ویجر1 فضایي بېړۍ

سرور

866

ویجر1 فضایي بېړۍ (فضایي مخلوق تۀ لومړنی سفر):

ویجر1 (Voyager 1) فضایي بیړۍ دِ انسانانو پۀ لاس لومړنۍ جوړه شوي بیړۍ ده چې لۀ لمریز نظام ووتلۀ، دغۀ فضایي بېړۍ دِ لومړي ځل لپاره پۀ1977م کال کې خپل ماموریت(سفر) پیل کړ او لا هم پۀ اسمان کې روانۀ ده دغۀ مصنوعي سپوږمکۍ لۀ ځمکې څخه 23.4 بیلیونۀ کیلومتره لرې پۀ اسمان کې روانۀ ده.

څېړونکي وايي: دا مصنوعي سپوږمکۍ په ثانيۀ کې 17 کيلومتره مزل کوي او داسې هېڅ هيله نشته چې دا سپوږمکۍ دې دِ کهکشان د يوه ستوري ساحې ته هم داخله شي، ځکۀ  تر ټولو نږدې ستوری چې دا سپوږمکۍ به يې له څنګۀ تېرېږي(Gliese 445) نومیږي چې هغې تۀ 40000 کالۀ مزل دی حل دا چې پۀ نوموړي سپوږمکۍ کې فقط دِ یو څو کالونو بيټري پاتې ده او لۀ هغې وروستۀ لۀ کنټرول ووځي.

هغه پلوټونيمي بېټري چې ويجر1 تۀ برېښنا برابروي تر 2027 م کال وروستۀ ختمیږي او له هغۀ وروسته بۀ ويجر1 ځمکې ته د انځورونو او خپلو راپورونو له رالېږلو او حرکت کولو څخه ولوېږي. چې بالاخره هغۀ ورنږدې ستوري ته به هم ونۀ رسېږي، او په فضا کې به لالهانده ګرځي.

لۀ ویجر1 څخۀ چې کوم اطلاعات،انځورنۀ او ویډیوګانې پۀ لاس راځي ناسا تۀ پۀ ډېرو مشکلاتو رارسیږي ځکۀ نوموړي سپوږمکۍ لۀ ځمکې ډېره لرې تللي. یو عادي او کوچنی عکس هم لۀ دغۀ مصنوعي سپوږمکۍ څخه ځمکې تۀ پۀ 18 ساعتونو کې رارسیږي.

پۀ دغۀ مصنوعي سپوږمکۍ کې دِ(Voyager Golden Records) پۀ نوم یو ریکارډ شتون لري چې انسانانو پکې دِ نورو سیارو مخلوقاتو(Aliens)  تۀ خپل غږونۀ ریکارډ کړي چې موږ انسانان یو دِ ځمکې پۀ کُره کې ژوند کوو او لۀ هغې وروستۀ یې پۀ کائناتو کې دِ ځمکې دِ کُرې موقیعت

 غږونۀ ، دِ انسان دِ پښو ښکالو، دِ زړه درزا ، د کوچني تي خوري ماشوم ژړا، دِ سمندر دِ څپو شور، او نور زیات شیان پکې ثبت کړي؛ همدارنګه د تاريخ پۀ اوږدو کې دِ انساني تمدنونو په اړه معلومات پکې ذخيره شوي. د بېلابېلو ملتونو سندرې او د نړۍ په 59 لرغونو او اوسنيو ژبو دِ سلام او روغبړ غږونه، په فضا کې دِ نورو سيارو مخلوقاتو تۀ ثبت کړي دي، دِ امريکا دِ هغۀ وخت دِ ولسمشر جيمي کارټر او دِ ملګروملتونو دِ هغۀ وخت دِ سرمنشي کورټ والډهېم پېغامونۀ هم پکې ريکارډ شوي دي.

 د امريکا د ولسمشر جيمي کارټر پيغام پکې داسې ثبت شوی دی:

موږ دا پېغام فضا ته لېږو ….200 ميليارده ستوري او سيارې پۀ کهکشانونو کې موجودې دي، چې امکان لري ځينې یې د فضايي تمدنونو درلودونکې وي، که له دوی څخه يې يو هم ددې پېغامونو په لوستلو بريالي شول زموږ پېغام ورته دا دی: موږ دِ خپل وخت او زمان په تېرولو کې يو، نو امکان لري چې له يو بل سره ښه ژوند وکړای شو،او هيله لرم چې يوه ورځ ددې ټولو اوسنيو مشکلاتو په تېرېدلو او ختمېدلو سره وکړای شو دِ کهکشاني تمدنونو لۀ ډلې تاسو سره يوځای شو. دا ثبت شوی غږ د يوه پراخ او عالي جهان د درلودلو لپاره تاسې ته زموږ د ښو هيلو، ارادو، او ښه نیت بيانونکی دی.

خو بدبختانۀ چې پۀ دِ 59 ژبو کې پښتو  ژبه شاملۀ نۀ ده.

پۀ مختلفو ژبو لکۀ هندي،بنګالي،فرانسوي،الماني،اوردو،یوناني،هالېنډي…او نورو ژبو پیغامونۀ ثبت شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.