د پلوټو په اړه معلومات

اجمل ستانکزی

951

پلوټو چې يوه فرانسوي کلمه ده Pluton (پلوټون) ورته ويل کېږي او په انګليسي ژبه کې ورته Pluto وايې …
پلوټو د شمسي نظام کوچنۍ سياره چې د کوېيپر بيلټ Kuiper belt په کمربند کې قرار لري پېژندل شوي.

کوېيپر بيلټ Kuiper belt څه شئ دى؟:
کوېيپر بيلټ د لويو او کوچنيو ډبرو، د يخو ټوټو، ګرد او غبارو هغه حلقوي کمربند دى چې د شمسي نظام شاوخوا د دايرې په شکل را تاوو شوى او په دغه کمربند کې کوچني او غټ جسمونه لکه شهاب ډبرې او داسي وړوکي جسمونه لکه پلوټو په شان سيارات هم وجود لري چې په انګليسي ژبه کې ورته Dwarf planets وايې …

د پلوټو د کشف په اړه په کال 1930 کې دغه اسمانې جسم د سياراتو په جدول کې د شمسي نظام نهمه سياره ثبت شوه خو وروسته بيا په کال 2006 کې د ستوري پېژندونکو د شورا لخوا ورته د کوچنيو سياراتو نوم ورکړل شو. يعنې دا مانا چې پلوټو ته مونږ سياره نشو ويلى ځکه چې سياره بايد د جسامت له لحاظه لويه او غټه وي …

ځانګړتياوي:

کشف کوونکى ………. (کلايډ ټومباو)
د کشف نېټه ………..(کال 1930 ميلادي)

طبقه_بندى:

کوچنۍ سياره
پلوټويډ جسم
د کوېيپر کمربند
پلوټونيو

د_کپلري_مدار_عناصر:

نيم لوى قطر …………….(5,874,000,000 کيلومتر)
د مرکز څخه د خارج درجه ………..(671 664 0,244)
منځنۍ انومالي ……..(°04 122 14,860)
د انحراف زاويه …………..(17,151 °394)
حضېض …………(763 113 °49)
اوج او لوړوالى ………..(7,311,000,00 کيلومتر)
د مدار تناوب ……….(90,645 ورځې. 247,68 کاله. 14,164,4 لمرېز نظام ورځې)
د هلال تناوب دوره ……….(366,73 ورځې)
د مدار منځنى سرعت ……….(4,7 km کيلومتر فې ساعت)
سپوږمکۍ ………..(5)

فزيکي_ځانګړتياوي:

منځنۍ شعاع ………..( 1184±10 km کيلومتره)
د سطحې مساحت …..( 10×1,665 په توان د 7 کيلومتر مربع )
حجم ………..( 10×6,39 په توان د 9 کيلومتر مکعب)
د سطحې جاذبه ……….(0,658 m/sec2)
د تېښتي سرعت ……..(1,212 k/sec)
څرخېدل ………..(6,387 °230 ورځې)
پر استوا د څرخېدو سرعت ….(48,17 کيلومتر پر ساعت)
محوري انحراف ……..(°199,591)
د سطحې د حرارت درجه کلوين ………( حداقل 23 K )
د سطحې د حرارت درجه کلوين ……..( منځنۍ 44 K )
د سطحې د حرارت درجه کلوين ……..( حداکثر 55 K )
ظاهري قدر ………..( 13,65 تر 16,3 )
مطلقه قدر (H) ………………( 0,-7 )
زاويوي قطر ………….( 0,065 تر 0,155 )

اتمسفير:
د سطحې فشار ………..(0,3 پاسکال)

پلوټو د پخواني وخت روم په قصو او عقايدو د يو خداى نوم دى چې د سرپوښلې نړۍ يا د ځمکې لاندي خداى مانا ورکوي. دغه نوم پلوټو ته ځکه ورکړل شوى چې د ځمکې څخه زياته فاصله په درلودلو قرار لري. د پلوټو جوړښت د ډبرو او يخو ټوټو څخه جوړ شوى چې قطر يې مجموعاً 2370Km کيلومتره او د ځمکې څخه يې فاصله 7,5 ميليارد کيلومتره ښودل شوى.

د_پلوټو_مدار:

د پلوټو مدار د ځمکې خلاف او د اوو 7 نورو سياراتو د مدار خلاف په دايروي شکل صورت نه نيسي بلکه د مدار شکل يې بېضوي او ډېر د مرکز څخه خارج دى او پر مدار د څرخېدو دوره يې نږدې 248 کاله محاسبه شوى.
د پلوټو مدار ډېر غير عادي شکل لري او د نپټون د مدار سره چې د شمسي نظام اخرنۍ سياره ښودل شوي پر دوه نقطو کې اختلاف لري. د پلوټو فاصله د لمر څخه او د خپل مدار د اوج څخه 49 نجومي واحده قرار لري يعنې په حدود د 50 برابره د ځمکې څخه فاصله تر لمره ښودل شوي. پلوټو د خپل حضېض څخه تنها 29 نجومي واحده د لمر څخه واټن لري. د پلوټو مدار د دايره البروج څخه 17 درجو څخه يو څه زيات انحراف لري. او ددغه انحراف علت دى چې پلوټو خپل نيم مسير د ځمکې د مدار او نيم مسير د لمر شاوخوا وهي …

داسې ګمان هم کېږي چې پلوټو او نپټون مدار په يوه مشترکه نقطه کې قرار لري يوشان دى او ممکن دا چې د مدار وهلو په وخت کې د يو بل سره ټکر شي. خو ورورسته کله چې د پلوټو او نپټون د مدار څرنګوالى معلوم شو او د څېړنو پايله منفي وه يعنې د دوو سياراتو د ميل زاويه او د مدار تناسب يې 3:2 ښودل شوى نو د دغو دوو سياراتو د ټکر موضوع په اوسني حالت کې غير ممکن دى.

