بیعت که انتخابات؟

زبیر افغان

746

په دې مقاله کې غواړم د بیعت، انتخاباتو او حل و عقد په اړه ځينې ناروښانه ګوښې راوسپړم. تر اسلام مخکې عربو د سودا مهال رواج در لود چې د فاینل سودا لپاره يې یوبل ته لاسونه سره ور کول چې بیعت صفقه ورته ویل کیدل. همدارنګه يې له خپلو مشرانو سره د وفادارۍ په پار هغه ته لاس ور کاوه، د اسلام تر راتلو وروسته همدا طریقه په مسلمانانو کې هم رواج شوه او له خپلو مشرانو سره به عوامو بیعت کاوه چې هغه ته د وفاداري ژمنه ور کړي او هم له هغه څخه وعده واخلي څو زموږ له حقونو به دفاع کوي او هر مسوول کس د خپل ولس په وړاندې مسوول دی چې دا لاس ور کول يې د دواړو خبرو ثبوت و.(د ابن منظور لسان العرب، بیروت دار احیاء التراث العربي چاپ: ۱۴۰۸ هق، ۷/۵۶۳، سید محمد حسین طباطبايي المیزان: ۱۸/۴۷۲، ۵ چاپ د قم موسسه مطبوعاتی اسماعلیان، د ابن اثیر نهایه: ۱/۴۷۱، لومړی چاپ، بیروت مکتبه المعارف ۱۹۶۶م)

د حل و عقد په اړه لغتپوهان وايي چې حل خلاصولو او د یوه جامد شي ویلېدو ته هم ویل کېږي، عقد بیا غوټې ته وايي، نو خلاصول او غوټه کول يې لنډه معنا ده چې دلته د مسلمانانو د عامه چارو د سمبالښت په خاطر د نظام ایجادول هدف دي، اصلن باید عقد و حل لیکل شوی وای، ځکه تر عقد وروسته حل موجودېږي خو ممکن ځینو د سهولت په خاطر همداسې لیکلی وي. پر دې موضوع ځینو څېړونکو نوشته کړي چې د حل و عقد اصطلاح لومړی ابو بکر باقلاني په خپل کتاب کې کارولې ده چې وروسته بیا پسې عامه شوه. نوموړی عالم په ۴۰۳ کې مړ دی نو معلومه شوه چې په څلورمه هجري پيړۍ کې هغه دا اصطلاح رامنځته کړې ده او له دې هر څه سره دوی ادعا کړې ده چې دا یوه اسلامي او شرعي صبغه لري!(القاموس المحیط باب اللام فصل الحاء ماده حل مخ: ۱۲۷۵، اهل الحل والعقد، صفاتهم و وظائفهم، د دکتور عبد الله بن ابراهیم الطریقي مخ: ۱۸، او ۲۶)

انتخاب هم د دې دوو الفاظو په شان عربي لفظ دی چې معنا يې ټاکنه ده، د انتخاباتو اصطلاح بیا نوې ده چې پخوا نه وه کار شوې او د ټاکنې په معنا ده. له دې اصطلاح هدف دادی چې ولس د خپلې مشرۍ او شورا لپاره ځينې کسان په خپلو رایو ټاکي(انتخابوي).

