غزل

احسان الله درمل

842

نۀ خلک واوښتل، نۀ شوې لارې کوڅې بدلې
همدمه تشې په قبرونو شوې جنډې بدلې

گورئ حاسد چې سپين کفن ته مې هم کېږي سور شين
ما کړې په ټول ژوند کې همدا يو جوړ جامې بدلې

په شړ روانې اوبه دومره زر وړ نۀ بدلوي
څومره په بېړه، بېړه سترگې کړې هغې بدلې!؟

له ورځو شپو سره خو مړې ډبرې هم بدلېږي
زه دې همت منم که کړې دې ورځې شپې بدلې

فکر و خيال نوي کړه، زۀ نۀ وايم چې سر نوی کړه
رباب دې زوړ سم دی که کېږي کړه پردې بدلې

شوم ورته موسک، ميکده ځای د تروې ټنډې نه دی
گنې زما او د زاهد وې پيمانې بدلې

اخر به شور شي د مظلوم خاموشي صبر بويه
په خونړي توپان به خدای کړي دا ايرې بدلې

د آيېنو پر غاړه مه ږده د پړې بار درمله
کړلې د وخت د پښو غبار زموږ څېرې بدلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.