د_پلوټو_سپوږمکۍ:

پلوټو چې خپله يو وړوکي سياره ده خو دا سياره 5 سپوږمکۍ هم لري. چې ترټولو لويه سپوږمکۍ يې د کارون په نامه يادېږي …
د پلوټو د نورو سپوږمکيو نومونه لکه:
نيکس
هيډرا
اس S 211 P1
اس 2012 S پي 1
چې تر ټولو کوچنۍ دي د پلوټو شاوخوا څرخېږي.

پلوټو_څنګه_کشف_شوه؟ :

کله چې د شمسي نظام مطالعه وشوه او سيارات کشف شول نو داسي باور هم شتون درلود چې د شمسي نظام د سياراتو نه بعد به څه وجود ولري؟ دغه باور وو چې ستوري پېژندونکي يې وهڅول ترڅو د شمسي نظام حاخوا نورې اسماني پديدې هم کشف کړي. نو په نولسمه ميلادي پيړۍ کې د سياراتو د کشف موضوع ستورو پېژندونکو توجه ځانته کړه.
نو په پايله کې يو مشهور فرانسوي رياضي پوه (اوربن جان جوزف لووريه) په کال (1811/ 1877) کې د نيوټن د کلاسيک ميکانيک په مرسته د نپټون د کشف سبب وشو او د اورانوس د مدار هغه اهتزازات هم وموندل شول چې نپټون سياره يې وموندله. ګمان دا چې يوه بله سياره هم شتون لري نو دغه موضوع يې د يو الماني ستوري پېژندونکي (يوهان ګوتفريد ګاله) سره شريکه کړه نو په پايله کې يې د نپټون سياره وموندله. وروسته د نپټون د کشف څخه د نولسمي پيړۍ په اخر کې داسې ګمان بيا وشو چې د نپټون د سيارې بعد به هم يوه سياره شتون ولري ځکه چې د اورانوس پر مدار به يې تاثير کول …

نو په کال 1894 کې د امريکا په اريزونا آيالت کې يو بل ستورى پېژندونکى (پرسيوال لوول) قصد درلود چې د نپټون نه بعد کومه بله سياره کشف کړي. ده غوښتل چې د نپټون او اورانوس د مدار تاثيرات مطالعه کړي او داسي ګمان يې کول چې حتماً کومه بله سياره به هم وجود ولري او د اورانوس پر مدار تاثير کوي …
خو مخکې له دې چې پلوټو کشف کړي په کال 1916 کې په حق ورسېدل. نو يو بل ځوان ستورى پېژندونکى چې د (پرسيوال لوول) شاګرد وو او (کلايډ ټومباو) نومېدل د پلوټو د کشفولو څېړنو ته يې دوام ورکړ …
په کال 1930 کې (کلايډ ټومباو) د ټلسکوپې دوو عکسونو په مقايسه کولو سره وتوانېدل چې پلوټو کشف کړي. او دغه وو چې د لمړي ځل دپاره يې پلوټو سياره کشف کړه او ورته د روميانو د مرګ د خداى نوم ورکړ چې پلوټو Pluton ورته وايې.

د_پلوټو_داخلي_جوړښت:

د پلوټو جوړښت له دريو اصلي سرچينو جوړ شوى:
1: يخ شوى نايټروجن
2: يخ شوي اوبه
3: ډبرې

د هابل د ټلسګوپ په مرسته پلوټو غلظت يې د 1,2 تر 1,8 پوري ګرام پر سانتي متر مکعب تخمين کړ. احتمالاً داخلي جوړښت يې په سلو کې 50 نه تر 70 فيصدو له ډبرو او 30 نه تر 50 فيصدو د يخ شوي اوبه څخه تشکيل شوى وي.
د هستې قطر يې 1700 کيلومتر (70 فيصده د سيارې قطر) ښودلى. د سطحې تودوخه او د اوبو لوى کنګل شوي بحرونه چې 100 او 180 کيلومتره په پورتنى سطحه قرار لري پلوټو ته نوى رنګ ورکوي.
پلوټو يو نازک اتمسفير هم لري چې د نايټروجن (N2), ميتان CH4) او کاربن مونواکسايډ (CO2) څخه تشکيل شوى. د دغه اتمسفير د فشار ميزان حدود د 0,65 نه تر 2,4 پاسکال يا په بل عبارت (6,5 تر 24) ځلې دى. چې په تقريبي صورت سره يو ميليون نه تر 100.000 ځلو د ځمکې د اتمسفير څخه کم دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.