له انسان سره د پيدايښت په اړه نه مشوره

زبیر افغان

491

دا خبره هم د ځینو کسانو له لوري کېږي چې ولې له انسان سره د هغه د پيدايښت په اړه مشوره نه ده شوې؟ ما د کایناتو او انساني ژوند هدف څه دی؟ تر سر لیک لاندې یوه بله لیکنه کړې وه، هلته مې دا روښانه کړې ده چې کاینات او انسان ولې رامنځته شوي دي؟ که لنډ ووایم نو هستي یو نعمت دی، چې الله تعالی د خپلې لوریینې له مخې دا کار کړی دی، لکه زموږ یو ملګری موږ ته ډالۍ راکوي، په دې سره هغه نه پوښتل کېږي چې ولې دې ډالۍ را کړې ده؟ دا د هغه یوه لوریینه وه، په دې سره يې باید مننه وشي، نه دا چې د نیوکو سبب شي.

موږ په خپله او شاوخوا ټولنو کې وینو چې که څوک میلمستیا کوي، نو له خلکو سره مشوره نه کوي چې میلمستیا درته وکړم؟ بلکې زنګ ورته کوي او د خپلې ډوډۍ دعوت ور کوي، ډالۍ هم خلک په مشوره نه ور کوي، بلکې یو څوک درته راځي یا ورسره مخېږې، هغه درته ډالۍ راوړې وي او موږ يې یوازې په مننه ویلو ځنې منو، یو څوک له چا سره مرسته کوي، موږ يې مرسته نه ردوو، بلکې دغه کړنه يې ستایو او تشکري ځنې کوو، بیا يې مرسته هم په سر اوسترګو راته د منلو وړ وي.

خالق چې انسان پيدا کړی دی، دا هستي د هغه له لوري یو نعمت دی، یوه ډالۍ ده، د نیوکو سبب دې نه شي، بلکې تشکري يې په کار ده. دا چې څنګه دا نعمت دوامداره کړو او د هغه خالق تشکري څنګه وکړو؟ هغه يې په اړه خپله لارښوونې کړې دي، موږ يې په خبر کړي یو، که د هغو هدایاتو په رڼا کې عمل وکړو، نو هم به دغه نعمت له زوال څخه وساتل شي او هم به د هغه د لوريینې مننه وشي.

دویم د غور وړ ټکی دا دی چې انسان د خپل اینده په اړه هيڅ ډول معلومات نه لري، د خپلې ګټې او شر اټکل نه شي کولای، له یو عالم محدودیتونو سره هغه د دې وړ نه دی چې د کایناتو خالق له هغه څخه پوښتنه وکړي، مشوره ور سره وکړي، د ده نظر وغواړي او بیا يې پر مشوره عمل وکړي. مشوره له هغه چا سره کېږي چې مشوره کوونکی يې پر پوهه، ښه رایه، لرلید او غوره مشورې باور ولري، اما په انسان کې دا یو شی هم نه شته، له دې امله د هغه مشوره او نظر غوښتل صرف نظر شوي دي.

درېيم د یادولو وړ ټکی دادی چې خدای د چا مشورې ته اړتیا نه لري، د هغه علم کامل دی، د عالم امر په چارو کې هغه له خپلې خوښې سره سم عمل کوي، څوک له هغه دا پوښتنه نه شي کولای چې دا کار يې ولې داسې کړی دی؟ یا که دا پوښتنه وکړي هم، نو پر واقعیت یوه ذره اثر نه کوي. که انسان فرضن پوښتنه وکړي چې الله تعالی ولې اور ته د سوځلو خاصیت ور کړی دی؟ نه داسې بله هستي شته چې د عالم امر په اړه له الله تعالی څخه پوښتنه وکړي چې دا کار دې ولې داسې کړی دی؟ او نه دغه نیوکې، سوالونه او پوښتنې یا وړاندیزونه اوس ځمکني واقعیتونه بدلای شي، له دې امله چې هغه خالق دی، خالق باید دا واک ولري چې څنګه يې خوښه شي، هغه ډول یوه نړۍ جوړه کړي.

موږ له خپل پلار څخه پوښتنه کولای شو چې ولې يې زه په دې کورنۍ کې پيدا کړی یم؟ ولې يې زه اول نه یم پيدا کړی؟ ولې زه نر یم ښځه نه یم؟ زه يې په دې ډول شرایطو کې د څه لپاره پيدا کولم؟ ولې په یوه مړه کورنۍ کې نه یم پيدا شوی چې د غریب مور و پلار په کور کې پيدا شوی یم؟

که دا پوښتنې له یوه پلار او مور څخه نه کېږي چې عیني زموږ په شان انسانان دي، یا يې کول بې ادبي بولو، نو د کایناتو له خالقه يې څنګه کوو؟ ایا هغه د یوه خالق په توګه دا واک نه لري چې د خپلې خوښې سره سم یو کار وکړي؟ د کور مشر دا واک لري، یو پلار يې لري، زوی هغه ته دا خبره نه کوي، مګر د الله په اړه يې بیا ځینې کسان کوي!!!

د یوې کارخانې مالک چې څنګه کارخونه جوړوي، د هغه واک دی، د کور مالک چې څنګه کور جوړوي، د بل چا چې حق ورسره نه وي، په دې کار يې څه کار لري؟ د یوه هیواد په اړه هم دا خبره صدق کوي چې د هغوی په کورنیو چارو کې بل څوک لاسوهنه نه شي کولای، که څوک يې وکړي، ځواب ور کوي چې ستاسو يې څه؟ که د یوه هیواد واکداره طبقه خپله همنوعه انسانان له دې امله منعه کوي چې د دوی د پالیسي په اړه دې پوښتنې نه کوي نه دې مداخله کوي چې هغه د دې هیواد نه دی، نو ایا الله حق نه لري چې په خپله پاچاهي کې له خپلې خوښې سره سم عمل وکړي؟

د یوه هیواد مقننه قوه د هغه هیواد لپاره قوانین جوړوي، ایا د هیواد هر کس مقننه قوې ته د ور تلو او په دې اړه د وضاحت حق لري؟ یا که حق يې ولري، نو هر کس دومره پوهه لري چې د ټولو قوانینو په حکمت دې پوه شي؟ که ځواب منفي وي او زموږ د مشاهدې له مخې حتمن منفي هم دی، نو بیا د یوه خالق په اړه څنګه دا تصور سهي وبولم چې د هغه یو مخلوق دې پر هغه په خپله پاچاهي کې د نیوکې، مشورې، وړاندیز او نقد حق ولري؟

۲۰۲۲/اګست/۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.