ځوانیمرګه – دوهمه برخه

فرزانه زیار

1,092

ډېره خوشحاله شوه ډېره دومره خوشحاله چې له سترګو یې بې دريغه اوښکې توییدې خندا او ژړا یې سره یو شوه داسې اوښکې چې ترخه ماضي یې ورپه یادوله ددې خبر په اوریدو سره یې په کور کې ټول خوشحاله شوه، پلار یې هم زړه نازړه شو چې اوس څه وکړی، ملالۍ هم په خپل بریاليتوب ډېره خوشحاله وه خو دا چې آیا کورنۍ به ورته اجازه ورکړي کنه دا ویره ورسره تر څو ورځو وه، هغه ویره چې د خپل بریاليتوب په خوشحالۍ یې پوهه نه کړه.

څو ورځې تیرې شوې او بلاخره په پوهنتون کې د نوم ثبتونې ورځ راورسیده،ټول او په تیره بیا ملالۍ فکر وړې وه چې ملالۍ به پر ځان څوک نه پوهول بس په چپه خوله به یې ځان د کور په کارونو کې بوخت کړی وو.

ملالۍ د نوم ثبتونې د ورځ په سهار د پیالو په صافي بوخته وه چې پلار یې ورته وویل: ځه ورشه کالي مالي د واغونده چې ناوخته نه شي نن دې د ثبت نام ورځ ده، ثبت نام خو به وکړو که چیرته مو نه شوای کولای بیا به تعجیل واخلې.

ورسته له ثبت نام څخه یې پلار يو پنصدي وورته ونیوه او ورته یې وویل: واخله لوردا به د تر یو څو ورځو پورې کرایه شي …

ملاله خوشحاله وه ډېره زیاته خوشحاله، خو د دومره لرې لارې فکرونه به تل ورسره وو د خلکو خبرې، دومره مصارف، د لارې تنهایي، په ښار کې نابلدې دې هرڅه به ډېره زوروله.

خو بیا به هم ځان سره موسکۍ شوه او د ځان لپاره به یې یو روښانه راتللونکی لیده، هره ورځ به یې د لوړ مقام خیالونه لیدل…

د پوهنتون لومړنی ورځ له کور څخه د پوهنتون په لور روانه شوه، پر دې هم سمه نه پوهیده یا ډېره کم جرته وه چې موټر ته باید لاس ورکړې څو درته ودريږي، ډېر وخت د سړک په غاړه ولاړه وه خوبلاخره يو موټر راغی او ملاله په موټر کې کیناستله د هغه ځای د موټر کرایه پينځه ویشت افغانۍ وه خو له ملالې څخه یې دیرش افغانۍ واخیستې، ورته ویل یې : میده ندارم.

بیا ملالې هم نور جرئت نه درلود،په پوښتنه پوښتنه یې د پوهنتون لار پیدا کړه، کله چې د پوهنتون له دروازې څخه دننه شوه د پوهنتون هوا دومره ورباندې ښکلې ولګیده چې تا به ویل دا د جنت هوا ده، هرې خوا یې کتل او زړه یې بې

اندازې خوشحاله وه، له ډېرې خوشحالۍ یې وزوسته له ډېره وخته په لاس باندې نکريزې هم کړې وې، د لارې په اوږدو کې يوه چاغه له قده ټیټه هزاره نجلۍ یې تر څنګه ورغله …

سلام سلام به خیالم پوهنتون نو آمدي خینه کدي، خوب شد که از مکتب بیغم شديم حال میتوانیم فیشن کنیم.

بلی نو آمديم

خودت سمستر چندم هستي؟

مه هم نو کامیاب شديم به بار اول آمديم پوهنتون….

اووو بسیار خوب مبارک باشه، به کدام پوهنځی کامیاب شدي.

اوفففف کیمیای پدرنالت کامیاب شديم

چرا بدت میایه

ګمش کن چندان خوشم نمیایه

خودت کدام پوهنځی کامیاب شدي.

ملالې ورته وویل:

من پوهنځی حقوق کامیاب شديم.

لکه څنګه چې کابل پوهنتون يوه ډېره لويه ساحه وه چې یو سر او بل سر یې هیڅ نه معلومیده نوملالې هم د لارې په اوږدو کې په پوښتنه پوښتنه وکولای شوای چې د حقوقود پوهنځي لار پیدا کړي، د حقوقو د پوهنځي پر لويه لوحه یې سترګې ولګيدې چې پرې لیکلي وو(پوهنځی حقوق و علوم سياسي) له ځان سره مسکۍ شوه خو بیا یې په شاوخوا ناستو کسانو سترګې ولګيدې، په نه زړه یې له يوه هلک څخه چې په خپل مبایل کې ډېر بوخت وه ترې یې وپوښتل: ببخشين برادر صنف اول حقوق در کجا است؟

هغه هم د سر په اشاره ټولګی ورته وښوده؛ کله یې چې د ټولګي دروازه خلاثه کړه، ګوري یو دریشي کړی له قده دنګ سړی مارکر په لاس ولاړ دی.