ځينې کسان فکر کوي چې بیعت په اسلام کې ريښه لري، همدا شان د حل و عقد له لارې رامنځته شوی حکومت اسلامي صبغه لري اما انتخابات بیا په اسلام کې ناروا دي. زما په اند دوی په ديني مفاهیمو کې تر ماهیت شکل ته ډېره توجو کوي، که په دې پوه شي چې له هرې زمانې سره د شرعي احکامو د تطبیق اړتیا ده، نو بیا اړینه ده چې تر شکل ماهیت ته ډېره پاملرنه وشي او انتخابات د بیعت یو نوی ورژن وبلل شي همدا شان د حل و عقد ځای باید لويي چرګې ته پرېښودل شي او د شورا د پخواني نوم پر ځای نوی نوم پارلمان غوره شي او د غوراوي طریقې به يې هم حتمن فرق سره کوي که څه هم پخواني د شورا او حل و عقد د انتخاب پر یوه طریقه جوړ نه دي سره راغلي او ګڼې طریقې يې بیان شوې دي نو نن هم شونې ده چې یوه بله طریقه د اوس وخت غوښتنو او حالاتو ته په کتو پر اضافه کړو. ځکه د وخت له تېرېدو سره نوي مفاهیم رامنځته کېږي، غوښتنې نوې او زیاتېږي، کلتور او فرهنګ ته نوي شیان لار پيدا کوي، له یوه ځایه بل ځای، له یوه وخته بل وخت، له یوه قومه بل قوم او له یوه ملته بل ولس ته غوښتنې او تقاضاوې بدلېږي، د دې لپاره اړینه ده چې تر شکل ماهیت مهم وګڼو.

تر دې مقدماتي خبرو وروسته زه اصلي خبرې ته راځم. زما په اند بیعت د انتخاباتو یو پخوانی شکل دی، اصلن مهمه دلته داده چې د ټولنې لپاره یو مسوول وټاکل شي چې د هغه په مشري کې د خلګو چارې مخته یووړل شي، په دې ځای کې هدف بیعت نه دی نه انتخابات دي، بلکې دلته هدف د یوه زعیم انتخاب دی چې د هغه تر مشري لاندې چارې سمې پر مخ ولاړې شي، که د انتخاباتو پر حراموالی او د بیعت پر شرعي والي خبرې ګرمي کړو نو له موږ به اصل مقصد ورک وي او په وسیله غوندې شیانو کې به مو بحث پيل کړی وي. زه د ځينو کسانو په شان اصلن له لویه سره دا نه منم چې نظام هم اسلامي و نااسلامي کېدای شي، اسلام او کفر د انسان کړنې دي، که اطاعت وکړي او پر خپل رب و رسول يې ایمان راوړي نو مسلمان دی او کنه منکر(کافر) دی. نظام د عامه چارو د سمې سمبالونې یو چوکاټ دی او چوکاټ ته د کفر یا اسلام نسبت کول زما په اند سهي نه دي. په اسلامي نصوصو کې هم د نظام په اړه د اسلامي یا شرعي نظام یا هم د کفر نظام هيڅ هم نه شته نه دا راغلي چې دغه شرعي امیر دی او هغه بیا کفري امیر دی. همدا شان شریعت کوم چوکاټ هم نه دی مقرر کړی چې په دې چوکاټ کې دننه دې نظام جوړ شي څو اسلام یا شریعت ته منسوب شي او که دا نه وي بیا کفر یا نااسلامي ته منسوبېږي.

د شرعي لومړیتوبونو په پېژندلو موږ کولای شو چې د داسې بې فایدې کشالو او شخړو مخه ونیسو. لومړی باید هغه اولویتونه په ګوته شي چې د شریعت هدف دي او د هغو لپاره جدي مبارزه وشي نه دا چې له شریعته سیاسي قدرت ته د رسيدو وسیله جوړه شي او د انسانيت لپاره راغلی رحمت دین د ځينو خاصو کړیو د انحصاري قدرت په وجه د سیاست غوندي بدنام شي، هغه دین چې هدف يې انساني و بشري اصلاح وه ولې باید په لوی لاس د انساني خرابونې او وژنې کار ترې واخیستل شي؟!

مهمه دا ده چې پر بشر د ظلم مخه ونیول شي، انسان د انسان له مرییتوبه ازاد شي، خلګ د باورونو په انتخاب کې ازاد پرېښودل شي، کوم څه چې په دين و شریعت کې راغلي هغو باندې باور وساتل شي او د څه په اړه چې يې سکوت کړی هغه دنیوي چارې وګڼل شي او په هغه ډول مخته یووړل شي چې د بشر په ګټه وي، زمان او مکان يې تقاضا کوي. له وخت سره ټکر یوازې د بشر په تاوان تمامېږي او که د ټکر لامل هر ډول عقیده یا باور وي نو هغه باور و عقیده به هم ډېره بدنامه شي.

