ستوري

اجمل ستانکزی

1,050

هغه اجسام دي چې هستوي تعاملات (نیوکلیر فیوژن: هغه تعاملات چې واړه عناصر پکې یو ځای کیږي او لوی عناصر جوړوي.) پکې صورت نیسي او حرارت او رڼا تولیدوي. یا ستوري هغه کروي اجسامو ته ویل کیږي چې ډیری برخه یې له هایډروجن او هیلیم څخه جوړه شوې وي او دومره کتله ولري چې هستوي تعاملات (هستوي اتحاد یا فیوژن) پکې صورت ونیسي.

زمونږ لمر هم یو د منځنۍ درجې ستوری دی. په کایناتو کې ډیر لوی او واړه ستوري شته. چې لوی یې ډیره انرژي تولیدوي خو ژر له مینځه ځي ولې واړه یې بیا لږ انرژي تولیدوي خو ډیر وخت دوام کوي. ځینې لوی ستوري چې له ځمکې ښکاري عبارت دي له NML Cygni، WOH G64، VX Sagittarii، KW Sagittarii او نور …

د فضا په هر ځای کې ډلې ډلې ستوري وجود لري. دغه ډلې له یو بل څخه ډیره فاصله لري. د ستورو دغسې ډلې ته ستورټلیز یا کهکشان یا (Galaxy) ویل کیږي. زمونږ ستورټلیز میلکي وې (Milky Way) نومیږي چې تر سل ملیارده ډیر ستوري پکې اټکل شوي. په کایناتو کې بیا ملیاردونه ملیاردونه ستوري موجود دي چې ځینې يې له لمر نه لوی او ځینې واړه دي.

ستوري څنګه له منځه ځي؟

کله چې د یو ستوري کتله زمونږ د لمر د کتلې تر ۱۰ چنده زیاته وي نو دغه ستوري د چاودنې (سوپرنووا) په وجه له مینځه ځي. د دغې ډلې واړه ستوري (وړې چاودنې) نیوټران سټار شاته پریږدي او لوی ستوري (لویې چاودنې) یې بلیک هول شاته پریږدي.

نیوټران ستوري په طبیعت کې تر ټولو زیات کثافت لري مثلاً د یو چاکلیټ په اندازه مواد یې څو ټنه وزن لري چې که په ځمکه وغورځیږي نو په ځمکه کې به داسې ننوځي لکه چاقو چې په حلوا کې ننوځي. دغه ستوري شاوخوا ۱۲-۱۳ کیلومتره شعاع لري خو کتله یې زمونږ له لمر څخه چې نژدې ۷۰۰،۰۰۰ کیلومتره شعاع لري ډیره وی. نیوټرون ستوري د خپل محور شاوخوا ډیر په تیزۍ سره را څرخي. ځینې یې ان په یوه ثانیه کې څو ځله څرخي. جاذبه یې د ځمکې په نسبت شاوخوا ۱۰۰ ملیارده ځلې ډیره ده. له نیوټرون ستورو څخه په فضا کې د لار پیداکولو لپاره هم ګټه اخیستل کیږي.

زمونږ د لمر په شان او تر دې واړه ستوري بیا چوي نه بلکه پړسیږي او ورو ورو خپل بهرني قشرونه یا پوستکي له لاسه ورکوي. تر هغه چې بهرني ټول قشرونه یې له مینځه لاړ شي او شاته یې یو نسبتاً کم ګرم جسم پاتې شي. دغه جسم وایټ ډوارف بلل کیږي چې نور انرژي نه تولیدوي (دننه پکې هستوي تعملات ودریږي). دغه پاتې شوي اجسام د خپل پاتې شوي داخلي حرارت په وجه ډیره کمه رڼا او حرارت خپروي.

ډیر لوی ستوري چې کله چوي نو دغه ډول چاودنې ته هايپرنووا وای. هايپرنووا ډیری وخت بلیک هول شاته پریږدي.

ډیر زیات لوی ستوري بیا د تر ټولو قوي چاودنې په نتیجه کې له مینځه ځي. دې چاودنې ته ګاما رې برسټ یا د ګاما وړانګو وتل هم وايي. په بله معنا دا ډول چاودنې د ګاما مضرې وړانګې تولیدوي. دا ډول چاودنې یو ډیر لوی بلیک هول (سوپر میسیف بلیک هول) را مینځ ته کوي. دا چاودنې په کایناتو کې تر ټولو ډیرې روښانه او خطرناکې دي. ګاما وړانګې ډیره لوړه فریکونسي لري او ژوندیو موجوداتو ته ډیرې خطرناکې دي. که زمونږ په ستورټلیز یا کهکشان کې داسې کومه چاودنه وشي او دا وړانګې د ځمکې په خوا راشي نو د ځمکې په سر ډیری ژوندي موجودات به له مینځه یوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.