ځان سره یې وویل: دا به معلم وي …استاد ويل: څه؟

هیڅ..

معلم صیب اجازه ده؟

دا پوهنتون دی دلته معلم ته استاد وایه.

ملالې سر ورته وښوراوه

ځه ورځه هغې آخرې څوکۍ کې کښينه.

ملاله به چې کله هر سهار له کور څخه وتله نو د مور او پلار له زړه به یې یو الله خبر وو ددې د راتلو لپاره به یې لحظې شمارلې،چې کله به یې د راتګ له وخت څخه څو دقې ناوخته کړه نو ژر به یې زنګونه وروهل .

د ښځو لپاره پر دې ټولنه کې د علم زده کړه او بیا په علم پسې له کور نه وتل شرم ګڼل کیده پلار یې د بیغیرته په نوم ياديده،هر چا به هر څه ورپسې ویل خو لکه هغه فارسیوانان چې وايي(آنکه میتواند انجان میدهد، آنکه نمیتواند انتقاد میکند)په حقيقت کې د دوی ددې له لياقت سره بخيلي راتله، که چيرته دوی او يا د دوی لورګانې پوهنتون ته بریالۍ شوې وې نو خامخا به یې درس لوسته خو چې بریالۍ نه شوې يا یې په ځان کې هغه توانايي نه لیده نو د ځان دسپیناوي لپاره یې پر نیوکې کولې …

وروسته له وختونوملاله د خپل کلي يوه واده ته تللې وه، ډېرې نجونې د يوې حلقې په څیر راټولې شوې وې او په خپلو منځونو کې یې سره کیسې کولې ملاله یې پر ليدلو ډېره خوشحاله شوه، ژر ورغله سلام یې ورته وویل هرې يوې سره یې په لاس ستړي مشي وکړه بیا دا هم پر خمغې حلقه کې کیناسته لکه څنګه چې  د ملالې ټولې خبرې او ټولې هیلې ددې په درسونو پورې تړلې وې نو یې له نجونو ژر د درسونو پوښتنه وکړه .

ستاسو درسونه څنګه تیریږي ؟

تاسو خو ښې ياستئ؟

یوې نجلۍ چې ګلمکۍ نومیده ويښته يې له مخه لرې کړه بیا یې ملالې ته ورغبرګه کړه په تمسخر یې ورته وویل: موږ تا غوندې درس خوانان نه يو او دومره بیکاره هم نه یو چې درس ووايو موږ کور کې کار لروږ

یوه بله چې مروه نوميده په شګوفې یې لاس ورواچاوه بیا یې په ډېر ناز سره ویل:

اوووووو ملاله اوس پر موږ ځان ښکاروي دا خو پانتون ته ځي

ملالې په ارامه لهجه ځواب ورکړ، هو ځم.

تاسو هم هڅه وکړئ چې لوړې زده کړې وکړئ.

فاطمې شوڼډې بوڅې کړې زه خو کابل پانتون نه وایم هلته الکان دي .

یوې بلې په غاړه کې لويدلی ټیکری په سر کړ په لوړ غږ یې ویل دا شرایط او د ښځې درس، ښځې چې درس ووایي بیا نوخو بې لارې کیږي.

مرسل هم شاته پر دیوال تکیه وکړه راغبرګه یې کړه دما پلار دومره بیغیرته نه ده چې ما پر دې شرایطو کې پانتون ته پريږدي .

رابعې چې ټیکری یې سر پورې تاو کړی وو او پر هغه ځای کې ټولې ورباندې د ملا خیال کاوه، هغې بیا له اسلام نه خبرې پیل کړې چې ښځينه باید پرته له ديني علومو په بله برخه کې درس ونه وايي او څوک چې هلکانو سره یو ځای درس وايي هغه کافرده.

ملالې هم خپل ګرد کمیس وڅڼانډه نور یې هيڅ ونه ویل: او په ناهيلي زړه د نجونو له بڼډاذه لرې ولاړه.

نو دا به څنګه زړه وي چې اغیز به پرې نه کړي، ملاله به ډېره خپه وه خو بیا به یې هم خپله غمګيني نه څرګندوله له ټولو سره به یې په ورين تندي خبرې کولې، هر څه به یې په پټه خوله زغمل او ځان په یې داسې ښکاراوه چې ګواکې ډېره خوشحاله ده.

کله به چې د مږټر لپاره د سړک پر غاړه ودريده هر څه به یې اوريدل ټولو به ورته عجیب عجیب کتل، موټر به چې ژر پیدا شو نو ډېره به خوشحاله وه او که به ناوخته شوه نوله زړه به یې يو الله خبر وو .

