د ماشومانو ښوونځی

استاد عمر پاڅون

981

د ښوونځي د پیل زنګ په ګړنګېدو شو. زده کوونکی ټول خپلو درسي خونو ته ننوتل.

د پنځم ټولګي ښوونکی اجمل خپل ټولګي خونې ته راغی.

زده کوونکي احتراماً خپل ښوونکي ته ودرېدل.

ښوونکي په مهربانۍ زده کوونکو ته وویل. کښینۍ.

اجمل په خپلو زده کوونکو ډیر ګران وو. په درس ورکولو کې یې د نرمۍ څخه کار اخیست، قار او تشدد یې نه پېژانده. په مهربانه  او پسته لهجه یې درسونه ورکول.

په دې ورځ چې درسي خونې ته ننوته. د معمول سره سم یې زوړ درس وار په وار په بیلابیلو زده کوونکو تیر کړ.

نوی درس ته یې چې تابیا نیوله. زده کوونکو ټولو په یو اواز غږ کړ. سبا ته موږ دوه اونۍ رخصتي لرو او موږ ټول په دوه اونیو رخصتیو ځو. ښه ده چې نن نوی درس ونه وایو. ښوونکی چې پوه شو چې د زده کوونکو نوی درس ویلو ته ډډه نه لګیږي نو خپلو زده کوونکو ته یې وویل ښه ده نوی درس نه وایو.

راخۍ په خپلو دوه اونیو رخصتیو خبرې وکړو.

اجمل د خپل یو ذکی زده کوونکی څخه وپوښتل:

احمده! ودریږه او راته ووایه چې په رخصتۍ کې څه کوې؟

احمد: ښوونکی صیب زه د خپل مور او پلار سره کلي ته ځم.

هلته زما کاکا اوسیږي.

ښوونکی: ستا کاکا زامن لري؟

احمد: هو معلم صیب. زما کاکا دوه زامن لري یو زما همزولی دی زه غواړم هغه سره لوبې وکړم. د ښوونځي په څلورم ټولګي کې دی.

کاکا مې دهقان دی زه به د کاکا سره په پټو کې کار هم کوم.

ښوونکی: شاباس.

ښوونکی: ګوره احمده د کاکا زوی چې دې همزولی او ملګری دی تا خپل د کاکا زوی ته تحفه اخیستې ده؟

احمد: هو معلم صیب پلار مې کتابچې، قلمونه او پنسلونه اخیستي. زه دا خپل د کاکا زوی ته ورکوم.

ښوونکی: شاباس.

ښوونکي ټولو زده کوونکو ته وویل ګورۍ هر وخت چې خپلو کلیو ته ځۍ خپلو ملګرو او خپلوانو همزولو ته ډالۍ وړۍ.

ښوونکي د خپل یو بل زده کوونکی څخه چې په ونه دنګ وو او په ټولګي کې غټ ښکاریده. پوښتنه وکړه.

کشمالیه! ووایه ته به په رخصتۍ کې څه کوې؟

کشمالی: معلم صیب موږ پخپله حویلۍ کې درې کوټې لرو.

پلار مې وایی چې دې رخصتۍ کې به بله کوټه جوړوو.

موږ به ټول په ګډه د ګیلکارۍ کار سره کوو چې کوټه جوړه کړو.

ښوونکی وویل: افرین کشمالیه کښینه.

په دې وخت کې یو بل زده کوونکی لاس پورته کړ او غوښتل یې چې ښوونکی ته د خپلې رخصتۍ د پلان په باره کې څه ووایی!.

زده کوونکی: معلم صیب زه هم د خپل مور او پلار سره کلي ته ځم. په کلي کې زما ماما اوسیږي. موږ ماما کره ځو. زما ماما زرګر دی او زه غواړم له ماما څخه زرګري زده کړم. زه چې کلي ته لاړ شم همېشه ماما سره کښینم زرګري یادوم.

ښوونکیه شاباس موږ باید هر څه یاد کړو؟

ګرانو ما د لرګي تختې اخیستي خپله مې څو میزونه جوړ کړی دي په باغچه کې مې هر کټ ته یو میز ایښی دی.

د خپل کور سره یوه باغچه لرم. رومیان، بانجان، مرچ، ګندنه، نعنا، دڼیا او نورې ډول ډول ترکارۍ کرم.

مېوه دارې ونې مې ایښي دي. ونې میوه راکوي او د ونو لاندې بیلابیلې سبزۍ.

ګورۍ ما د خپلې باغچې دیوال هم خپله کړیدی. یو تراکتور مې کرایه کړ خاوره مې راوړه، خپله مې خښتې جوړې کړې، بچو او میرمنې مې خښتې راکولې دوه متره لوړ دېوال مو جوړ کړ.

خپله مې د لرګو تختې پیدا کړي، دروازه مې هم پخپله جوړه کړه.

وګورۍ ګرانو! زه دروزګر یم، خټګر یم، زه ښه باغوان یم.

بیا کله چې به یو مناسب وخت کې تاسې ټول ځان سره بیایم چې زما باغچه وګورۍ.

په همدې وخت کې د ښوونځي د رخصتۍ د زنګ اواز شو.

ټول زده کوونکی پاڅېدل، د خونې په وتو کې یو یو لاسونه خوځول. په لوړ اواز یې ویل خدای پامان، خدای پامان. ښوونکی هم په ډیره مینه د خدای پامانی لاس خوځوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.