د ښځو د نړیوالې ورځې « د مارچ اتمې» حیثیت 

مهرتاج

1,097

د ښځو د نړیوالې ورځې « د مارچ اتمې» حیثیت

 تاریخچه:

_ د ۱۸۵۷ م کال د نیویارک د ښار د نساجي فابریکې ښځو ته د خپل انساني کرامت او انساني حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ. دا ورځ د ښځو پر وړاندې د ظلم، استبداد، استثمار او نژادي تبعیص پر خلاف د مبارزې د پیل ورځ وه.

د یادې فابریکې کارکوونکو ښځو به کار کاوه خو اوجوره به نه ورکول کیده، کاري ساعتونه به یې نه وو معلوم او رخصتي به یې هم نه درلوده ځکه دوی پاڅون وکړ.

په کال ۱۹۰۸ م یانې پوره ۵۱ کاله پس د نیوریارک کتان نساجي فابریکې ښځو یو ځلې بیا د خپلو انساني حقوقو او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ظلم پر خلاف غږ پورته کړ او یو ځلې یې بیا په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ، چې په دې دوران کې دغو ښځو ته درنه مرګ ژوبله هم ور په برخه شوه او«  ۱۳۰ » تنو ښځو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.دا ښځې عملاً د فابریکې د مالکینو له خوا په فابریکه کې وسوځول شوې.

د دې سوزولو او وژلو عمده سبب دا و،  چې په ټوله نړۍ کې د ښځو غږ پورته نه شي او ښځه همېشه د ظلم او تېریو لاندې ونیول شي؛  خو د نیویارک ښار د فابریکې ښځو کار کوونکیو ذاسې قرباني ورکړه چې ټول عمر به یې د نړۍ انسانان په یاد ساتي.

په کال ( ۱۹۱۰ م) کې د نړۍ له اولسو هېوادونو څخه له سلو نه زیاتې ښځې د دوی د حقوقو لپاره په ډنمارک کې سره را غونډې شوې او د ښځو د انساني حقوقو ساتني لپاره یې یو پرېکړه لیک صادر کړ.

په کال ( ۱۹۱۱)  کې د اول ځل لپاره د نړۍ مبارزو ښځو په امریکا کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو نړیواله ورځ په داسې حالاتو کې ولمانځله، چې په میلونونو ښځو او نارینو وو په کې برخه درلوده د دې لپاره چې د ښځې انساني حقوق لکه،  په ټاکنو کې د ښځو برخه، ښځو ته په سمه توګه د هغوی د کار پیسې ورکول، د کار وخت یا ساعتونه د ښځې د ناروغتیا « لنګوال» په وخت کې هغوی ته بامعاشه رخصتي ورکول او داسې نورو ستونزو حل لپاره دا یو ټاکل شوې ورځ وه او د مارچ اتمه نېټه یې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله.

په کال ( ۱۹۷۵م) کې نړۍ دې ته غاړه کېښوده، چې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په رسمیت وپېژني او د نیویارک د نساجي فابریکې پېښه هېڅکله له یاده ونه باسي.

په کال ۲۰۰۱ م کې د ملګرو ملتونو له خوا د میلونیم ژمنلیک تصویب شو،  چې د دې معاهدې اصلي هدف د ښځو او د نارینه وو برابر حقوق په هره برخه کې دي او د ښځې پر خلاف د هر راز تاوتریخوالي منعه اعلان شوي دي.

ـ ښه نو دا وه لنډه کتنه یا تاریخچه د مارچ د اتمې نیټې یا دښځو د نړیوالې ورځې په هکله.

اوس پوښتنه دا ده چې؛   مونږ دا ورځ ولې او د څه لپاره لمانځو؟

د یادې فابریکې د ښځو قربانیانو لپاره او که د نړیوالي معاهدي له مخې؟ او که د ښځې د انساني کرامت او حقوقو لپاره؟

فرض به کړم، چې د ښځو د انساني حقوقو او کرامت لپاره!

خو بیا ولي اتم د مارچ؟

اول خو شکر زمونږ افغانانې او مسلمانانې ښځې نه د کار کولو لپاره دي او نه ورباندې نفقه شته.زمونږ نارینه ښځو ته په پوره معنا احترام او په پت و عزت قایل دي. البته یوه نیمه استثنا او پیښې، حق تلفۍ قضیې پکې پیدا کېږي. منم خو په نړیواله سطحه یې نه منم.

بله خبره:  که خبره د حقوقو غوښتلو او اواز پورته کولو شي نو بیا ولي د هغو مېرمنو ورځې نه یادیږې چې؛ پوزې ترې پرې شوې،  په دار ځړول شوې، جنسې تیری پرې شوی، په بدو کې ورکول شوې، د پوهنتون و ښوونځي دروازې یې پر مخ تړل شوي، او بلخصوص!!  د هغې مظلومې فرخندې ورځ ولي نه لمانځل کېږي چې: په نامعلوم او بې ثبوته تور سنګار او ژوندۍ وسوځول شوه؟!

پاتې نورې پېښې له ما تاسو ته بهتره درمعلومیږي، غږ د هغو افغان میرمنو پورته او حق یې وغواړئ چې زمونږ لپاره یې قرباني ورکړي او چا یې د غږ پورته کولو او یا حق غوښتلو پاڼه نه اړولې او نه هم یادي کړي دي.

زما په وطن کې زما افغانې میرمنې حتی له خپلو شرعي و روا حقوقو خبرې نه دي، برخمني کیدل خو یې د هندو له کوره د قران وتل دي.

د هغې ورځې د لمانځلو په هېله چې زموږ افغانو ښځو ته پکې خپل روا و انساني حقوق ورکړل شي او خپلواکي و حق ورکول یې ولمانځو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.