شپه او ورځ یې خپلو درسونو ته یوه کړې وه په لار، موټر،کور، محفل او بل هر ځای کې به یې د خپل کتاب پاڼې اړولې.

ملاله په موټر کې ناسته وه او له پوهنتون څخه د خپل کور په طرف راتله، ددې په موټر کې هم خپل کتاب لوسته او ښه یې ځان پکې غرق کړی وو،چې ناڅاپه یې پام نه وو شوی او موټروان له خپلې ایستادګاه څخه ډېره لرې وه چې سر یې راجګ کړ ګوري چې ډېره لرې راغلې ژر یې موټروان ته ورنارې کړې

تا ميشه

بیا له همغه ځايه ترخپل کوره په پښو ولاړه ښه ډېره ستړې شوه.

پر همدې ستونزو اوسختیو ترڅلورم ټولګي پورې ورسیده وخت رالڼډيده او پوهنتون پر خلاصیدو شو د ملالې په سر کې د ماسترۍ فکر هم ګرځيده هیله یې درلوده چې لخيره خپله ماستري هم واخلي څو وکولای شي تر یوه ځایه پورې ورسيږي.

ملالې به ويل: چې ورسته له فراغته به یوه ښه دنده واخلي له خپلې کورنۍ سره به مالي مرسته وکړي ټولو تهبه په خپل لومړني معاش ډالۍ اخلي خپلې مور ته به قلمي قرآن شریف اخلي، خپل ستړي پلار ته به يوه جوړه نوي بوټان اخلي او خپل نازولي کوچني يوازيني ورور ته به بایسکیل اخلي چې د پوهنتون له لومړي سمستر یې ورته ويل چې تا چې کله معاش پیدا کړ بیا به ماته بایسکیل اخلې.

د پوهنتون تکړه او کدري زده کوونکې وه خلکو هم وليده چې ملاله دومره وخت پوهنتون ته ولاړه نو چا یې د ټيکري څڼډه کږه ونه ليده له بله خوا یې ځان تر يوه مقامه ورساوه، شرایط هم لو څه جوړ شوي وو پر دې وحت کې نو يو څو نورو نجونو هم پوهنتونونه پیل کړي وو د کليوالو او خپلوانو رویې له ملالې سره بدلون کړی وو.

ملاله له پخوا څخه ډېره خوشحاله شوه، په ځان یې افتخار کاوه او د خپل ځان لپاره یې يو روښانه رتلونکی ليده.

دا ورځ هم د نورو ورځو په څير پوهنتون ته ورسیده چ د مني یخ شمال لګيده له ونو څخه زيرې پاڼې رالويدلې وې چې د هر قدم پر ايښدلو يوه ځانګړې موسيقي ترې راولاړيده پر ونو کې ناستو مرغیو هم خپلې سندرې ویلې .

د ټولګي دروازه یې خلاصه کړه استاد لانه وو رغلی شکر یې وایست، له ټولګيوالو سره یې ستړي مشي وکړه د ډېرې پياده رويۍ له امله یې پر تندي خولې ځليدې په تندې یې لاس راتیر کړ پر لرګينه څوکۍ کيناسته شاته یې تکیه وکړه، څو دقې وروسته استاد هم مارکر په لاس د ټولګي دروازه وټکوله، ټول زده کوونکي یې پر احترام ودريدل ملاله هم چې ډېره ستړې وه په سختۍ جګه شوه او د خپل استاد لپاره ودريده …

درس پیل شو په ټولګي کې يوازې پر ښيښې د ناست مچ بنګهاری اوريدل کیده استاد پر کراره خپل درس تشريح کاوه د لاسونو له حرکاتو څخهع یې هم ډېر کار اخیسته، استاد مخ تختې ته واړاوه کوم څه یې ليکل، چې ناڅاپه د مرميو غږونه شوه، ټول له خپل ځايه جګ شوه چيغو او کريکو پوهنتون پر سر اخیستی وو هره خوا مڼډې وې کريکې وې چیغې وې د مرميو او درنو انفجارونو غږونه وو، ها  د چا خبره سمه  د محشر ورځ وه هرچا هڅه کوله خپل ځان وژغوري، چا ځانونه له څو منزله لاندې خطا کړه لاسونه او پښې یې مات شوه چا هم له کړکيو ځانونه خطا کړه چا هم په هوار میدان مڼډې وهلي چې ډېري خلک د مڼډې په  حالت کې له شاه نه په مرمۍ ولګيدل…

ملاله هم ډېره ويريدلې وه، کتابچه پر لاس یې مڼډه کړه، چې درز شو اخخ یې کړه مرمۍ یې پر زړه ولګيده،پر ځمکه راولويده،پر خپلې کتابچې یې سر کیښود او خپلې سترګې یې له زرګونو نیمګړو هیلو سره د تل لپاره وتړلې.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.