ښځه

سپوږمۍ وردګ

811

د ښځو نړیوالې ورځې په وياړ زما د ویاړمنې مهربانې مور پاکې ارواح ته او د هیواد ټولو با عزته او با همته ښځو ته ډالۍ

د کور ډیوه د ژوند ښکلا ده ښځه
د مهربان زړه تجلا ده ښځه
د محبت او راستۍ نښه ښکلې
له نفرتونو مبرا د ښځه
په بې غوریو د اغیارو ستي
مدام په درد کې مبتلا ده ښځه
څيرې ګریوان سترګې یی ډنډ د اوښکو
په طوفانونو کې بریښنا ده ښځه
ښځه ویاړمنه مور، خور ،خوږه لورکۍده
د ستا بریاوو ته ځلا ده ښځه
الله ورکړی لوړ مقام ښځې ته
له ظلم او زور نه ماسوا ده ښځه
ښځه د سولې د کوترې په شان
د جنک تورتم نه په ژړا ده ښځه
ویاړمه دا چې خدای کړم ښځه پیدا
تورو تيارو لره سبا ده ښځه
سپوږمۍکړي وړانګې لوی آسمان کې خورې
ځولۍ یی ډکه له ښکلا ده ښځه
د مارچ ٧ ، ٢٠٢٢

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.