پاڅئ، پاڅئ ای پښې لوڅو، سرببرو
پاڅئ پاڅئ ای له ځانه ناخبرو
پاڅئ، پاڅئ څو به ستاسو بخت چپه وي؟
پاڅئ تخت به وي تر څو د بختورو؟
****
پاڅه څو به ته بې درده نړۍ وينې
چې يې ستا په خَولو دي ماڼۍ رنگينې
پاڅه ته به څو خوراک يې د وږسترگيو؟
څوک دې هډ شپېلي او څوک دې زبېښي وينې
****
دا بنگلې چې هسکې دي د هسک تر څوکو
جوړې شوې ستا له غوښو له هډوکو
پاڅه څو به لکه زاڼه ژاړې؟ باز شه
له ښامار نه سترگې وباسه په نوکو
****
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.