړت کوی کلی يې نه ياديږي؟  که ستا خوښه وي څو شپي به يې کلي ته بوځم او د يو سوړ اسويل وروسته يې وويل:
اي زما پرديسې خواري چرګې! چې زه دی خرب وانه خلم څوک به ستا خرب واخلي.
میرک پوه شو چې کليوال هيڅ کله دا پر ديسه بې پوښتنې نه پريږدي نو هغه و چې مهاجر شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.