غزل

احسان الله درمل

429

چې د توپان غوغا شوه ټول وو لکه خلي غلي
چا کاوه خيال چې دومره ژر به شي ښاغلي غلي؟

غرق چې په چيغو سمندر کړو ابشارونه نه شوو
شمې وو، موږ تر مرگه وسوځېدو غلي غلي

د بغاوت غږ د منصور غوندې بدنام ته پرېږدئ
د مصلحت په اشاره شول ټولمنلي غلي

غوڅ گل خوشبو شېندي او تورې سترگې هم غږېږي
د مرگ چوپتيا! شور دې منم که کړل دې ښکلي غلي

د ژوند او مرگ په بريد ولاړ همدغه توغ دی د غږ
له هدېرو سره يې څه فرق چې وي کلي غلي؟

د عشق جرس به ماتوي سکوت د ژوند د صحرا
دوړې به کښېني د سپرو او شي به پلي غلي

چې يې فرياد هم د ويشتليو له خولې پورته نه شي
اول باڼۀ کړي په کجلو بيا يې ولي غلي

عالي ظرفي غواړي درمله د رفعت نشه هم
کوڅو کې ناڅي بړبوگۍ، ولاړ وي څلي غلي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.