که نر یې راشه افغانستان ته او ښځه شه

پوهندوی آصف بهاند

1,079

د نجلۍ او هلک حقونه

د افغانستان غوندې هېواد په کورنیو کې د یوې نجلۍ موقعیت

«که نر یې راشه افغانستان ته او ښځه شه

مارچ اتمه

د ښځو نړیواله ورځ

په یوه نرواکې ټولنه کې که د ښځو او نجونو د ژوند پر حالاتو خبرې کېـږي، نو له لسگونو او سلگونو نا خوالو سره مخ کېدای شو. دا دود له سلگونو کلونو را په دېخوا پر افغانانو حاکم دی چې د یوه مور پلار اولادونه به وي، په یوه کاله کې به زېـږېدلي او لوی شوي وي، پر یوه دسترخوان به یې ډوډۍ خوړلي وي او په یوه انگړ کې به لوبېدلې وي، خور ــ ورور به وي؛ خو په عملي ژوند کې د همدې خور ــ ورور په حقونو کې به لوی توپیر موجود وي، هلک به ډېر څه کولای شي، خو د نجلۍ خوله، سترگې، پښې او لاسونه به په دې خاطر تړلي وي چې دا نجلۍ ده، ډېره ازادي نه لري او…

دا د یوې افغان ښځې/ پېغلې Asma Paktiawalh غږ دی چې په انتقادي ډول یې خپله چیغه د همدې توپیرونو په برخه کې لوړ کړی دی:

«د نجونو ناآرامي باندې وپوهېـږئ!

نجونه د هلکانو په شان نۀ‌ شي کولی چې:

زړه ئې تنګ شي نو زنګ ووهي؛

همزولې، ملګرې راټولې کړي او لرې، لرې لاړې شي!

د هلکانو په ‌شان نۀ ‌شي کولی چې:

چا سره ئې لانجه شي، په قهر له کوره ووځي!

نشي کولی کله چې غوسه شي، څه مات کړي، او بیا ټول ووایي چې هلک دی حق لري!

نۀ‌ شي کولی چغې ووهي!

نۀ‌ شي کولی ووایي له څه ناارامه دي؟

نو دوستانو!!!

نجونه چې کله خفه شي له ټولې دنیا نه لـــــرې،

په کوټه کې ځانونه بندي کوي!

نجونه داسې څه نۀ لري چې ځان پرې ارامه کړي!

یوازینۍ تکیه ئې خپل بالښت وي،

چې بې‌غږه خپلې اوښکې پرې تویوي!

پۀ غوږیو کې غمجنې سندرې ئې یوازینۍ ملګرې وي!

نجونه چې یوازې شي د هرڅه جېل تېروي، حتی’ د احساس هم…!

جینۍ اوسېدل حرمت لري… درک ئې کړئ…!!!»

په افغانانو کې د نجونو او هلکانو تر منځ توپـيـر او حقونه ورکول په ټولو کورنیو کې شته او دا قانون هم لکه ځینو نورو قوانینو غوندې پر افغانانو باندي په نامريي ډول حاکم دی او ډېرې تحصیل کړې کورنۍ یې هم تطبیقوي.

د کورنیو له خوا د نجونو او هلکانو تر منځ د توپـیـر قایلېدلو یوه بله بېلگه دا ده چې ځینې میندې ــ پلرونه نجونو ته ډېر څه نه ورکوي او حتی هغومره چې اړینه ده درناوی یې په دې نامه نه کوي چې وايي:

«نجلۍ د بل کاله ده، یو وخت په خپله مخه ځي.»

دا ناسم دود هم په ډېری کورنیو باندې حاکم دی. دغو غیر انساني دودونو ته په کتو سره دا خبره ښه صدق کوي چې په افغانستان غوندې وطن او ټولنه کې نجلۍ یا ښځه کېدل څومره دروند کار دی، همدا زموږ د ټولنې نجونې او ښځې دي چې دا بار د ژوند پر اوږو وړي او د عمر تر پایه یې زغمي.

چېرې مې د چا له خولې اورېدلي وو چې ویل یې:

 

«که نر یې راشه افغانستان ته او ښځه شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.