د ماشوم سخا

استاد عمر پاڅون

1,882

میرویس یوه ورځ په ښار کې چکر واهه چې په یوه کراچۍ کې یې کتابچې، پنسلونه، قلمونه او کتابونه ولیدل.

کراچۍ ته ودرید د ډیرو کتابونه عنوانونه یې سرسري وکتل چې دوه کتابونه یې خوښ شول او دواړه یې واخیستل. په دې وخت کې زوی اسد چې د پنځم ټولګي زده کوونکی وو. وریاد شو، هغه ته یې دوه ښکلې کتابچې واخیستې. کله چې کور ته راغی دواړه کتابچې یې خپل زوی اسد ته ورکړې او زوی یې کتابچو ته ډیر خوشاله شو، په منډه یې کتابچې خپلې مور ته وښودې چې پلار مې ماته دا ډیرې ښایسته کتابچې راوړي دي.

مور یې ورته په مهربانه لهجه وویل: زویه تل سبق وایه، پلار به دې تاته هر څه راوړي، کتابچې، قلمونه، پنسلونه او ښکلي لباسونه.

زوی: هو مورې زه خپل سبق همېشه وایم.

په سبا یې چې اسد ښوونخي ته لاړ په ټولګي کې خپل همزولي ټولګیوال ملګري ناصر ته یې خپلې دواړه کتابچې وښودې ناصر پوښتنه وکړه څومره ښایسته کتابچې دي دا درته چا راوړي؟

اسد: پلار مې.

ناصر په ناهیلۍ سره کاشکې زما پلار هم ژوندی وای چې ماته یې هم داسې کتابچې راوړي وای.

اسد چې ناصر خفه ولید. یوه کتابجه یې ناصر ته ورکړه چې په دې سره ناصر ډیر خوشاله شو.

کورته چې راغی موږ ته یې نارې کړې. مورې مورې اسد ته پلار دوه کتابچې راوړې وې یوه یې ماته راکړه. اسد زما ښه ملګری دی ټولګی کې یو ځای کښینو او لوبې هم سره ګډې کوو.

د ناصر مور چې کتابچه ولیده خفه او ژړه غونې غوندې شوه او بیا یې په دوعا ویلو پیل وکړ چې الله تعالی دې اسد صالح لوی کړي.

اسد چې کور ته روان وو په لاره کې یې ډیرې پوښتنې او جوابونه یې زړه کې ښکته پورته کېدل. که پلار مې د کتابچې پوښتنه وکړي څه ځواب به ورته ووایي؟

اسد فکر کې ډوب وو که ووایم کتابچه مې په ټولګي کې ورکه کړه کېدی شي پلار مې ښوونکی ته ټلیفون وکړي.

که ووایم چې لار کې ورکه شوه. پلار به مې ووایي نور شیان نه ورکېدل یواځې کتابچه ورکه شوه.

اخر یې فکر وکړ چې ماته خو پلار او مور ویلی و چې دروغ مه وایه او ما وعده کړېده چې زه به هیڅکله  دروغ نه وایم. نو رښتیا به وایم چې کتابچه مې ناصر ته ورکړه.

په هر ماخوستن کې به د اسد پلار اسد سره د ښوونځي کورنی کار کې مرسته کوله. پلار یې په اسد غږ وکړ چې کتابچې دې راوړه چې د ښوونځي کورنی کار وکړو. دې غږ سره د اسد رنګ والوت.

اسد یوه کتابچه راوړه پلار یې د بلې کتابچې پوښتنه وکړه. اسد وویل دادا، دادا ناصر چې زما ملګری دی په ټولګي کې یو ځای کښینو او په تفریح کې سره ګډې لوبې کوو. ما خپلې کتابچې هغه ته وښودې ورته ومې ویل پلار مې راته راوړي دي، ناصر راته وویل چې کاشکې زما پلار ژوندی وای ماته به یې هم کتابچې راوړی وای.

اسد د پلار څخه پوښتنه وکړه کنه دادا خلک وایی د ناصر پلار شهید شوی دی. ما چې ناصر خفه ولیده. یوه کتابچه مې ناصر ته ورکړه.

پلار یې وویل شاباش زویه.

میرویس د اسد مور ته وویل: زوی دې څومره ښه کار کړی دی چې خپله یوه  کتابچه یې د شهید فضل زوی ناصر ته ورکړېده. مور یې هم خوشاله شوه ویې ویل افرین زویه ښه دې کړي دي.

پلار یې اسد ته وویل چې سبا ته دوه پنسلونه او دوه قلمونه درته راوړم یو یو یې ناصر ته ورکړه او یو یو یې ستا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.