پاته شوه د حل وعقد موضوع؛ دا اصطلاح لومړی د یوه عالم له لورې په څلورمه هجري پېړۍ کې استعمال شوه چې وروسته د نورو عالمانو له لوري تر کارونې وروسته پسې عامه شوه. یعنې د خیر القرون د زمانې اصطلاح هم نه ده چې ځينې خلګ يې د حکومت لپاره د یوه اسلامي موډل په توګه وړاندې کوي، ممکن د هغه وخت غوښتنه به وه چې هغوی ایجاد کړې ده اما نن اړینه نه ده چې موږ دې دا موډل نظام جوړ کړو او د خپل وخت عيني شرایط له پامه وغورځوو. د عبد الله بن ابراهیم په پاس یاد شوي کتاب کې یادونه شوې ده چې اهل حل و عقد او اهل شورا هم تر خپل منځ توپير سره لري، ده ویلي چې اهل حل و العقد دوامداره دنده نه لري، بلکې موقته چاره ده، له دوی مشوره نه غوښته کېږي بلکې د یوې ستونزې د حل په موخه راغونډېږي او حل وړاندي کوي، مګر اهل شورا بیا دوامداره خپل کارونه مخته وړي، د مشورې تر طلب وروسته هغوی مشوره ور کوي او داسې نور ټکي.

ما چې په هغو توپيري ټکو کې فکر وکړ نو عینن زموږ د زمانې لویه جرګه او ملي شورا غوندې یو شی ترې راوتی. اهل حل و العقد لویه جرګه ده او ملي شورا بیا د هغې زمانې اهل الشورا دي. انتخابات عینن د بیعت نوی شکل دی چې له نن زمانې سره سمون هم خوري او د حالاتو غوښتنه هم ده.

زما په اند پر دې موضوعاتو شخړه یوازې لفظي ده، حقیقت کې دا یو شان دي، دوی هغه زمانه کې یو نوم ور کاوه او نن خلګ بل، هغه زمانه کې به يې ممکن شکل یو رنګه وو او نن به يې لیږ تغییر کړی وي، دا تغییر یوازې په دې چارو کې نه راځي، بلکې په نورو شیانو کې هم راغلی دی، مثلن: حج ته تلل، اذان کول، د شاهدۍ په اړه له نویو وسایلو کار اخیستل، د جنس یا سره و سپينو پر ځای د کرنسۍ کارول او داسې نور، لکه دا یاد شیان چې د وخت غوښتنه وه او ده، همدارنګه انتخابات، لویه جرګه او ملي شورا هم د وخت غوښتنې دي چې د شکل په لیږ تغییر د هماغه اهدافو لپاره کارېږي لکه دوی چې بیعت، اهل حل و العقد او اهل شورا په خپله زمانه کې کارول.

د یو شي هدف مهم وي، هغه ته وسیلې که هره یوه وي توپير نه لري چې اصل هدف ته لاس رسی په پيدا کېږي نور وسایل ممکن مختلف وي، د زمانې په تېرېدا سره توپير هم وکړي او د کلتورونو ادلون بدلون هم تغییر ور کړي، خو هدف به له لاسه نه وزي، کله چې هدف په هره وسیله تر لاسه کېږي هماغه وسیله سمه ده او د الفاظو پر سر يې شخړه د هوښیارانو کار نه دی؛ خو د وسیلې بدلون هم په هره موضوع کې او هر ځای کې شونی نه وي، د دې لپاره هم خپل موارد شته، ځينې وختونه ممکن یوه نیک کار ته خلک له بدو وسیلو ځان رسول غواړي خو دا کار یې شرعي مجوز نه لري.

۲۰۱۸/ ۱۰/ ۳۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.