ملګري ملتونه: په هرو ۱۰۰زره ولادتونو کې ۶۳۷ ميندې مري

546

د ملګرو ملتونو سازمان د نفوس صندوق په افغانستان کې د میندو د مرګ و مير کچې د لوړيډو څخه اندېښنه ښودلې. دغه سازمان ويلي دي په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د حاملګۍ ستونزو په دلیل یا د ماشوم زيږولو پر وخت ژوند له لاسه ورکوي.

Afghanistan humanitäre Hilfeد ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (NFPA) په خپل يوه تازه رپوټ کې چې دوشنبې په ورځ خپور شوی، پکې يې په افغانستان کې د ميندو د وضعیت د لاخرابیدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې په هر ۱۰۰زره ژونديو ولادتونو کې ۶۳۷ میندې خپل ژوند لاسه ورکوي چې له دې سره افغانستان په آسیا او اوقیانوس سیمه کې د میندو د مرګ و میر له اړخه یو د لوړ میزان لرونکی هیوادونو څخه دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی که چیرته د میندو وضعیت ته پر وخت رسیدګي ونشي، نو دغه حالت به تر دې هم خراب شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نفوس صندوق ويلي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو او دغه هیواد باندې د بهرنيو مرستو په بندیدو سره، د خلکو وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په خپل بشردوستانه پروګرام کې د خدماتو د پراخولو له پاره، د ۲۰۲۲م کال له پاره د ۲۵۱.۹ ميليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ ويلي دي چې غواړي په دغو پیسو باندې د افغان حامله میرمنو روغتيايي اړتیاو او دغه راز د ۳،۹ ميلیونه افغانانو په ځانګړې توګه ۲،۲ میلیونه حامله ښځو، ۳،۲ میلیونه تنکي ځوانانو او د ۲۸۹ زره هغو ميندو حفاظت ته رسیدګي وکړي چې سږکال ماشومان دنیا ته راوړي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په خپل رپوټ کې د بیلګې په توګه د کندهار ولایت په ژيړۍ ولسوالۍ کې له داخلي بېځایه شوو څخه یادونه کړې ده چې هلته خلک مجبوره دي ساعتونه مزل وکړي تر څو یو روغتيايي مرکز ته ورسيږي.

Afghanistan Frauen Ärztinnen Hebammen Ausbildungملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو له پاره د ۲۰۲۲م کال له پاره د ۲۵۱.۹ ميليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده

د ملګرو ملتونو سازمان دغه بنسټ په ژيړۍ ولسوالۍ کې د یوې ۱۹ کلنې افغانې مور له قوله لیکلي دي چې هغې روغتايي او ولادي مراقبتونو ته د نه لاسرسي له کبله خپل د ګېډې ماشوم سقط کړی دی.

د انیسې په مستعار نوم دغې افغان مور ويلي دي: «ما سقط درلود او دوه کلنه لور مې هم ناروغه وه. موږ دواړو روغتايي پالنې ته اړتیا درولوده.»

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق دغه وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره د افغانستان په مختلفو سیمو کې روغتيايي سیار ټیمونه جوړ کړي دي تر څو هغو افغانانو ته چې روغتيايي مراقبتونو ته لاسرسی نه لري، خدمات برابر کړي.

دغه مور چې له دغو خدماتو څخه برخمنه شوې ده وويل: «زه نه پوهیدم چې چیرته ولاړه شم، بلاخره زموږ سیمې ته یو امبولانس راغی او موږ ته ېې وویل چې د وړیا درملنې له پاره ورته مراجعه وکړو. فوراً کور ته ولاړم تر څو مې دواړه لوڼې راواخلم چې درې واړه معاینه شو.»

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق استازی، الکساندر شاسا بوديروزا، ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې بشري بحران تر ټولو ډير ښځو او نجونو ته زیان رسولی دی. هغه وويل په هرو دوو ساعتونو کې يوه افغان میرمن د حاملګۍ او زیږون ستونزې په دلیل کوم چې په اصل کې د پیشګرۍ وړ مساېل دي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره، په سلونو روغتيايي مرکزونو چې د نړیوال بانک له خوا تمویل کېدل، خپل فعالیتونه متوقف کړي دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا وبا هم خپره ده، ډيری وګړي د شري او نورو ناروغیو پر وړاندې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.