نړیوال فضایي مرکز د ځمکې د کیلي حیثیت لري

سُرور

909

نړیوال فضایي مرکز یا سټېشن دِ ځمکې لپاره دِ یوې کیلي حیثیت لري؛ دِ دغۀ فضایي مرکز پۀ مرستۀ دِ ځمکې ټول انلاین ټېکنالوجیک وسایط کنټرولیږي. نړیوال فضایي مرکز پۀ 1998م کال کې نصب شؤ چې اوس مهال پکې 16 هېوادونۀ شریک دي، دِ دغۀ فضایي مرکز وزن 419725kg کیلو ګرامۀ دی او اوږدوالی یې 357ft فـوټـۀ دی.
دِ دغۀ فضایي مرکز قیمت 93.5 میلیارده ایرو ټآکل شوی چې دِ انسان پۀ لاس جوړ شوی بل هېڅ څیز دومره قیمتي نۀ دی. دِ نړیوال فضایي مرکز متواسط سرعت پۀ یوه ثانیۀ کې 7.76km کیلومتره دی چې پۀ 90 دقیقو کې یو ځل لۀ ځمکې تاویږي؛ کۀ تاسې پۀ دغۀ فضایي مرکز کې ووسئ نو 16 ځلې بۀ ماښام او 16 ځلې بۀ سهار ووینئ!
دغۀ فضایي سټېشن تۀ پۀ نوبت سره ساینسپوهان پورتۀ کیږي تر اوسۀ پورې لۀ 18 هېوادونو څخه 200 ساینسپوهان او ستورمزلي دغۀ مرکز تۀ پورتۀ شوي دي. دِ ناسا یوې کاري ډلې ورتۀ تر ټولو اوږد سفر665 ورځې کړی چې بلې هېڅ ډلې دومره اوږد سفر تر اوسۀ نۀ دی کړی. پۀ اوسنۍ نړۍ کې هر شپږ میاشتې وروستۀ دِ ستور مزلو نوي ډلۀ هلتۀ پورتۀ کيږي، دغۀ فضایي مرکز خپلۀ انرژي لۀ لمر اخلي.
پۀ نوموړي فضایي مرکز کې باید هر کس دِ ورځې دوه ساعتۀ ورزش وکړي او دِ څلورو فضایي جهازونو لخوا ورتۀ خوراک وروړل کیږي.
دِ نړیوال فضایي سټېشن کمپیوټرونۀ لۀ نورو کمپیوټرونو جلا دي، قیمت یې هم لوړ دی او 24 ساعتۀ 50 کمپیوټرونۀ هلتۀ دِ پروسېس پۀ حالت کې وي.
پوښتنۀ اوس دا ده کۀ دغۀ سیستم لۀ کاره ولوېږي څۀ بۀ پېښ شي؟
دِ نړیوال فضایي سټېشن کنټرول دِ ځینو مهمو هېوادونو پۀ لاس کې دی چې تر ټولو دِ مخۀ یې دِ راس هېوادونۀ روسیه او امریکا دي. کۀ پۀ دغۀ فضایي سټېشن کې یو کوچنی تغیر او تبدیل هم راځي نو امریکا او روسیه یې مشرتوب کوي.
کچېرې دغۀ سټېشن لۀ منځۀ لاړ شي نو دِ ځمکې پر مخ بۀ ټولۀ انلاین نړۍ سره قطع شي. اِنټرنېټ،جي پي اېس، سیګنالونۀ او ټولې شبکې بۀ فلج شي!
ددې سېوا پۀ دِ وروستیو کې ځینې باوري سرچینې وایي چې روسیه او امریکا پۀ نړیوال فضایي سټېشن کې قوی اټومي او هیدروجني بمونۀ ځای پر ځای کړي چې پۀ ډېرې اسانۍ سره یې پۀ هر ځای اچولی شي. دغۀ هیدروجني او اټومي بمونۀ نړیوال فضایي سټېشن تۀ مخفي استول شي چې دِ بېړني حالت لپاره یې پر ځمکۀ ډېر اسان رأیلۀ کولی شي!
نو تاسو فکر وکړئ کچېرې نړیوال فضایي مرکز راوغورځول شي نو دغۀ هیدروجني او اتومي بمونۀ بۀ څومره ورانۍ وکړي!
دِ ساینسپوهانو پۀ اند کچېرې یو هیدروجني بم پۀ اروپا کې چاونۀ وکړي نو ټولۀ اروپا لویۀ وچۀ بۀ لۀ منځه یوسي. همدا ډول اوسني عادي اتوم بمونۀ تر پخوا لسګونۀ ځلۀ قوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.