دوزخيان

احسان الله درمل

262

د پلرونو او نيکونو ورځې بې لمانځنې رانه تېرې شوې دي. گوندې جبېره يې وکړای شم.

دوزخيان

ستاسې یې زړۀ
خو زۀ مې خدای که پلار، نيکۀ وبخښم
نفل خو څۀ چې په دعا کې يې هم لنډ شه نصيب
يوۀ د خپل هوس له سره جنتونه کړل جار
چې راغی موږ ته يې خپل سر ومېنځۀ
او پړه يې واړوله واړه د ابلیس په غاړه
بل ته په خړه پړه ځمکه کې خالق د جنت
داسې وطن ور اجاره کړ چې ذرې ذرې يې
په زر جنته ښکلا ناز خرڅاوۀ
خو د دۀ وينه کې هم کب د پلار د ذات روان و
هماغه کب چې شجره يې سمندر ته رسي
او د لمبو له سمندره بېرون
لکه په سرو شگو کې پروت کب پايېدلای نه شي
ولاړ او په تور ماښام يې
د کوم تور دېو له نغري نه سووکي کړل را پټ
په جنتي وطن يې اور پورې کړ
موږ چې هر څومره پرې د اوښکو بارانونه وکړل
خو دۀ پرې نور پورې کړ،
نور پورې کړ،
نور پورې کړ
او بالاخره يې جنت په جهنم کړ بدل
زموږ سرور يې په يوه ناپايه غم کړ بدل
لاړو پرديو دوزخونو ته مو يووړه پنا
د ښکار تنځري شوو سېخونو ته مو يووړه پنا
اوس لور په لور لکه رټلي آواره دوزخيان
د حقارت ځنځير په غاړه په تنديو ټاپې
کله د يو کله د بل جهنم ور ټکوو
موږ دوزخيان چې سره مخامخ شو
اول د خپل پلار او نيکۀ اروا ته لاس پورته کړو
بيا يې د ياد په څليو کېږدو سپين د اوښکو نرگس
او بيا تر هغې چې مو غږ تر يوه بله رسي
د دوزخونو د قهارو پرښتو له جوره سر ټکوو

موږ له جنته رټل شوي آواره دوزخيان
د حقارت ځنځير په غاړه په تنديو ټاپې
لور په لور منډې وهو
د هر دوزخ له بندې دړې سره ټنډې وهو
په دې اميد چې په کوم کونج کې واخلو ساه د آرام
په دې اميد چې د پرديو دوزخونو سپرغۍ
پړکنده ستوري شي زموږ د سوي لوي ماښام
يا له پرديو دوزخونو خپلې لپه ايرې
په هوا وسپارو چې باد يې کړي زموږ په لمبه شوي جنت
خو لا مو هيڅ ځای د آرام بستر موندلی نه دی
چېرته چې لاړ شو د خپل سوي جنت ياد يې راته
په سرۀ دوزخ واړوي
موږ له جنته رټل شوي آواره دوزخيان
د پلار، نيکۀ د گناهونو ځنځيرونه وړو په غوڅو غاړو
شي را روان په کې د زهرو لښتي
چې کله غواړو چې مو ستوني شي لاندۀ په ناړو
سورې نارې وهو،
په منډو يې او هر چېرې چې
د کوم دوزخ په لرې څنډه کې څوک راکړي پنا
موږ په سکروټو تيمم ووهو
د سرو لمبو په مصله کېږدو داغلې ټنډې
سجده د شکر وکړو
او په دعا کې بيا له خدايه خپل جنت وغواړو
خو هغه موږ د راحتونو ازلي دښمنان
د نعمتونو ازلي کافران ښۀ پېژني
گمان مې نۀ شي، چې درېيم ځلې مو و ازمويي
موږ ور مالوم يو، زموږ پلار زموږ نيکۀ پېژني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.