غزل

هېواد شیرزاد

616
خپلو لاسونو رانه سر پرې کړ
نن يې د خداى دغه هنر پرې کړ
همداسې پروت په تورو خاورو ښه يم
چې ژوندانه نه مې وزر پرې کړ
د مينې کلي ته ونه رسېدم
که مې هر څو د ژوند سفر پرې کړ
لږ به غليم و، ډېر زه خپله ومه
چې مې له ځانه خپل ټبر پرې کړ
ما د فرهاد په صف کې مه ودروئ!
کله نو ما، هغسې غر پرې کړ؟
رنگ مې چې ورځ تربلې زېړ اوړي
زما يې زړه‌ په مازديگر پرې کړ
نن مې حواس زما په لاس کې نه وو
نن مې له « تا » نوم د دلبر پرې کړ
خدايه، احسان به دې امبار وي پر مونږ
که دې زمونږ له وطن شر، پرې کړ
د هېواد هيڅ درد ته مرهم نه شوم
ستونى مې وچ په « لر او بر » پرې کړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.