فریاد

نیک ځاځی

613

موږ که وهل کيږو وژل کيږو عدالت دی
پوښتنې مقام نشته دا څنګه امارت دی

موږ ته ويل کيږي چوپ شئ څه مه وايئ ـ
يوازې درومئ مدرسې ته ښوونځی نور مه وايئ

 هرڅه چه درسره کېږي وای دا ستاسې قسمت دی
پوښتنې مقام نشته دا څنګه امارت دی

چه راغلل وهيوادته هيواد ټول توره تياره شو

بندشول مکتبونه پوهنتون مو هم بسته شو

نجونې ټولې ژاړي وايي دغه څه حالت دی
پوښتنې مقام نشته دا څنګه امارت دی

 که وکړو لاريونونه ياوغواړو حقونه
يا ووايو د زړه درد نړيوالو ته حالونه

جواب موږ ته لغتې کوتکونه اوټوپک دی
پوښتنې مقام نشته داڅنګه امارت دی

څوک ووژل بمونو څوک ښکار د واسکټو شول څوک وخوړل ماهيانو څوک ځوړند تر طيارو شول

پوهيږم چه تا تعلیم کړی ټول د ترور اودوحشت دئ
پوښتنې مقام نشته داڅنګه امارت دی

ځانته غواړي جمهوريت او موږ ته امارت
دا ټوله شيطاني دی د پنجاب د بربریت

 که يو نه شئ ولسه تاسو برخه تل خواري دی او ذلت دی

 پوښتنې مقام نشته دا څنګه امارت دی

قوماندان ، وکيل زورمند هيواد کي ورک شول امنيت شولو هم ټينګ سپک دسپکو سره سپک شول

ملي بيرغ مو وياړ هم سمبول دملي وحدت دی
پوښتني مقام نشته دا څنګه امارت دی

نورژوند خو دلته ګران دی بايد ولاړ شم
زه که شوم سپين ږیری يو بچي ته لاس په کارشم

 ځاځی درڅخه ولاړلو وطنه څو چه دلته جهالت دی
پوښتنې مقام نشته دا څنګه امارت دی

مکروريان کابل

  ۲۹اګست

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.