د پلار څخه د ماشوم زده کړه

استاد عمر پاڅون

1,133

د سهار لس بجې وې جمیل  خپلې کور ودانې ته غږ کړ.

د حمزه مورې زه به ښار ته لاړ شم او د اونۍ پوره سودا به راوړم.

میرمنې یې ورغبرګه کړه ډیره ښه ده.

حمزه د پلار ښار ته د تګ واورېدل. په منډه پلار ته ورغی دادا ، دادا زه به هم تا سره ښار ته لاړ شم.

پلار یې وویل: ځه چې ځو، ځان تیار کړه.

جمیل چې تر څو خپله کورتۍ اغوسته او بوټان یې  پښو کول، حمزه وخته خپل جاکټ اغوستی  او بوټان یې پښو کړی وو. جمیل خپل زوی د لاسه ونیو او دواړه له کوره ووتل او د بس د تمځای په لور رهي شول.

د بس په تمځای کې د څو دقیقو انتظار وروسته بس راغی . دواړه وروختل او د بس په یوه دوه سیټه چوکۍ دواړه کیناستل. حمزه له خپل پلار څخه پوښتنه وکړه چې بس ولې خالي دی؟ پلار یې ورته وویل: زویه دا د بس لومړی تمځای دی په لاره کې به ورو ورو ډک شي.

ریښتیا  هم درې، څلور ټمځایونو کې له ودریدو څخه وروسته د بس ټولې چوکۍ ډکې او ځینې خلک پکې ودرېدل.

په بل تمځای کې بس ودرید یو بوډا بابا بس ته وخته. جمیل چې سپین ږیری ولید نو سمدستی د خپل سیټ څخه پاڅېد او بوډا یې له لاسه ونیو او خپله چوکۍ یې ورته پرېښوده.

حمزه د پوښتنې په څېر پلار ته وکتل خو غلی وو.

بوډا په خپله خوا کې د ناست ماشوم څخه په ډېر شفقت وپوښتل. نوم دې څه دی؟ حمزه ورته خپل نوم واخیست.

بوډا یې په سر لاس تیر کړ او پوښتنه یې ترې وکړه  حمزه جانه څو کلن یې؟

حمزه: اووه کلن

بوډا د مهربانۍ په لهجه  وویل ماشاالله له څېرې او بدن څخه غټ ښکارې. د بوډا او حمزه خبرې اوږدې شوې. بیا یې ترې وپوښتل : ښوونځي ته خو ضرور ځې خو دا راته ووایه چې په څووم ټولګی کې یې؟ حمزه: په دوهم ټولګي کې.

په دې وخت کې بس ښار ته نېږدې او ودرید او سپرلۍ ترئ ښکته شوه. بوډا هم ښکته کېدو کې جمیل ته مخ واړاوه او مننه یې ترې وکړه. جمیل بیرته د خپل زوی سره کیښناسته.

د حمزه په زړه کې ډېرې پوښتنې ښکته پورته کېدلې د پلار څخه یې په ماشومانه لهجه وپوښتل. دادا تا ولې خپل ځای هغه بوډا بابا ته پرېښود؟

پلار یې ورته وویل: بچیه هغه سپین ږیری او بوډا وو.

حمزه وویل: چې زه کله زلمی شوم په بس کې به خپل ځای سپین ږیرو ته پریږدم. پلار یې وویل: شاباس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.